دیني، سیرت او تاریخ

د علماوو تر منځ د اختلاف په صورت کې د چا پر قول عمل پکار دی؟

ژباړه: مولوي رشید احمد انقيادي

کله چې د اهل حق علماوو تر منځ اختلاف راشي نو په داسې حال کې خپل آخرت مخ ته کښيږدئ او وګورئ چې له اختلاف کونکو علماوو څخه چې د کوم يوه پر علم، تقوى او په دين کې د هغه پر مهارت ستاسو ښه اعتماد او باور وي، د هغه خبره او قول را واخلئ او عمل پرې وکړئ، مګر د مقابل لوري علماوو سپکاوى او توهین او پسخند وهل باید ونه شي.

حضرت مفتى محمد شفیع رحمه الله په معارف القرآن کې ليکي چې “ډېر کسان په دې حقیقت نه دي خبر چې دوى د مذهبونو فقهاوو او حق علماوو فتواوو ته هم د حقارت په نظر ګوري، له هغوى څخه دا خبره اوريدل شوې او اورېدل کيږى چې دلته خپله د علماوو اختلاف دی اوس نو موږ د چا خبره ومنو؟ او پر کومه خوا ولاړ شو؟

حال دا چې خبره ښکاره ده لکه څنګه چې د يو ناروغ او نارړغۍ په اړه د ډاکټرانو اختلاف شي نو هر کس د دې هڅه کوي چې دا معلوم کړي چې په دې ډاکټرانو کې کوم يو ښه ماهر او تجربه کار دی يا په يوه دعوه کې چي د وکيلانو اقوال مختلف شي نو هم هر څوک کوشش کوي چې دا معلوم کړي چې په دې وکيلانو کې کوم يو ښه ماهر او تجربه کار دی نو د هغه پر خبره عمل کوي په داسې حال کې چې دهغه بل ډاکټر او وکيل سپکاوى او توهين نه کوي. بعينه داغه اصول بايد په ديني مسایلو کې هم د اعتبار وړ ورګرځول شی. کله چې د علماوو اقوال مختلف شي نو هر سړی دي وګوري چې په دې علماوو کې د کوم يوه تقوا پر هيزګاري او په دين کې مهارت زيات وي او د دوى د هغه پر علم اعتماد هم وي نو د هغه عالم خبره دي راواخلي او عمل دي پرې وکړي. خو د مقابل لوري له توهين او سپکاوي څخه دي هم ښه په کلکه ډډه وکړي.”

حافظ ابن القيم رحمه الله په” اعلام الموقعين “کې نقل کړي دي چې د ماهره(ځيرک او ښه) مفتي انتخابول او د اختلاف په صورت کې د هغه چا پر قول عمل کول چې د ده په نزد په علم او په تقوا کې تر دا نورو زيات وي دا هر صاحب معامله مسلمان کار دی. د هغه عام کس دا کار نه دى چې د علماوو او مفتيانو په اقوالو کې يوه ته تر بل ترجيح ورکړي ليکن دا بيا د ده کار دی چې په مفتيانو او علماوو کې د هغه چا پر قول او فتوى عمل وکړي څوک چې د ده په نزد تر نورو ښه پر هيزګار وي او په علم کې تر نورو زيات وي. خو په دې شرط چې د دا نورو علماوو توهین او سپکاوى ونکړي. له داسې عمل کولو وروسته بيا دا کس خلاص دی که يو چا په حقیقت کې هم غلطه فتوا ورکړې وه نو ذمه دار يې فتوا ورکولو والا کس دى نه دا سائل.

(معارف القرآن جلد دريم صفحه 365او 366)
مأخوذ :آداب الاستفتاﺀ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close