افغانستانسولې اړوند خبرونه

وحید عمر: طالبان دې زموږ په پلاوي نیوکې نه کوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۹ل): د عامه او ستراتيژيکو اړیکو په برخه کې د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» وایي، بین الافغاني مذاکراتو ته ددوی له لوري ټاکل شوی ټيم د افغانستان د ټولو اقشارو استازیتوب کوي او سیاسي اجماع ورباندې شتون لري.

وحید عمر چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، ادعا وکړه، ددوی له لوري ټاکل شوي ټیم کې د بېلابېلو اقشارو او فکرونو خلګ راټول شوي او کامله اجماع ورباندې شتون لري، نو ځکه دده په خبره، طالبان دې په دې ټيم باندې نیوکې نه کوي.

عمر له طالبانو وغوښتل، چې بین الافغاني مذاکراتو ته له خپل لوري یو صلاحیت لرونکی پلاوی وټاکي، خو تر څنګ یې ګواښ هم وکړ، که طالبان ددوي په ټیم باندې نیوکې کوي، دوی به هم د طالبانو د ټيم په اړه ملاحظات وړاندې کړي.

نوموړي ددې تر څنګ یو ځل بیا ټینګار وکړ، ددوی له لوري ټاکل شوي مذاکراتي ټیم به د افغانستان په استازیتوب باندې خبره کوي او که طالبان ورسره توافق ونکړي، د سولې په پروسه کې به وړاندې تګ ممکن نه وي.

وحید د طالب زندانیانو د خلاصون مسئله د طالبانو په ښه نیت او د بین الافغاني مذاکراتو په پیل پورې مشروطه وبلله او یاده يې کړه، چې د بندیانو خلاصون د سولې پروسې یوه مشروطه برخه ده.

وحید عمر داسې مهال د خپل حکومت له لوري ټاکل شوی ټېم جامع او همه شموله بولي، چې طالبانو تېره ورځ ددې ټیم په اړه خپل ملاحظات وړاندې کړل او جوړ شوی ټیم یې غیر جامع وباله.

طالبانو ټینګار وکړ، چې دوی له هغه ټیم سره خبرو ته چمتو دي، کوم چې د ټولو افغان لورو استازیتوب وکړای شي.

د طالبانو تر څنګ د حکومت بین الافغاني مذاکراتي ټیم د سیاسي ګوندونو له لوري هم رد شوی او حتی ددې ټیم غړي يې هم په اړه نیوکې لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

زما په اند : طالبان کرام دی د غلامانو په مذاکراتی ټیم خپل کران وخت نه ضایع کوی او نه دی هم کومه تبصره پر کوی بس همدا دی وایی چی لمړی باید ۵۰۰۰ طالب بندیان خلاص سی .
وخت د غلامانو په ګټه نه خو د طالبانو په ګټه دی څومره چی دا پروسه ځنډیږی هغومره د اشغالګرو د پوره تیښتی وخت رانیژدی کیږی او غلامان به نور هم وهم او بیره ونیسی بیابه هرڅه بیله قید او شرطه منی .
دوی پریږدی چی غاپی ، د سپی په خوله دریاب نه مرداریږی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close