
سولې چارو وزارت: په بین الافغاني مذاکراتو کې یوازې طالبان او «د افغانستان اسلامي جمهوریت» مخ کېږي
نن ټکی اسيا (شنبه، ۹وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې طالبانو د ارګ له لوري ټاکل شوی بین الافغاني مذاکراتي ټیم رد کړ او د یوه ټول شموله پلاوي د تشکیل غوښتنه یې وکړه، د سولې په چارو کې د دولت وزارت دا څرګندونې رد کړې او په خبره یې، له طالبانو سره په مذاکراتو کې یوازې د «افغانستان اسلامي جمهوریت» مخ دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې «ناجیه انوري» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی د ټولنې له مطرح او اغېزناکو پاړکو سره, تر پراخو سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی او د خلکو ونډه او د پلاوي ټولشمولوالی له افغان دولت سره تړاو لري نه له طالبانو سره.»
د ناجیې په خبره، طالبان په بین الافغاني مذاکراتو کې یوازې « د افغانستان له اسلامي جمهوریت» سره مخ دي، نو ځکه به پلاوی هم د حکومت له لوري ورته ټاکل کېږي «د طالبانو جګړه له دولت سره ده او دا پلاوی دولت تنظیم او اعلان کړی دی. د مذاکرې د مقابل لوري په چارو کې مداخله غير اصولي او له تمې لرې ده.»
۲/۲ در این مذاکرات در مقابل طالبان تنها ج. ا. ا وجود دارد. جنگ طالبان با دولت است و این هیئت را دولت تنظیم و اعلام نموده است. مداخله در امور طرف مقابل مذاکره، غیرقابل انتظار است.#AfgPeaceProcess
— Najia Anwari (@7Anajia) March 28, 2020
سولې چارو وزارت وروسته له هغه بین الافغاني مذاکرات د طالبانو او حکومت تر منځ بولي، چې طالبانو نن د حکومت له لوري جوړ شوی مذاکراتي ټيم رد کړ او یاده یې کړه، چې جوړ شوی ټیم ټولشموله نه دی.
د طالبانو له قوله، دوی له حکومت سره د «حکومت» په حیث خبرې نه کوي او له یوه داسې ټیم سره خبرو ته تیار دي، چې د ټولو افغان لورو استازیتوب وکړای شي.
دا خو ښه وايي تاسي دا نور پالتو حوالداران ـ چي عجيبه ښه خالي سدرئ سوي او بې واکه سوي دي او زياتره يې زموږ د هيواد او خلکو داخلي شعوري او تخريبکار دښمنان دي – څه کوئ چي په لوی لاس يې په دې مهمه ربړه کي درګډوئ او دې غلو او ملي خاينينو ته په راتلونکې کي بيا د خلکو پر اوږو باندي د سپرېدو موقع ورکوئ. ورک سه ورک سه بدکرداره بد سړی که دي خيل وي که عزيز وي که پر دی وايي : «سل خره په سويه کي ښه دي نه يو …. په مرکه… نور لوستل »
که ټول ملت په یوه خوله وای نه به امریکااونه روس توانیدلۍ وای چه په افغانستان کی مداخله کړی وای داتنهابی علمی اوبی اتفاقی ده چه ۱٪ملحدینوته یی پرافغانستان دتجاوزموقع برابره کړه