
د زړونو راکړه ورکړه/ حسیني مختار
حسيني مختار
دا لــه عطرو ډک دســــمال ده ګلورینه سحــرګـه کې
حــــال د یار د مینې راغی که عود ګډ دي په وږمه کې
په د سمال کې یې زړه راکړ او په زړه کې زما سور زړه
د زړو راکړه ورکړه کیږي تـــل د مینــې په تحــــفه کې
دا زما مظلوم مــــعصوم زړۀ پکې خیال د تورو سترګو ګــــواکــې دوه وږي زمریان وي د هوسیــو په رمــه کې
دا د غــــرب ناوکۍ ځــــار شه، له کــــمال او ښایستونو
د ســــاده پښتـــــنې پېغلــــې د حــــیا په لوپټـــــــه کې
د طــــالب د پښو ځنځیر دی په شرنګا خپلواکي غواړي
نرۍ ګوتې د جــــانان دي د ربـاب نرۍ نغمـــــــه کـــې
آ غــــربي ښکېلاک نن ژاړي او په پښو کې ورپرېوځـي
لــــوړ هوډونه ټول رانغاړي د جــــانان لوړه شمله کې
د مختــــار د قــــلم توري او رنګــــین رنګین خــــيالونه
پــه زرتــارو غمــي پيايـــي د ســــرو زرو آیېنه کــــــــې