افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان باګرام ته د یوه لس کسیز پلاوي د «ژر تګ» خبر ورکوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۹وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، یو لس کسیز پلاوی یې بګرام ته د تګ لپاره ټاکلی او هڅه کوي، ژر تر ژره د هغوی د تګ لارې چارې برابرې کړي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د اسلامي امارت لخوا د بندیانو تخنیکي ټیم د محترم مولوي صاحب ضیاؤالدین واقف په مشري ۱۰ تنه غړي لري. هغوی د ځينو تخنیکي ستونزو له امله تراوسه بګرام ته نه دي رسیدلي، البته هڅه روانه ده چې د تګ لارې چارې يې برابرې او هرڅه ژر د بندیانو د خلاصون پروسه پيل شي.»

مجاهد که څه هم د شته ستونزو په اړه څه نه دي ویلي، خو په خبره یې، هڅه روانه ده د پلاوي  د تګ لارې چارې برابرې او هرڅه ژر د بندیانو د خلاصون پروسه پيل شي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په بنسټ، باید د مارچ په لسمه زر تنه حکومتي او پنځه زره تنه طالب زندانیان خلاص شوي وای، خو اشرف غني په دې لاره کې ځیني شرطونه وضع کړل، چې له امله یې دا پروسه وځنډېدله.

دوې ورځې وړاندې د کابل حکومت ټیم د امریکا، سره صلیب او قطر د استازو په شتون کې له طالبانو سره د بندیانو په خلاصون په موافقه وکړه چې په بنسټ یې، باید د زندانیانو د خلاصون پروسه د مارچ په ۳۱ مه نېټه عملا پيل شي او په لومړي قدم کې سل تنه طالب زندانیان پرېښودل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close