
ارګ: تر دې دمه د مذاکراتو اجنډا او د پلاوي صلاحیتونه نه دي ټاکل شوي
نن ټکی اسيا (شنبه، ۹وری، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د حکومت له لوري د بین الافغاني مذاکراتي ټیم د جوړېدو خبرونه ورکول کېږي، ویل کېږي تر دې دمه د مذاکراتو اجنډا او د مذاکراتي ټيم صلاحیتونه لا هم نه دي ټاکل شوي.
د اشرف غني د ویاند مرستیال «دوا خان مینه پال» وایي، د مذاکراتي ټیم صلاحیتونه او د خبرو اجنډا د مصالحې د شورا له لارې تعینېږي او تر دې دمه لا ددې شورا جوړښت نه دی بشپړ شوی.
ارګ داسې مهال د مذاکراتي ټیم ټول صلاحیتونه د مصالحې په شورا پورې اړوند بولي، چې حکومت له اوږدې مودې وروسته دوې شپې وړاندې د بین الافغاني مذاکراتو ټیم وټاکه. په دې ټيم کې یوویشت تنه راټول شوي او مشري یې د ملي امنیت پخواني رییس «معصوم ستانکزي» ته سپارل شوې.
دغه ټیم د ګڼو سیاسي ګوندونو له لوري رد شوی او حتی خپله په دې ټیم کې شامل غړي هم د پلاوي په نیمګړتیا اعتراف کوي.
غلام فاروق مجروح، چې د حکومت له لوري د بین الافغاني مذاکراتو ټيم د غړي په حیث ټاکل شوی، له طلوع نیوز سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې دی هم د رسنیو له لارې خبر شو، چې نوم یې د بین الافغاني مذاکراتو په ټیم کې شته.
د مجروح په خبره، نه ورسره په دې تړاو مشوره شوې او نه هم دی د خبرو له اجنډا خبر دی.
بل لور ته طالبانو د یوې اعلامیې له لارې د حکومت جوړ شوی ټیم رد کړی او یاده کړې یې ده، چې نه ټيم د ټولو افغان اړخونو استازیتوب کولای شي او نه هم ددوی او امریکا تر منځ له شوې موافقې سره سمون خوري.