
فارن پاليسي: د اشرف غني حکومت هم د نجيب د رژيم په څېر له بهرنيو مرستو پرته دوام نه شي کولی
نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۹ل): فارن پاليسي خپرونې د امريکا له لوري د اشرف غني پر حکومت د يو ميليارد ډالرو مرستو کمولو په اړه ليکلي، چې اوسنی حکومت درې لسيزې مخکې د کميونيسټ نجيب الله له رژيم زيات پر بهرنيو مرستو ولاړ دی.
د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه او پخواني ډيپلوماټ بارنيټ روبين فارن پاليسي ته په دې مقاله کې ليکلي، د تېرې پېړۍ په ۱۹۸۹ کې، چې شوروي عسکر له افغانستانه ووتل، مجاهدين د هېواد پر لويو لارو او ښارونو واکمن شول، خو کله چې د پخواني کميونسټ ولسمشر نجيب الله پر حکومت بهرنۍ مرستې بندې شوې او بهر ته د طبيعې ګازو صادرات هم بند شول، په ۱۹۹۲ کال کې حکومت سقوط وکړ.
د ليکوال په وينا د بهرنيو مرستو له بنديدو وروسته د دولتي عسکرو تنخواوې بندې شوې، چې په پایله کې يې ډېری عسکرو خپلې دندې پرېښودې او يا يې هم ځانونه مجاهدينو ته تسليم کړل چې بالاخره د ۱۹۹۲ په اپرېل مياشت کې د کميونيسټ نجيب حکومت نسکور شو او مجاهدين کابل ته ننوتل.
بارنيټ روبين وايي، د افغانستان اوسنی حکومت د نجيب له رژيم زيات پر بهرنيو مرستو ولاړ دی.
ليکوال دا مقاله وروسته له هغه خپره کړې، چې تېره اونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي په موخه کابل ته راغلی و او هڅه يې وکړه چې دواړه په ګډ حکومت سره راضي کړي خو په خپلو هڅو کې ناکام شو او له کابله نهيلی ستون شو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، د اشرف غني او عبدالله اختلافات د امريکا ملي ګټو ته ګواښ دي او له همدې امله يې پر حکومت د يو مليارد ډالرو مرستو بندولو پرېکړه کړې او ويلي يې دي، چې راتلونکي کال ته به هم ورته ګام پورته کړي.
بارنيټ روبين وايي، اوسنی حکومت درې لسيزې وړاندې د کميونسټ ولسمشر نجیب الله له حکومت زيات پر بهرنيو مرستو ولاړ دی او هغه، چې د بهرنيو مرستو له بنديدو سره سقوط وکړ، اوسنی حکومت هم پر خپل حال نشي پاتې کېدای.
محترمه لیکواله دتا خبری سمی دی مگر انصاف حه وایی دکرامو طالبانو په خکله خو حه نه دی ویلی لکه چی هغوی لکه بلا تشبه دبدر په غذا کی خدی جب عظمته اشاره کری مومنانوته (چی زه تاسو ته فرشتی در ولیزم بالف ملا تکته مردفین) کرامو طالبانوته یواحی فرشتی هغوی ته سلاح او مهمات وخوراکی شیا رسوی نورگرده خلک له دغه نعمت محروم دی لکه چی دتا سو په فکر نور گرده خلک ملحد شوی دی اومباح الدم دی که طالبانوته دغه فرشتی خپل کمک قطع کری بیا به حنگه شی طالبان هم ددی فاسد دولت په سرنوشت هم… نور لوستل »