نظــر

د شرم کاسې!!

نورالرحمن آدین

د واک پر ګدۍ د پاتې کېدو په موخه، سړی دې حد ته ورنږدې کېږي چې ان د خلکو په وینو لوبې کول او په لویه کچه د پردیو زامنو قرباني کول ورته سیاست، عدالت او ملي ګټې ښکاري.

خو داسې نه ده! بلکې یوازې او یوازې حقیقت دا دی چې په هېواد کې د سیاسي مبارزې لپاره زموږ اخلاف د اسلافو له بدنامو لارو چارو څخه ړندې پېښې( تقلید) کوي، یوازې په دومره توپیر چې زموږ سیاسي اسلافو به د سیاسي ځواک او قدرت د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوله چې په مستقیم ډول، خپل سیاسي حریف او سیال تر فزیکي برید لاندې راولي، او ډېر کله به یې خپل سیال د لیدلو له لوی نعمت څخه بې‌‌برخه کاوه( ړونداوه به یې)، یا به یې له تن په تن مبارزې وروسته له سیاسي او حیاتي دایرې څخه د مرګ کندې ته ورټېل واهه او د تل لپاره به یې خپل دې لارې خنډ او سیاسي تربور له نړۍ څخه محوه کاوه. چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې دې چارې ته تاریخ‌لیکونکو او تاریخ خوښوونکو په بده سترګه کتل او دا یې د سیاست او سیاسي قدرت ته دې رسېدو یوه ډېره بدمرغه تګلاره ګڼله، او په تاریخ کې یې ورته دې ورورو وژونکو بدنام لقب ورپه غاړه کړی دی.

ولې که له ټولنیزه اړخه دې موضوع ته ځیر شو، او پر شخصي( فردي ) ګټو، ټولییزو( جمعي) ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي، نو سیاسي قدرت ته د رسېدو لپاره تر ننني ټول‌زیان‌اړوونکې تګلارې څخه همغه د ښکر په ښکر کېدو او تن په تن مبارزې تګلاره، تر ټولو غوره او مؤثره تګلاره ده. ځکه چې په تن په تن مبارزه کې یوازې د پېښې څښتنان زیان مومي او ددې زیان ډپ د ټولنې نورو غړو ته تر ډېره بریده نه رسېږي. په داسې حال کې چې په نننۍ سیاسي تګلاره کې د قدرت تږي سیاسون او واک چلوونکي له بېوزلو خلکو څخه د هغوی له اړتیاوو څخه د ناسالمې ګټې اخیستنې په ترڅ کې، هغوی د مرګ کندې ته ورټېل وهي. په داسې حال کې چې ددې بېوزلو خلکو ترمنځ هېڅ ډول جګړیزه بانه او تربګني شتون نه لري، یواځې او یواځې د دوی اقتصادي او لومړنۍ اړتیاووې دي چې دوه خواږه وروڼه د فلاني خان او بیستاني خان تر بیرغونو لاندې یو د بل په وړاندې سنګر نیولو ته اړ باسي، او د دوی د سیاسي خوب د ريښتیا کولو لپاره تر اخرینۍ مرمۍ جګړې ته دوام ورکوي او وینې یې د دوی عالي جنابانو د ژرندې څرخونه ګرځوي او د مېوه یې دا عالي جنابان په خپلو (د زړه ټوټه) بچیانو په پرمختللو اروپایي هېوادونو کې خوري او بس!

وړاندې نه ځم؛ دا مې تر دې وویل چې نن ورځ په هېواد کې دوو سیاسي حریفانو( اشرف غني او عبدالله) د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو لپاره له دویمې تګلارې( د پردیو زامنو له اړتیاوو د ناسالمې ګټې اخیستنې) څخه په ګټه اخیستنه سره د ټولنې بېوزله او اصیل بچي یو د بل پر وړاندې ګوته په ماشه کړي دي، نږدې ده چې ډیری وطنوال مو د خپل سیاسی ایډیال یا تنخوا ورکوونکي لپاره خپل مقابل لوری تر مرګوني برید لاندې راولي! او هر یو خپل ځان پر حقه ګڼي، دا ځکه چې دواړو ښاغلو قسمونه وخوړول چې وطن به د ارام ساه اخیستلو ته نه پرېږدي، خو خدای خبر چې په دې قسم خوړلي قران باندې دوی تر کومه بریده ایمان او باور لري؟!

په هر حال؛ اصیل او مسلمان ملت ته باید وریاد کړل شي، چې د خپل مسلمان ورور په وړاندې جګړه ګټونکی نه لري، ولو که په ظاهر کې یو اړخ بریالیتوب هم ترلاسه کړي بیا هم خاسر او زیانمن دی، ځکه چې د اخرت دردونکې سزا یې په انتظار کې ده!

ښه به وي که چېرې دا دواړې د شرم کاسې( غني او عبدالله) او په واک او ځواک مینان د دوی سیاسي ابه‌خېلو( خلیلزاد+پمپیو) ته پرېږدئ! ځکه که هغوی ورته ووایي چې ځانونه سیند ته وغورځوئ، نو باور وکړئ چې دا کار به په داسې حال کې کوي، چې په یوه سترګه به خاندي او په بله به ژاړي. سرې کرښې به یې په ژېړو کرښو او شنو کرښو ته تقرب وکړي، او د خپلواک‌توب دعوه به یې د سلګونو نورو کاذبو ادعاوو په څېر ټول ملت او نړۍ ته دروغجنه ثابته شي.

