نظــر

له اشرف غني څخه جدی هیله!

پروفيسور عبدالخالق رشيد

ښاغلیه! که چیرې ته افغانستان ولسمشر نه یې، باور وکړه چې ستا پښتو ژبې ته به غوږ هم ونه نیسم او په یوه علمي او ادبي غونډه کې به ځای هم درنه کړم.

په کومه ژبه چې ته غږېږي، که زما هندي زده کوونکي دا ډول خبرې وکړي، باور وکړه چې له سلو به یوازې د کامیابۍ څلویښت نمرې ورکوم.

زما سره ستا د پښتو ژبې په برخه کې د لياقت نمرې همدومره دي.

ښاغلی ډاکتره!
ته او موږ ټول پوهیږو چې اوس موږ ناچار یو چې ستا دغې ګلدارې پښتو ته هم غوږ ونیسو، ځکه چې دغه ړانده ملت ته له نا چارې ورځې رامخ ته کړې او د دوی د اصلي ارادې خلاف په بشپړ تقلب د افغانستان پر ګدۍ، د یوه زورور نړیوال ځواک په مرسته کیناستې، خو دا حق نه لرې چې زموږ ژبې ته په خپل پردي پالي دربار کې دویم ځای ورکړې او یایې اهمیت را کم کړې، دا دملت حق دی.

که چیرې دغه ټکي ته تاسې او ستاسې درباریان پاملرنه ونه کړې، موږ نا چار یو چې ستا پر ضد یو پراخ مدني، فرهنګي حرکت له همدې امله چې ته او ستا دربار د پښتو ژبې څرګند سپکاوی کوي، د هغې په وړاندې یو څرګند تبعيضي چلند پرمخ بیايي او ددې وطن د اکثریت ملي ژبې په توګه یې درناوی نه لرې، را پیل کړو او ستا فرهنګي پالیسي چې دهغې د تحقق له پاره دې بې فرهنګه او نادان کسان اجیر کړي او نه پوهیږي چې پښتو په افغانستان کې کوم موقف باید ولري په ملي اونړیواله کچه رسوا او وغندو.

ښاغلی ډاکتر غني!
له هرڅه سره دې لوبي پیل کړي، هیواد دې نور د نړۍ په وړاندې د ورکې، بدنامې لوړې کندې ته وراچولی دی، هیله من یو چې له پښتو سره او د پښتو په وړاندې نور دغې بي تفاوتۍ او دغې ملي ضد تګلارې ته د واکمنۍ له ملي ستیجه «ولسمشرۍ»دوام ورنه کړې او په دغه اړه خپله ملي او پښتو ضد پالیسۍ، بي توپیرۍ او د دښمنۍ تګلاره پای ته ورسوئ.

په درناوي

پروفیسور عبدالخالق رشید
د پښتو ژبې استاد او لیکوال

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close