روغتیانړۍ

امريکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له سل زرو اوښتی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۹وری، ۱۳۹۹ل): په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږ سوه زرو ته نږدې شوی، چې له سل زرو زيات يې په امريکا کې دي.

په ټوله نړۍ کې هره ورځ نږدې دوه زره کسان له دې ناروغۍ مري.

د امريکا پلازمېنې واشنګټن کې د جان هاپکنز پوهنتون طبي څېړنې ښيي، په ټولو متحده ايالتونو کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر سل زره ۷۱۷ ته رسېدلی او تر اوسه يې له ۱۵۵۴ مړه کړي دي.

په امريکا کې د شاوخوا پنځه سوه زره کسانو د کرونا ويروس ازموينې شوي دي.

په امريکا کې د کورنا ويروس د خپرېدو له امله د ټرمپ پر ادارې سختې نيوکې کيږي او د هغه منتقدين وايي، حکومت د کرونا پر وړاندې مبارزه کې ناغېړي کړې، چې له امله يې د واشنګټن او نيويارک سربېره په ګڼو ايالتونو کې د کرونا مثبتې پېښې زياتې شوي دي.

د امريکا کانګريس له کرونا سره د مبارزې لپاره د دوو سوو ميلياردو ډالرو بودجې منظوري ورکړې او ولسمشر ټرمپ په دې اړه له حکومتي او اپوزيسيون استازو مننه کړې ده.

د امريکا په تاريخ کې دا تر ټولو ستره بودجه بلل شوې ده.

سپينه ماڼۍ وايي، دا بودجه به د روغتيا سربېره په کورونو کې بندو خلکو سره د مرستو لپاره وکارول شي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، اوسنۍ او راتلونکې څو اونۍ د امريکا لپاره ډېرې ترينګلې دي او هيله يې ښکاره کړې، چې د اپرېل مياشتې تر نيمايي به په امريکا کې کرونا ویروس ختم او ژوند عادي حالت ته وګرځي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close