همدوی دواړه وو چې د سولې په هواره لاره کې یې د غرونو پشان لوی خنډونه رامنځته کړل، اتلس کلنې بې‌ننګۍ یې خپلې سرې کرښې وګڼلې او د اسلام ضد کړنو ته یې د ارزښتونو نوم ورکړ او د ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو په بې‌باکانه تر پښو لاندې کولو سره یې د سولې پروسه چې د ځورېدلی ملت یوازینۍ او د لومړیتوب وړ مسئله وه، په ټول ځواک سره سبوتاژ او په لوی لاس یې د هغې د ناکامۍ هلې‌ځلې وکړې او کوي یې.

خو مالک رب د خپلو ځورېدولو بنده‌ګانو دعاګانې په خپل پراخ دربار کې قبولې کړې، د سولې ستونزمن او ناندریز پړاوونه تر اوږدو خبرو او مرکو وروسته د بریا منزل ته ورسېدل. د نړیوال ابر ځواک دولت او د عقیدې په بډای خو د خاورینو څېرو او کورو، په ټوک لوی شوي او سم له واره جوړ شوي قدرت، تر منځ د هغوی د یرغل د پای ته رسېدو( غیر مستقیمه او ابرومندانه ماته) او دوی ته دې دوی په خوښه د اسلامي نظام د جوړولو سلب شوي حق بېرته سپارولو( ابرومندانه کامیابي او فتحه) سره هوکړه وشوه.

ټول ملت دا د لوی الله یوه پېرزوینه ګڼي او هیله‌مند دي چې ددې سولې په ترڅ کې به یو ځل بیا اسلامي نړۍ خپل له لاسه وتلی دیني او سیاسي مقام او ځای ځایګی ترلاسه او افغانستان به د اسلامي نړۍ په سیاسي مرکزیت باندې بدل شي، او خواره واره اسلامي ملتونه به پر ځان باندې راچاپېره کړي او په نړیوال ډګر کې به په مسلمانانو حساب کتاب وشي!!

راځم د سولې ټنګښت ته؛ هېره دې نه وي چې یوې تلپاتې او سراسري سولې ته رسېدل یوازې او یوازې د سیاسي قربانۍ دې ورکړې په صورت کې شوني دي. نو پر دې بنسټ د افغانستان په قضیه کې په ټولو ذیدخلو لورو باندې لازمه ده چې په یوه محسوسه اندازه او سلنه د سولې د بهیر د ګړندي کولو لپاره سیاسي قربانۍ ته چمتو شي او په خپلو دریځونو کې د پام وړ نرمښت او تېرېدنه په پام کې ونیسي!

هغه داسې چې لومړی اصلي اړخ؛ چې د امریکا متحده ایالات دي، د یرغل دوام ته د پای ټکی کېږدي. افغانان د خپلې خوښې وړ سیاسي نظام راوستلو او ټاکلو ته پرېږدي، لکه څرنګه چې دا د هر ملت یو مسلم حق دی. او د نړیوالو اصولو په رعایتولو سره د علاقمندۍ په صورت کې، د دېپلماتیکو لارو چارو په رڼا کې د افغانستان په بیاروغونه کې مرسته وکړي.

دویم اصلي اړخ؛ چې د طالبانو اسلامي تحریک دی، د افغانستان موجوده دولت سره خبرو اترو ته چمتووالی وښایي او د یرغل د عامل د نشتون په صورت کې د یرغل معلول تر خپلو حملو لاندې ونه نیسي. او دا معقوله هم نه ده چې د عامل د نشتون په صورت کې په معلول باندې پړه واچول شي! ځکه کله چې عامل فوت شي نو معلول په صورت اولی سره فوت کېږي. د یرغلګرو د وتلو له دې فرصت څخه ګټه واخلي او له خپلو مسلمانانو او افغانانو وروڼو سه په یوه ټغر راټول او د ټول ملت په خوښه اسلامي نظام رامنځته او پرې سلا مشوره وکړي.

دریم فرعي اړخ؛ چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی، د حکومت په د ننه کې د واک پر سر ټېله تمبه پرېږدي او د یوه متعهد پوشالي دولت په بڼه د خپل سیاسي استازي( د امریکا متحده ایالات) پرېکړو ته په احترام سره د هوکړه‌لیک سره سم د بندیانو دې خوشي کولو په مسئله کې له تعلل کولو څخه ډډه وکړي، تر څو د سولې او اوربند لپاره یو مناسب بستر چمتو شي.

کله چې درې واړه لوري تر یوې کچې له خپل خره راښکته شي نو د سولې د پروسې لپاره د کتلست په توګه اغېزمن ثابتېدلای شي او د افغانستان څلوېښت کلنې غمیزې ته د پای ټکی اېښودل کېدای شي.

ان شاءالله العزیز

د ۱۳۹۹لمریز کال د وري میاشتې پنځمه نېټه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close