د سولې څارستاسو نظرنظــر

پر بنديانو ظلم او وحشت د سولې پر ضد د اشرف غني رژيم د بد نيتۍ ښکاره دلیل دی

وهندوی هوسا غلجی

په داسې حال کې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسليک وروسته نور مياشت پوره کيږي او ټاکل شوې وه، چې د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پيل شي، خو د اشرف غني په مشرۍ د کابل حکومت نه يوازې دا، چې تر اوسه يې بین الافغاني خبرو ته بشپړ چمتووالی نه دی ښودلی، بلکې د شته فرصتونو د له منځه وړلو او ضايع کولو ښکاره هڅې کوي.

د لوړې له مراسمو وروسته اشرف غني وويل، چې سوله اوږدمهالي پلان ته اړتيا لري او تر اوسه په يوه او بله بهانه د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

يو ځل يې وويل، بنديان نه خوشې کوي، بیا يې وويل په مشروط ډول يې خوشې کوي، خو چې کله د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بنديانو په خوشې کولو ټينګار وکړ، ده هم تياری وښود.

اوس چې يوه لور ته ټوله نړۍ او افغانستان له کرونا سره په مبارزه اخته دی او د نورو هېواد سربېره د هېواد په زندانونو کې وضعيت ترينګلی دی او بل لور ته د سولې په موخه د زندانيانو د خلاصون وخت رارسېدلی، حکومت نه يوازې دا چې له بنديانو سره د کرونا ويروس په اړه همکاري نه کوي، بلکې له تېرو درې ورځو راهيسې يې په بګرام کې پر تش لاسو زندانيانو داسې وحشت او ظلم پيل کړی، چې هېڅ ساری يې نه ليدل کيږي او تر اوسه د يو بندي د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.

ټاکل شوې وه نن د طالبانو د بنديانو کميسيون استازي بګرام امريکايي زندان ته لاړ شي او د بنديانو د خلاصون چارې پيل شي، خو حکومت په دغسې يوه حساس وخت کې پر بنديانو ظلمونه او وحشت پيل کړی دی.

تر دې وړاندې د څرخي پله زندانيانو هم ويلي و، چې د څلورو زرو کسانو په بلاکونو کې تر لس زرو زيات کسان بنديان دي، د بنديانو د پايوازي نظام بند شوی، د پاکۍ او روغتيا په اړه هم حکومت هېڅ ګام نه اخلي.

بنديانو ويلي و که د زندان وضعيت ته جدي پاملرنه ونه شي، ښايي د کرونا ويروس له امله بشري ناورين رامنځته شي او بیا به يې قابو کول ستونزمن وي.

وړمه ورځ هم په خواله رسنيو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د کرونا ويروس له امله يو زنداني وفات شوی، خو حکومت لا هم په دې اړه د مسؤوليت احساس نه کوي.

د ایران او پاکستان په شمول ګڼو دولتونو د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې لسګونه زره بنديان خوشې کړي، خو د اشرف غني حکومت لا هم په دې اړه ناغېړي کوي او د بنديانو د خلاصون پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

حکومت ته په کار وه، چې په داسې حساس وخت کې يې د خپلې نېک نيتۍ ښکارندويي کړې وای، له بنديانو سره يې داسې چلند کړی وی چې د حکومت پخواني ظلمونه يې هېر کړي وای؛ خو نه يوازې دا چې چلند يې ښه کړی نه دی، بلکې خپل وحشت او ظلم يې نور هم زيات کړی او په لوی لاس د سولې رامنځته شوی فرصت په جګړې بدلولو هڅه کوي.

د حکومت له دې کړنو ښکاري چې په هر قدم کې په هره بيه د سولې شته فرصت د لمنځه وړلو هڅه کوي او غواړي چې دا طلايي چانس د خپل قدرت قرباني کړي او هېواد د اوږدې مودې لپاره د جګړې په اور کې وسوځوي.

طالبانو هم خبرداری ورکړی، که حکومت په دې حساس وخت کې پر بنديانو له ظلمونو او وحشته لاس وا نخلي، دوی به پر پوځي غبرګون فکر وکړي.

که امريکا، ملګري ملتونه، بشري ټولنې او د افغانستان سولې پروسه کې ښکېل دولتونه د حکومت له لوري پر بنديانو د روان وحشت مخنيوی ونه کړي، ښايي د سولې رامنځته شوی فرصت ضايع شي او پړه به يې ټوله د اشرف غني حکومت او د هغه د ملاتړو پر غاړه وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close