افغانستان

ګډو عسکرو هلمند کې د ملکيانو پر کورونو چاپه وهلې

نن ټکی اسيا (شنبه، ۹وری، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ کې امريکايي پوځيانو د دولتي عسکرو په ملتيا د عامو خلکو پر کورونو چاپه وهلې او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ګډو عسکرو د مارجې په ژړ مکتب سيمه کې د عامو خلکو پر دوو سرايونو چاپه وهلې، د خلکو شمسي سولرونه يې هم ويجاړ کړي دي.

طالبانو هم په مارجه کې د ملکيانو پر سرايونو د چاپې پخلی کړی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، امريکايي عسکرو د دولتي کومانډويانو په ملتيا د ملکيانو پر دوو سرايونو چاپه وهلې او د هغوی لمریزو ښيښو ته يې هم انفجار ورکړی دی.

هغه په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي او نه هم د هلمند ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ويلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

دا خو دا معنا لري چي يوازي دي پر امريکايي پوځيانو بريد نه کيږي، خو امريکايي پوځيان، حکومتي عسکر، طالبان او داغش ټول دي پر عامو خلکو، عسکرو او طالبانو تر څو کولاس سي بريدونه وکړي ، که څنګه ؟

محمد

محترم همت صاحب دلته هر سه سرچپه دي زكه چ آخره زمانه ده ..بايد امريكي عسكر په هيس صورت معاف نشي زكه چ اصلي خارجي يرغلگر دي او دا نور خو تول مظلومان دي چ يا پر خپل زانونو ظلم كوي يا ورباندي ظلم كيژي . دلته قصه معكوسه روانه ده زكه چ غمخوار يي تر اوسه نشته لكه د موسي ع قوم بيسرپرسته د فرعون دزماني تر ظلمونو لاندي له لسگونو كلونو راپديخوا تر پخو لاندي دي او غوبل ورباندي روان دي،اميد شته چ دا حالت دير دوام ونكري او خداي لدي حالته نجات راكري

عبدالمالک همت

د ذابل په پېښه کي خو د فېسبوک او نورو رسنيو فعالانو څه غومبر او شورماشور جوړ کړی وو، خو د دغي د مارجې د پېښي په هکله يې ګونګه روژه نيولې ده او د دې نن ټکي اسيا مبصرينو هم ، نو دا ولي؟؟؟؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close