افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر غني او عبدالله خپل سیالان بللي او د مذاکراتي ټيم له جوړولو یې مننه کړې

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» د ګډ حکومت پخوانیو مشرانو اشرف غني او عبدالله ته چې اوس هر یو ځان ولسمشر بولي، د خپلو سیالانو خطاب کړی او له هغوی یې غوښتي، چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

پمپيو پر خپل ټویټر باندې د غني او عبدالله انځورونه خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي « زه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټیم د ټاکلو له امله له خپلو افغان سیالانو مننه کوم، د زندانیانو د خلاصون موضوع ته د هغوی ژمنتیا ستایم او د سولې او بیا رغونې په برخه کې یې هڅې د تقدیر وړ بولم.»

نوموړي زیاته کړې « زه له تاسو هیله لرم، چې د یوه همه شموله حکومت د جوړولو په برخه کې هم ورته ګامونه واخلئ، هغه ګام چې د افغانانو راتلونکې ورسره روښانه کېدلای شي.»

د ارګ مذاکراتي ټيم چې درې ورځې وړاندې اعلان شو، یو ویشت تنه غړي لري او مشري یې د ملي امنیت پخواني رییس «معصوم ستانکزي» ته سپارل شوې. دغه ټیم چې د ګوندونو ډېر محدود او «غیر مؤثر» اشخاص پکې شتون لري د سیاسي ګوندونو له لوري رد شو او یاده شوه، چې جوړ شوی مذاکراتي ټیم له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره مذاکراتي ټيم رد کړ او د یوه داسې ټیم د جوړولو غږ یې وکړ، چې د ټولو لورو استازیتوب وکړي.

د طالبانو په خبره، حکومت د یوه افغان لوري په حیث په دې خبرو کې ګډون کولای شي او  ټیم باید د ټولو افغان جهتونو استازیتوب وکولای شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

يوه خبره د مايک پمپيونه پاتي ده چه دوي يي نه يواځي سيالان دي بلکي شريکان يي هم دي هم پردغي دنياکي او هم پر بلي کي.

عبدالواحد

داشرفغنی هره بیلاری دامریکاترپردی لانی هدایت دۍ وګورۍ دافغانستان سیاسی ګوند ونه اوطالبان دحکومت ټاکلۍ ټیم نالایقه بولی ولی امریکایی تائیدکوی ښکاره معلومه ده هغوی دملک مشکل نه پیژنی اونه یی تجربه لری فقط یوګدوډه حالت را منځته کوی چه بینل افغانی خبری اوناسته ناکامه سی اوطالبان بیاوجنګ ته اړباسی اوناټوته بیادمداخلی موقع برابره سی – عبدالواحد اڅګزۍ

محمد

پمپو عاجزي كري ده چ عبدالله او غني د زان سيالان بللي زكه دا به د عبدالله او غني لپاره د اعزاز خبره وي چ د پمپو مرتبه حاصله كري گني د عبدالله او غني مرتبه له خليلزاد بيچاره چ په پردي ديگ سر خكته كري ده پورته نده چ ځان أمريكي الأصل مخلص خدمتگتار بولي او د آمريكينو لخوا چڼی وهي

جمیل

دا شوده پمپیو پدی نه و خبر چی طالبان غلام دولت سره خبری او مذاکرات نکوی او نه یی هم په رسمیت پیژنی ، خامخا خبر و لکه د ۵۰۰۰ بندیانو په خلاصون چی خبر و ، خو دا دشیطان لعین حزبیان صداقت نه پیژنی کنی شیطان لعین یی بیا د خپل حزب څخه شړی .
لمړی باید ۵۰۰۰ بندیان خلاص سی بیا پر لستو خبری وسی .

محمد

پمپو عاجزي كري ده چ عبدالله او غني د زان سيالان بللي زكه دا به د عبدالله او غني لپاره د اعزاز خبره وي چ د پمپو مرتبه حاصله كري گني د عبدالله او غني مرتبه له خليلزاد بيچاره چ په پردي ديگ سر خكته كري ده پورته نده چ ځان أمريكي الأصل مخلص خدمتگتار بولي او د آمريكينو لخوا چڼی وهي

محمد

خليلزاد چ د شوروي مجاهدينو له دوره حتي له پلاره د امريكا خاص اجنت او د امريكا او مجاهدينو تر منز مهم ارتباطي وو د هغه سيال هم ندي غني او عبدالله بلكه تر خليلزاد هم د غني او عبدالله رتبه خكته ده زكه چ د غني او عبدالله تر منز جورخت خليلزاد كوو او دا اصول ده چ د خكتي مرتبي والا هيسكله د پورته مرتبي والاوو منز كي جورخت نشي كولاي دا مظلوم او لاره وركه در په در ملت ده چ پر هغه باندي داسي ع او غ غوندي بي فكره بي وجدانه راج چلوي

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close