
نړيوال لوبغاړي د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره مرسته کوي، خو راشد او نبي په څه اخته دي
نن ټکی اسيا (شنبه، ۹ وری، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د نړۍ په شاوخوا کې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزې لپاره بېلا بېل سپورتي لوبغاړي د مرستې عملي اعلانونه کوي، د ملي لوبډلې دوه نامتو لوبغاړي محمد نبي او راشد خان يوه بل ته په چيلنج ورکولو بوخت دي.
د فوټبال دوه نامتو لوبغاړي هر يو کريستيانو رونالډو او ليونل ميسي د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره د يو-يو مليون يورو مرستې اعلان وکړ.
د راپورونو له مخې کريستيانو رونالډو د خپل هېواد پرتګال لپاره د يو مليون يورو د کرونا مخنيوي بېلا بېل توکي د مرستې ورکولو اعلان وکړ.
دغه راز د انګلستانۍ لوبډلې مانچسټر سيټي مشر روزونکي ګوارديولا هم د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره له يو مليون زياتو يورو مرستې اعلان کړی دی.
د سریلانکا کرکټ بورډ د خپل دولت سره د کرونا ویروس د خپريدو مخنيوي په پار مبارزې لپاره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرسته وکړه.
د جرمني فوټبال ليګ (بنډسليګا) لوبډلې شالکا د خپلو لوبغاړو له تنخوا څخه د کرونا مخنيوي کې مرسته وکړه، دغه راز د همدې ليګ څلور نورو لوبډلو هم د يادې مخنيوي په پار ۲۰ مليونه يورو مرسته اعلان کړې.
#boundarychallenge accepted @rashidkhan_19 I nominate @MShahzad077 @darensammy88 @im_manishpandey pic.twitter.com/mJHU5GS2jw
— Mohammad Nabi (@MohammadNabi007) March 27, 2020
خو بل لوري ته راشد خان او محمد نبي په ټويټر پاڼو خپلې د توپ وهنې ويديوګانې په داسې حال کې خپروي چې يوه بل د غوره شاټ وهلو لپاره معرفي کوي، د يوه بل ننګونې مني او له يوه بل څخه مننې کوي.
راشد خان، محمد نبي معرفي کوي او خپل غوره شاټ ټويټ کوي، دغه راز راشد خان هم په ورته ويديوګانو خپرولو په ټويټر بوخت دي.
#Boundrychallange let’s see the best of it . I further Nominate @MohammadNabi007 @SDhawan25 @AaronFinch5 @josbuttler @DJBravo47 pic.twitter.com/YoLwOZnzPd
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) March 27, 2020
راشد خان او محمد نبي چې د ملي لوبډلې دوه مهم لوبغاړي دي په استراليا کې د سختو اورونو پرمهال د مرستې غږ او اعلان کړی و، خو په هېواد کې د کرونا مخنيوي پرمهال يې لا هيڅ اعلان نه دی کړی.
دا په داسې حال کې چې په نړۍ کې پر کرونا وبا ناروغان له ۶۰۰زرو زيات شوي او له ۲۶زرو زيات کسان مړه شوي دي. افغانستان کې هم له سلو زيات کسان اخته شوي او څلور تنه مړه شوي دي.