افغانستان

طالبانو د حکومت مذاکراتي ټيم په اړه خپل دريځ اعلان کړ

نن ټکی اسيا (شنبه، ۹وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې وړمه ورځ د کابل حکومت د بين الافغاني خبرو خپل مذاکراتي ټيم اعلان کړ؛ طالبانو يې په اړه خپل دريځ واضح کړی او ويلي يې دي چې ټاکل شوی ټيم د ټولو لورو استازولي نشي کولای.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې «اسلامي امارت د توافقنامې مطابق د موثرو افغان جهتونو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په وار وار امادګي ښودلی خو تر اوسه پوري نورو جهتونو د مذاکراتو لپاره صلاحیت لرونکی، سوله غوښتونکی او د ټولو نماینده ټیم ندی ټاکلی.»

اعلامیه کې وړاندې طالبانو د کابل حکومت د مذاکراتي ټيم په اړه ملاحظات درلودلي او ويلي يې دي چې
«۱ ــ اسلامي امارت له ابتداء څخه دا دریځ دی چې د کابل اداره په بین الافغاني مذاکراتو کې د نورو افغان جهتونو ترڅنګ د یوه افغاني جهت په توګه اشتراک کولی شي.

داچې اعلان شوی ټیم د کابل د ادارې له خوا معرفي کیږي، زموږ د اصولي دریځ او امریکا سره د شوې توافقنامې خلاف دی.»

په اعلاميه کې د دايمي او رښتينې سولې ته د رسېدو لپاره طالبانو د هيواد د ټولو مؤثرو جهتونو په توافق ټينګار کړی دی او ويلي يې چې داسې يو ټيم بايد جوړ شي چې د ټولو مؤثرو خواوو استازولي وکړای شي.

اعلاميه کاږي:« د دې پخاطر چې یوې دایمي او رښتینې سولې ته ورسیږو، یاد ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه تشکیل شي تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای شي خو اوس لیدل کیږي چې ډیری نور جهتونه په اعلان شوي ټیم راضي نه دي.»

طالبانو ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د بین الافغاني خبرو په وړاندې باید خنډونه ایجاد نشي او په خبره يې، دغه ملي موضوع باید یو لوری په لاس کې وانخلي.
طالبانو زیاته کړې، چې دوی به له داسې يو ټيم سره مذاکراتو ته کيني چې د شويو توافقاتو او وضع شويو معيارونو په بنسټ تشکيل شوی وي.

دا یوازې طالبان نه دي، چې د بین الافغاني مذاکراتو تر نامه لاندې د کابل له لوري په ټاکل شوي ټیم نیوکي لري، تر دې وړاندې هم ګڼو سیاسي ګوندونو او څېرو دا لست رد کړی او حتی په لست کې شاملو کسانو هم ټیم نیمګړی بللی.

د بین الافغاني مذاکراتي ټیم یو تن غړی «فاروق مجروح» وایي، ده خپل نوم په رسنیو کې ولید، چې لست ته ور یو ځای شوی، خو په خبره یې، نه له ده سره مشوره شوې او نه دی په اجنډا خبر دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ګلبدین به اوس پوه سوۍ وی چه څه حیثیت لری سره دنورومسلمانوسیاسیونوچه وداخلی اوخارجی کفاروته دافغانستان مسلمانان څه حیثیت لری

RAZMOHAMMED KAMAWALL

دسولی/اوربند او بندیانو خلاصون د افغانستان د جمهور ریس دنده ده۰دغه د سولی هیآت چه یو همه شمول دی د ولس مشر دوکتور صاحب اشرف غنی او تولو مشرانو له مشوری وروسته ترتیب شوی دی۰
چه د داکتر خلیل زاد او د امریکا د متحد ایالاتو د خارحه وزیر مایک پومپیو له خوا تایید شو۰طالیبان چه د پاکستانی ارمی یوه بی یونیفورمه څانګه ده دا هیآت ورته د منلو وړ نه ښکاری نو وایی همه شمول ندی۰
تاسی باید د هغه جاسره سوله وکړی کوم چه ستاسی زدن والا دی نه بل څوک۰
ژوندی دی وی افغان قهرمانولس
مرګ په پاکستانی اجیرانو

جمیل

کامه واله !
اخلاق مو د لیکنی نه له ورایه ښکاری ، خو اصلی خبره داده چی طالبانو په وار وار دا روښانه کړی چی خپلواک دی ، که طالبان خدای مکړه غلام او مزودور وای نو د امریکا غلامی او مزدوری خو بیا تر دی غریبو تورلنګیانو ډیره ښه ده .
د مشرانو د کورونو څخه مو شین سترګی کوچنیان راوزی ، د رولا څخه په قسم سره وپوښتی چی تر بابا دمخه څومره نور درباندی سپاره سویوه .
که تاسی پدی خوابدی یاست چی د مشرانو زدن والا مو تیښتی ، ایشچی نه هیله وکړی چی دوستم ته مو معرفی کړی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close