شعـــــرونه

نظم/ صابر جان محصل

صابرجان محصل

زما د ژوند داسې قيصه ده
امتحان دى  معرکه  ده
سرتر پايه ښايسته ده
د ازمون يوه سلسله ده
که غوږ ونيسي  خوږه ده
د ابليس مقابله ده

له عدمه چې انسان شوم
دښمن ځکه د شيطان شوم
د لوی رب په يوه فرمان شوم
مسافر د دې جهان شوم
د ادم ژوند پر ارضه ده
د ابليس مقابـله ده

يو خليل د ذوالجلال وو
نه په سر وو نه په مال وو
د نمرود مخ ته  ديوال وو
د بتانو يې زوال   وو
د نمرود خدايى چپه ده
د ابليس مقابله ده

چي موسى کله پيدا شو
دفرعون تخت په لړزا شو
د حق لورۍ په بريا شو
د فرعون لښکر فنا شو
د قلزوم مسته څپه ده
د ابليس مقابله  ده

ټول جهان هله رڼا شـو
را ښکاره چي مي پيشوا شو
لات منات  فنا عزاى شو
ابوجهل په غوغـا شو
د أحد بدر  غزوه ده
د ابليس مقابلـه ده

د صديق عمر وختونه
د کيسرا قيصر فوځونه
د اصحابو ګوزارونـــه
د سرزورو شکستونه
دا د حق باطل جګړه ده
د ابليـس مقابلـه ده

د سلطان ايوبي شپې وې
صليبي وحشي حملې وې
د مٶمينو حــماسي  وې
د لوى رب دا ارادې وې
د صليب خونه چپه ده
د ابليس مقابله ده

د مغلو قطارونه
چنګيزيانو کړل ظلمونه
سوځول يى کتابـــونه
د اسلام ټول اثارونه
نن يې ورکه نمونه ده
د ابليس مقابله ده

د انګريز دور دوران وو
هم يى واک پرنصف جهان وو
بل راغلي سره روسان وو
د وارسا واړه پيمان وو
ځپل شوي له افـــغان وو
لا د ننګ توره توده ده
د ابليس مقابله ده

أوس غربي توره بلا ده
ناټوګۍ او امريـــکا ده
ورته سپر طالب ملا ده
ماته شوي اوس يې شا ده
دا نصرت د لوی الله ده
په قران کي يى وعده ده
د ابليـس مقابلـه ده

لا روان به دا حالـت وي
په جريان به تر قيامت وي
د دنيا ژوند به زحمــت وي
پر شيطان د رب لعنت وي
د ادم کور به جنت  وي
د صابر دا عقيده ده
د ابليس مقابله ده

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close