دیني، سیرت او تاریخ

په کور کېناستئ او په امتحان مو صبر وکړ، د هر مسلمان لپاره د یو شهید اجر دی

حمزه حسیني

مرضونه او مصیبتونه د الله تعالی له جانبه وي، کله چې بنده ګان د الله تعالی له اوامرو سرغړونه شروع کړي او له الله جل شانه یې رجوع قطعه شي؛ نو الله تعالی په خپلو بنده ګانو امتحان او ازمایش را ولي تر څو بنده ګان و خپلو کړنو ته متوجه شي او بېرته الله تعالی ته رجوع وکړي.

موجوده کرونا ویروس د الله تعالی له جانبه امتحان او مصیبت دی، که مو صبر ورباندې وکړ د ډېرو اجرونو خاوندان به شو او که الله مه کړه بې صبري مو ورباندې وکړه له اجرونو او ثوابونو نه به بې برخې شو.

ددې ویروس د مخنیوي لپاره د طب پوهانو توصیې باید عملي کړو، تر څو ژوند ته بقا ورکړو او له هلاکت نه وژغورل شو؛ که احتیاطي تدابیر په ښه توګه عملي کړو، که بیا هم په دغه مرض اخته شو (الله تعالی مو دې ترې وساتي) یقینا مأجور به یوو.

مسلمانانو وروڼو او خویندو!!! تاسې وګورئ مېږتون/مېږی له مونږ او تاسې ډېر پوه نه و، خو کله یې چې خطر محسوس کړ نو خپل قوم ته یې وویل: ”قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ.“ سورة النمل (18)

ژباړه: وویل د مېږیانو ملیکې ای مېږتنو!!! خپلو کورونو ته ننوځئ، چې سلیمان علیه السلام او د هغه لښکر مو پای مال نه کړي په داسې حال کې چې هغوی به خبر هم نه وي.

نو مونږ او تاسې ته هم په کار دي، چې څه نا څه احتیاط وکړو، د نظافت خیال وساتو، له ګڼې ګوڼې ګوښه شو، په خپلو کورونو کېنو، د الله تعالی ذکر وکړو، استغفار ووایو، په خپلو تقصیراتو توبه وباسو، الله تعالی ته رجوع وکړو او د هغه اوامر عملي کړو تر څو له دغه عذابه نجات پیدا کړو.

په یو حدیث شریف کې راځي، رواي ددې حدیث ام المؤمنین حضرت عائشه رضي الله عنها ده، هغه وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم نه د طاعون باره کې پوښتنه وکړه، نو رسول الله صلی اله علیه وآله وسلم ماته خبر راکړ، چې دا یو عذاب دی، الله تعالی دغه عذاب لیږي چاته یې چې خوښه شي، نو دغه عذاب د مؤمنانو لپاره رحمت ګرځوي، که یو سړی په طاعون مبتلاء شي، په خپل کور/ښار کې یني/درنګ تېر کړي، صبر کونکی او د ثواب غوښتونکی وي او په دې پوهیږي چې ده ته نه رسیږي مګر هغه څه چې الله تعالی ورته لیکلي وي؛ نو ددې کس لپاره به د یو شهید هومره اجر وي.

عن عائشة رضي الله عنها قالت: سألت رسول الله ﷺ عن الطاعون فأخبرني رسول الله ﷺ (أنه كان عذابا يبعثه الله على من يشاء فجعله رحمة للمؤمنين ، فليس من رجل يقع الطاعون ، فيمكث في بيته صابراً محتسبا ، يعلم أنه لا يصيبه إلا ما كتب الله له إلا كان له مثل أجر الشهيد “. صحيح رواه أحمد (26139) وقال الشيخ احمد شاكر صحيح ، والبيهقي في الأسماء والصفات (ح٣٠٣ص ٣٧٦) وهو صحيح رجاله كلهم ثقات ، ورواه البخاري(٥٤٠٢) بلفظ (فيمكث في بلده) بدلاً من بيته.

همدغه پورتنی حدیث د مسلمانانو لپاره ستر زېری دی، ځکه حدیث کې راغلي، چې ددې عذاب په وخت کې په خپل کور/ښار کې سکونت اختیار کړي او د ثواب غوښتونکی وي نو الله تعالی به د یو شهید هومره اجر ورکوي، نور دا نه دي ویل شوي چې له دې عذابه مړ شي بیا به د یو شهید اجر ورکول کیږي او که مړ نشي د یو شهید اجر به نه ورکول کیږي، بلکې په دواړو حالاتو کې دغه کس د یو شهید هومره اجر خاوند شو، خو شرط پکې همدا دی چې په خپل کور/ښار کې واوسي او بهر بې ضرورته را و نه وځي.

قال ابن حجر رحمه الله في الفتح: “اقتضى منطوقه أن من اتصف بالصفات المذكورة يحصل له أجر الشهيد وإن لم يمت ” . [فتح الباري (١٩٤/١٠)]

حافظ ابن حجر رحمه الله هم په فتح الباري کې فرمایي: چې د پورتني حدیث منطوق دا تقاضا کوي چې څوک په مذکوره صفتونو (چې پورتني حدیث کې ذکر شول) متصف شي؛ نو ده ته به د یو شهید هومره اجر حاصلیږي اګر که په هغه عذاب نوموړی مړ هم نشي.

محترمو مسلمانانو وروڼو او خویندو!!! زمونږ او تاسې په هر حالت کې ګټه ده، که مصیبت راته ورسیږي او صبر ورباندې وکړو؛ نو الله تعالی ثوابونه راکوي او که نعمتونه راته ورسیږي او شکر ورباندې وکړو؛ نو بیا هم الله تعالی ثوابونه راکوي، ډېر د شکر ځای دی چې رب العلمین مسلمانان پیدا کړي یوو، باید په خپلو ګناهونو توبه وباسو او نور د ښو اعمالو کولو هوډ وکړو ان شآء الله چې دغه موجوده عذاب به الله تعالی بېرته رانه لرې کړي.

یوه خبره ډېره اړینه ګڼم، هغه دا چې کوم ښار یا کلی قرنطین وي، باید مالداره خلک د هغه کلي یا ښار په یتیمانو، بې وزلو او فقیرانو نظر وساتي، خوراکي توکي دې ورته واخلي الله تعالی به یې د بې شمېره اجرونو خاوندان کړي په همدې هیله.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close