
د طالبانو رهبري «د بنګو» کښت د ټولنې لپاره ناورین بللی او د محدودولو امر یې کړی
نن ټکی اسيا (شنبه، ۹وری، ۱۳۹۹ل): د طالبانو مشرتابه د نشه یي توکو کښت د ټولنې لپاره ناورین بللی او تر خپلو لاس لاندې سیمو کې یې د بنګو د کښت د محدودولو امر ورکړی.
د طالبانو د مشرتابه له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې طالبانو خپلو اړوندو ادارو ته امر کړی، څو بزګر او ولسي خلګ د بنګو د کښت پر ځای د نورو ګټورو توکو کرلو ته راوبولي او تر څنګ یې له ولسي مشرانو او قومي مخورو غوښتل شوي، چې د چرسو او بنګو په کښت بندیز ولګوي، تر څو یې کرل مطلقا بند شي.
اعلامیه کې وړاندې د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون ته امر شوی، څو د چرسو او بنګو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي او په دې توګه ددې ډول کښتونو د کمولو هڅه وکړي.
د اعلامیې په دویمه برخه کې طالبانو په ټولو هغو ځمکو باندې، چې د «امارت» له خوا په اجاره ورکول کېږي، د بنګو کښت منعه اعلان کړی او خپلو ټولو افرادو او مسئولینو ته یې خبرداری ورکړی، چې د بنګو او چرسو له کښت، کاروبار او انتقال جدي اجتناب وکړي.
د طالبانو د اعلامیې په بنسټ، که کوم مسئول یا فرد له پورته امرونو څخه سرغړونه وکړي، له مسئولیت څخه به عزل کېږي او د سزاء لپاره به اړوندو ادارو ته ور پېژندل کېږي.
خو وشر او زکات یی حلال بللی تر اوسه حلال اوه او یو دم حرام سنګه شول توبه
حرمة زراعة الحشيش اتفق الأئمة على تحريم زراعة الحشيش، والخشخاش، لإستخراج المادة المخدرة منها لتعاطيها أو الإتجار فيها (الفقه علي المذاهب الاربعه)و ایضا ذکر فیہ/وقد جاء في كتاب (زاد المعاد) ما نصه: (قال جمهور الفقهاء: إنه إذا بيع العنب لمن يعصره خمراً حرم أكل ثمنه. لخلاف ما إذا بيع لمن يأكله، وكذلك السلاح إذا بيع لمن يقاتل به مسلماً حرم أكل ثمنه. وإذا بيع لمن يغزو به في سبيل اللَّه فثمنه من الطيبات. وكذلك ثياب الحرير إذا بيعت لمن يلبسها ممن يحرم عليه لبسها حرم أكل ثمنها، بخلاف بيعها ممن يحل له لبسها) ا. هـ. وإذا كانت الأعيان التي يحل… نور لوستل »
يمكن ان الامريكيون اتفقوا مع الاماراتيون في هذا الامر جديدا , فلهذا اعلنو هذ الاعلان بعد عشرين سنة
هر هغه مواد چ نشه لرونكي او معتادونكي وي د بشر لپاره ضرر لري او له جورولو خرسولو او استعمالوو سخه يي بايد دده وشي او په جامعه كي پرينخودل شي