نظــر

له امریکا سره مذاکراتو کې د طالبانو دوه مهمې او بريالۍ نکتې

عبدالرحمن “کافي”

له هغه پیله چې له امريکايانو سره د اسلامي امارت له لوري د مذاکراتو پړاوونه شروع شول بیا ترپايه نسبتاً له طالبانو څخه د امريکايانو سفرونه څو چنده زیات وو او د هغوی په دريځ کې هم وخت په وخت بې کچې تغییر راغلی، غوښتنې او شرائط يې هم بدل شوي او د مذاکراتو میز ته یې د مذاکراتي ټیم پرسونل هم بیا بیا تغیر شوی خو په مقابل کې يې د طالب چارواکو د سلا مشورو لپاره رسمي سفر یو ځل ترسره شوی او دريځ يې له اوله تر اخره هماغه یو دريځ وو چې په هيڅ کې یې  تغیر رانغلو او د مذاکراتو ټیم يې هم هماغه یو ټيم وو چې له شروع څخه بیا تر لاسلیکه تبدیل نه شو.

د اسلامي امارت ټول مسئولین په خاصه توګه او عام مجاهدين او افغانان په عامه توګه په دې باور وو چې دا مذاکرات به حتماً یوه نتیجه ورکوي او بریا به هم د اسلامي امارت په برخه وي خو له لاسلیک وروسته ټولې نړۍ ته معلومه شوه چې امریکا نه يواځې په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې او په تېښته درومي بلکه په سياسي ډګر کې يې هم ستره ماته وخوړه او له خپلې رسوايي پرته بل څه په لاس ورنغلل ، آن ځینو داهم ولیکل چې امریکا د خپل ذلت او شرمنده ماتې ليکلی سند طالبانو ته په لاس ورکړ .

په روان جریان کې دواړو خواوو قدم په قدم په هرڅه کې ډير په دقت له یوبل سره سيالي کوله، یو اړخ هم تنزل ته په آسانۍ نه وو تیار او نه یې دا منلای شوای چې کمزوری ښکاره شي، معمولي نکتو ته به هم ګوته نیول کیده او له یوبل سره به پرې بحث او مباحثه واقع کیدله خو بیا هم امريکا یو مخیزه ناکامه بلل کيږي.

زما په آند دوه مهمې نکتې نورې هم داسې شته چې طالبان پکې بريالي او امریکا پکې سرټیټې ده، ښايي د چا ورته فکر نه وي او یا به د ځينو خلکو ورته پام شوی وي خو تراوسه چا په دې اړه څه نه دي ویلي هغه دا چې:

۱- د طالبانو له لوري د مذاکراتو ټوله پروسه د مذاکراتي ټیم لخوا په مخ وړل کیده او نور چارواکي له بعضې مشورو پرته چندان پکې دخیل نه وو بلکه په خپلو کارونو مصروف وو او خپله د طالبانو مشر «شيخ هبة الله اخندزاده » خو ترپايه یوه خبره هم ونه کړه بلکه ټول کار يې سیاسي معاون او راښکته چارواکو په مخ بیولو چې متقابلاً د امريکايانو ټولو لویو چارواكو منډې ترړې وهلې، اعلاميې يې ورکولې او ناقراره به وو او خپله ټرمپ به هم مستقيماً هره لحظه ناقرار او ذهناً ورسره مصروف وو، خبرې به یې کولې، وارخطا وو او ډیری سفرونه یې وکړل.

۲- د لاسليك د مراسمو لپاره د طالبانو هماغه چارواکي ورغلل کوم چې له پخوا څخه هلته موجود وو خو د امریکا خارجه وزیر (پمپيو) ځانګړی سفر ور وکړ او هلته د مراسمو په مهال د طالبانو لخوا یوازې یوه تن (ملابرادر) هم خبرې وکړې او هم یې تړون لاسلیک کړ خو د امريکا لخوا دوه کسان وو چې خارجه وزیر (پمپیو) خبرې وکړې او ځانګړي استازي (خليلزاد) لاسليك وکړ ؛ نو په دې توګه دواړه ځایه سيالي طالبانو وګټله او امريکا بایلوده.

حمل ۱۳۹۹ هش

کابل

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close