روغتیا

د کرونا نړيوالې وبا په اړه يو څو پاملرنې

مولوي عبدالحق حماد

کرونا يوه نړيواله وبا ګرځېدلې؛ خو دا ناروغي په حقيقت کې د مسلمان د اصلاح او متوجه کولو لپاره يو الهي خبرداری او يا د درجاتو د لوړوالي يوه پوړۍ ده.

له بلې خوا په دې سره الله جل جلاله د نړۍ هغو متکبرينو ته خپل قدرت ورښيي چې د غرور ښکرونه يې ترغرونو هم لوړ شوي وو او د الله جل جلاله پر بندګانو به يې داسې وحشتونه کول او داسې به يې بمبارول لکه دا خلک چې همدوی پيدا کړي وي او هيڅ څښتن او ساتونکی نه لري، نن الله جل جلاله دغو مستکبرينو ته د خپل قدرت يوه ډېره وړه برخه ور وښودله او دوی ټول له ټولو امکاناتو او هغو پرمختللو وسائلو سره چې فخر به يې پرې کاوه، د دې کوچني مخلوق د ضرر په مخنيوي کې پاتې راغلل.

هغه تدابير چې د کرونا په مخنيوي کې مرسته کوي.

مسلمان بايد د هر ډول ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ظاهري اسبابو ترڅنګ معنوي اسباب هم په خورا جديت سره مراعت کړي؛ ځکه چې موږ باور لرو چې د داسې بلاوو او مصيبتونو راوستونکی هم الله جل جلاله دی او اصلي مخنيونکی او له منځه وړونکی يې هم الله جل جلاله دی؛ نو مخنيوی يې هم بايد په هغو لارو وکړو چې الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم راته ښوولي دي.

دنيا د اسبابو کور دی او د هر شي لپاره ظاهري سبب کارول هم د شريعت غوښتنه او لارښوونه ده؛ خو ورسره معنوي اسباب هغه څه دي چې په نه مراعتولو يې انسان له لا نورو لويو مصيبتونو سره مخ کېدای شي.

لومړی: معنوي تدابير
1. د ټولو فرائضو پابندي کول، هغه که له حقوق الله سره تړاو لري او که له حقوق العباد سره.

2. پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه کول، خپل ځانونه، استوګنځايونه، مسجدونه، دفترونه او آن لارې کوڅې پاکې وساتئ؛ ځکه چې پاکوالی د ايمان برخه ده.

3. حلال خواړه خوړل او له حرامو ځان ساتل، ځکه چې ډېر ځله دا ډول ناروغۍ له حرامو خوړو څخه پيدا کېږي.

4. استغفار ډېر ويل، ځکه چې استغفار د الله جل جلاله د عذابونو او آفتونو مخنيوی کوي، الله جل جلاله فرمايي: وماکان الله معذبهم وهو يستغفرون. يعنې دا خلک چې ترڅو استغفار وايي الله جل جلاله يې له عذابه ساتي.

5. لمونځونو ته ډېره پاملرنه کول، الله جل جلاله فرمايي: واستعينو بالصبر والصلاة يعنې په صبر او لمانځه سره د الله جل جلاله مرسته وغواړئ. او رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به کله يوې ستونزې سره مخ شو، لمانځه ته به يې مخه کړه.

6. صدقات ورکول؛ ځکه چې صدقه د بلاوو مخنيونکې ده، په ځانګړې توګه په داسې وخت چې ښارونه تړل شوي وي او کاروبارونه په ټپه ولاړ وي؛ نو شتمنو ته د بې وزلو وروڼو لاسنيوی خورا مهم او ستر مسؤليت دی.

7. له ګناهونو توبه ويستل؛ ځکه چې ډېر ځله لوی مرضونه او مصيبتونه د انسانانو د خپلو عملونو له امله وي؛ نو له ټولو لويو ګناهونو بايد سمدستي توبه وباسو.

8. د فحشاء او بې حيايي مخه نيول، دا کار د عامو خلکو سربېره ډېر په چارواکو پورې اړه لري، مسؤل چارواکي بايد په رسنيو کې فاحش سريالونه او فلمونه بند کړي او د هر ډول فحشا مخه ونيسي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چې يو قوم کې فحشا خپره شي الله تعالی به يې په وبا او داسې ناروغيو اخته کړي چې پخوانيو قومونو کې به يې ساری نه وي ليدل شوی.

دا زموږ د خوږ پيغمبر هغه خبره ده چې څه باندې څوارلس سوه کاله مخکې يې کړې ده؛ خو موږ يې اوس عملا وينو.

دويم: هغه ظاهري اسباب چې د کرونا په مخنيوي کې مرسته کوي

په دنيا کې انسان مکلف دی چې د هر ډول افتونو پر وړاندې ظاهري اسباب وکاروي کړي؛ خو باور به يې دا نه وي چې همدا ظاهري اسباب له ماڅخه آفتونه لرې کوي؛ بلکې باور او ايمان به يې دا وي چې دا اسباب مراعت کول زما ظاهري مسؤليت دی؛ خو نور د آفتونو مخه الله جل جلاله نيسي.

1. د ورځې څوڅو ځله خپل لاسونه ومينځئ.
2. روغتيايي ماسک وکاروئ.

3. ويټامين سي (c) خواړه ډېر استفاده کړئ.

4. د پرنجي پر مهال خولې او پوزې ته دسمال ونيسئ.

5. د ډېرې اړتيا پرته له تجمعاتو ځان وساتئ.

که څوک په خپل ځان کې د کرونا نښې وويني سمدستي دې نژدې روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي او له خلکو دې ځان جلا کړي.

الله جل جلاله دې موږ او ساتې او ټول مسلمانان له وبايي ناروغيو وساتي.

مولوي عبدالحق حماد

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

كور دي ودان مولوي صاحب

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close