افغانستان

بلخ: ۲۹ دولتي عسکر طالبانو سره يوځای شوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۹وری، ۱۳۹۹ل): په بلخ ولايت کې ۲۹ دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بلخ ولايت په زارع، خاص بلخ، کشنده، چمتال او شولګر ولسواليو کې ۲۹ تنه پوليس او عسکر د حقايقو په درک کولو سره له طالبانو سره يوځای شوي دي.

مجاهد ويلي دي چې يادو عسکرو ته د جلب و جذب کميسيون له لوري هرکلی ويل شوی دی.

بايد وويل شي چې په دې ورستيو کې په بې ساري توګه وخت په وخت ګڼ شمير دولتي عسکر له دولتي ليکو جلا کيږي او طالبانو سره يوځای کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د غور ولايت په شهرک ولسوالۍ کې هم د يو تن دولتي قومندان په ګډون ۷۵ دولتي عسکر طالبانو سره يوځای شوي وو.

د يادونې وړ ده چې له طالبانو سره يوځای کېدونکو عسکرو ته طالبان د امنيت تضمين ورکوي چې په سيمه کې به ورته کومه ستونزه نه پيښيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close