نظــر

د بین الافغاني مذاکراتو ځنډ او پایلې يې

فاتح عبید

د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وړاندې کابل حکومت په پرلپسې ډول طالبان تورنول، چې له بهرنیانو سره خبروته غاړه ږدي، خو له افغان جهت سره مذاکراتو ته نه کېني، دوی به وخت ناوخت د افغانستان د معضلې اصلي حل په خپله پرېکړه پورې تړلی باله او طالبان به یې د سولې پر ځای د زور په کارولو تورنول، خو طالبانو له امریکا سره د مذاکراتو له پیله د «بهرني بعد» حلولو ته لومړیتوب ورکړ او ټينګار یې په دې وو، چې تر کومه چې د اشغال لمن نه وي ټوله شوې او بهرنیان د افغانستان له سیاسي او نظامي صحنې نه وي ایستل شوی، له داخلي جهت سره خبرې کوم مفهوم نه لري.

دا یو واقعیت وو، چې له بهرني بعد وړاندې له حکومت «چې طالبان یې په رسمیت نه پېژني» او یا نورو افغان جهتونو سره خبرې وخت وژنه وه، ځکه د نورو ګڼو ستونزو تر څنګ یوه ستونزه دا وه ،چې که داخلي جهتونو د خبرو په دوران کې له طالبانو سره کومې ژمنې هم کړې وای، د عملي کېدلو صلاحیت یې نه درلود او د بهرنیانو په فعال سیاسي او نظامي حضور کې یې نشوای کولای هغه څه پلې کړي، چې له طالبانو سره یې ویلي.

امریکایانو په نظامي ډګر کې د خپلې ښویېدلې پښې د بیرته تم کولو او د اشغال د وخت د غځولو په موخه په پورته یاد شوي فکټو ټینګار وکړ او هڅه یې وکړه، طالبان تر ځان وړاندې له کابل حکومت سره خبرو ته وهڅوي او له بېلا بېلو لورو پر هغوی فشار راوړي، څو د افغانانو په استازیتوب د هغه حکومت له مذاکراتي ټیم سره خبرو ته کېني، چې ددوی له لوري تحمیل شوی وو او له الف تر ی ټول صلاحیت یې له دوی سره وو.

طالبان له بشپړ ځراکت او د فشارونو په وړاندې له پوره استقامت څخه په کار اخستو بالاخره وتوانېدل امریکا له خپل ځان سره د مخامخ خبرو مېز ته را کاږي او هماغه وو د اتلس میاشتنیو اوږدو، پېچلو او له ګردابونو ډکو مذاکراتو په پایله کې یې د تېرې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د نړۍ د لسګونو هیوادونو په حضور کې له امریکا سره د سولې توافقنامې په امضاء کولو د افغانستان په سیاسي او نظامي صحنه کې د هغوی لاس لنډ کړ. دغې توافقنامې د افغانانو تر څنګ د نړۍ د ګڼو هیوادونو ملاتړ هم را خپل کړ او د ملګرو ملتونو له لوري هم د تائید وړ وګرځېده.

د بهرني بعد له حل وروسته طالبان له ژمنې سره سم بین الافغاني مذاکراتو ته را وړاندې شول، هغوی له امریکا سره په کړې توافقنامه کې موافقه کړې وه، چې دوی له یوه «ټولشموله» مذاکراتي ټیم سره خبرو ته چمتو دي او تیار دي د لسو ورځو دننه «د مارچ په لسمه» د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل کړي.

کابل حکومت چې سوله یې په خپل زیان بلله او د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو له پيله یې تخریبي دریځ خپل کړی وو، له هوکړې وروسته یې هم د توافقنامې د بندونو د عملي کېدو په لاره کې خنډونه وزېږول او د پنځه زره طالب او زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون په لاره کې یې د خنډونو په ایجادولو د افغانانو خپلمنځي خبرې یوې نامعلومې مودې ته یووړې.

اشرف غني نه یوازې دا چې دده د حکومت د دوام په لاره کې د زنداني شویو عسکرو په خاطر له خپلې سر زورۍ تېر نشو، تر څنګ یې تر خپله وسه هڅه وکړه، د بندیانو په مسئله کې سیاسي امتیازات ولټوي، طالبان تر خوږ ګوتې ونیسي او په دې توګه هغوی د خپلوغوښتنو منلو ته وهڅوي، خو دې فشارونو هيڅ کومه پایله ورنکړه، امریکا د طالب زندانیانو مسئله مخته یووړه او بلاخره اشرف غني مجبور شو، د کرونا د مخنیوي تر نامه لاندې د لس زره زندانیانو د خلاصون حکم ورکړي، چې پنځه زره طالب زندانیان یې هم یوه برخه دي.

د بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې دوهم خنډ د یوه جامع او همه شموله ټیم نشتون دی، چې تر دې مهاله د یوې جدي ستونزې په توګه مطرح دی او ارګ مېشتې یې لا هم د تشکیل په لاره کې خنډونه اچوي.

ارګ چې له افغان ملت سره د دښمنۍ تر څنګ حتی په کابل کې له مېشتو سیاسيونو سره هم په یوه لاره نه ځي، لا تر دې دمه د یوه جامع او ټولشموله ټیم جوړولو ته نه دی تیار شوی. ارګ له څو میاشتو راپدېخوا د مذاکراتي ټیم د تشکیل په برخه کې ځان تېر اېست، کله به یې مذاکراتي ټیم شپږ میاشتې وړاندې جوړ شوی باله او ځيني وخت به یې له سیاسیونو سره د مشورو د دوام خبره کوله، خو بلاخره تېره ورځ مجبور شو د مذاکراتي ټیم په نامه څو نومونه رسنیو ته وسپاري.

د ارګ له لوري د بین الافغاني مذاکراتو په نامه جوړ شوي ټیم کې له وړې استثنا پرته نور ټول د ارګ د بانډ سیاسي شریکان دي او مشري یې داسې یوه چاته ور سپارل شوې، چې یو وخت د همدې حکومت د استخباراتو رییس تېر شوی او د مذاکراتو او روغې جوړې د چارو لپاره ښایي داسې طرحه ونلري، چې افغان ملت ته ورپېښې بدبختۍ ورباندې ختمې او افغانان د یوه شرعي نظام ارمان ته ورسوي.

ددې تر څنګ په دې لست کې تر سترګو کېدونکي کسان نه خو د مصالحې په برخه کې تجربه لري او نه هم د ټولو اړخونو استازیتوب کولای شي، بلکې د دوستم او عطاء په څېر جنګسالارانو زامن پکې دي، چې د غوږونو د خوړلو تر تجربو ور ها خوا یې په افغان ملت له هیڅ ډول ستم درېغ نه دی کړی.

د تعجب ځای خو دا دی، چې په دغه ټیم کې یو شمېر شامل کړل شوي کسان وایي، چې دوی هم د نورو عامو خلګو په څېر خپل نومونه د رسنیو له لارې په مذاکراتي ټیم کې ولیدل، نه له دوی سره په دې برخه کې مشوره شوې او نه هم دا ورته ښکاره ده چې دوی به له طالبانو سره په کومه اجنډا غږېږي.

غني که څه هم پوهېږي، چې ټاکل شوي ټیم، چې نه د سیاسي ګوندونو ملاتړ لري او نه هم د مذاکرتو له اجنډا خبر دي، به د طالبانو له ژبور او د څلورو انقلابونو له همزولي ټیم سره د خبرو وړتیا ونلري، خو قصدا د همدې ډول ټیم په ګمارلو غواړي، د بین الافغاني مذاکراتو پروسه تر اوږدې مودې وغځوي، وخت ووژني او په دې توګه د خپل عیش او عشرت لپاره څو ورځې نور هم وخت تر لاسه کړي.

اشرف غني د بین الافغاني مذاکراتي ټیم تر ټاکلو وړاندې په بیا، بیا یاده کړه، چې مذاکراتي ټیم به هيڅ صلاحیت نه لري، بلکې د یوه راپورچې حیثیت به لري، دا ټیم به له طالبانو سره بحث شوي موضوعات د «مصالحې شورا» ته ورکوي، هغوی به یې تر بحث وروسته پارلمان او پارلمان به یې د مشرانو جرګې ته لېږي او د هغوی تر تصویب وروسته که بیا هم اړتیا وه په اړه به یې لویه جرګه راغوښتل کېږي او هغه به بیا پرېکړه کوي.

د بین الافغاني مذاکراتو په دوران کې ددې ډول اوږدې لارې عملي کېدل به نه یوازې دا چې اوږد وخت به واخلي، بلکې د افغانانو د خپلمنځي خبرو پروسه به هم پېچلې کړي او په ولس باندې د راغلو ناخوالو ورځې به لا پسې اوږدې کړې.

په داسې حال کې چې جګړه هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي او د بېوزلۍ او فقر کچه ورځ تر بلې لوړه بیایي، د بین الافغاني مذاکراتو د پروسې په لاره کې دومره اوږده مزي غځول او په لاره کې یې خنډونه اچول، له سولې سره له ډاګیزې دښمنۍ پرته بله مانا نه لري.

اشرف غني او ورسره بانډ ته یې نور نه ښایي، د افغانانو ویني وزبېښي او پردي زامن د جګړې بلاء ته وتړي.

د بین الافغاني خبرو په لاره کې یوه ورځ ځنډ افغانانو ته د سلګونو ککریو په بیه تمامېږي، د یوناما د رسمي شمېرو له مخې، یوازې تېره فبروري میاشت کې تر سلو زیات افغانان په جګړه کې وژل شوي.

ددې تر څنګ د بین الافغاني خبرو په لار کې خنډونه د هغه اوربند په مخ کې فاصلې زیاتوي، چې حکومت یې هره ورځ د اذهانو د یرغمل کولو په موخه په خوله کې اړوي را اړوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

فاتح عبيد صاحب كور دي ودان په دي ښکلی آؤ جامع موضوعات په بيان د صلحي په هكله دا چی دویم نړ‎ی وال لیونی د ارگ د سأتلو سره هغه ليوني مينه لري چی په هيڅ قيمّت يي پریښودو ته تيار ندي نو زكه د صلحي په هكله داسي كسان گماري چی د هغو ستا په معقوله اشاره د غوږ‎نو له خوراكه پرته بله دخبرو كولو تجربه نلري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close