نظــر

کورونا وايروس د چین په نسبت امریکا ولي ډېره وځپل؟

عزام مهاجر

د دې دعوې تر څنګ چې کورونا وایرس د چین د ځپلو لپاره د امریکا له لوري خپور شوی، دا سوال راپیدا کیږي چې ولي بیا د چین په نسبت امریکا ډېره د دې وایرس په لومو کې ګیر ده او ولي یې د نوري نړۍ په نسبت هلته خلګ په پراخه کچه وځپل؟

د دې پېښې اصلي علتونه ښايي په راتلونکي کې لا څرګند شي، خو حالاتو او رسنیو ته په کتلو په ممکنه ډول یې ځواب داسې کېدی شي چې:
که څه هم د وایرس لومړی هدف چین ګرځول شوی و، خو وایرس اوس د امریکا له کنټرول څخه ووت. په نړۍ کې په پراخه کچه د خلګو تګ راتګ، د پر ځای اقدام کولو نه شتون، د خلګو بې باکي او د امریکایي حکومت غفلت ځینې هغه لاملونه دي چې امریکا یې د دې وایرس داسې حالت ته ورټېل وهل چې اوس د نړۍ د مخکښو وایرس لرونکو هیوادونو څخه بلل کیږي.

مثلا:
چین د وایرس د خپرېدلو سره سم نړیوال پروازونه بند کړل؛ د چین لوی لوی ښارونه لکه ووهان او بیجینګ په بشپړ ډول د خلګو پر مخ وتړل شول، خلګ له دباندې ګرځېدلو څخه په کلکه منع کړای شول تر داسې چې د قانون نه منلو په صورت کې د نقدي جرمانې تر څنګ بدني سزا هم خلګو ته ورکول کېدل؛ په تیزي سره یې د تداوۍ او د ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې تر داسې چې د اونیو غوندې لنډ وخت کې یې بشپړ روغتونونه ودان کړل چې د ضرورت له هر څه موادو څخه برخمن و، د دې تر څنګ نور بې شمېره احتیاطي تدابیر او اقدامات…. د دې سبب شول چې په چین کې ناروغي په بشپړ ډول کنټرول کړي او د ناروغانو د مثبتو پېښو کچه له زرګونو صفر ته راټیټه شې، آن دا چې اوس د چین په لویو ښارونو کې تګ راتګ ایله شوی او ښارونه د خلګو پر مخ خلاص دي.

د مثال په ډول روسیه اخلو. سره د دې چې روسیه ۱۴۶ ملیونه آبادي لري او د چین سره یو اوږد یعني ۲۶۰۰ میله سرحد لري، هلته د کورونا وایرس مثبتې پیښې په سلګونو کې دي. یعني دومره لږ چې په نه شتون شمار دي. دا د روسیې له لوري د پر وخت اقدام مثبته نتیجه ده، ځکه چې روسیې چې کله د ناروغۍ تأثیر ولید نو د جنوري پر ۳۰ نېټه یې لا د چین سره خپل ټول بارډرونه بند کړل او خلګو ته یې په پراخه کچه قرنطین ځایونه تیار کړل. د خلګو یې په پراخه کچه ازموینه کول او له چین، ایران او جنوبي کوریا څخه ورتلونکي خلګ یې په کلکه پر هوایي ډګرونو پلټل او ازموینه یې کول.

خو برعکس امریکا داسې هیڅ ونه کړل. امریکا ته پروازونه د وایرس له نړیوال کېدلو وروسته هم ایله وو تر داسې چې فقط دوه نیمې اونۍ مخکې یې صرف د هغو خلګو پر وړاندې پروازونه بند کړل څوک چې یورپي پاسپورټ لري. مطلب دا چې که کوم امریکایي طبعه کسان په هر یورپي هیواد کې میشت وای، کولای یې شوای چې پرته له کوم قید او شرطه امریکا ته سفر وکړي. دا په دې مانا چې د چین او روسیې د پروازونو له بندولو وروسته هم له میاشتي تر زیات وخت پوري امریکا ته پروازونه ایله و.

همداراز د امریکا د خلګو بې باکې هم د دې سبب شول چې هلته وایرس په پراخه کچه خپور شي. د نیویارک په څیر د ګڼې ګوڼي ښار هغه چې په«نه وېدېدونکې ښار» مشهور دی، آن تر بېخې لږ وخت مخکې پوري هماغسي د ګڼې ګوڼي او رش مرکز وو، د خلګو تګ راتګ آزاد، دوکانونه او مارکیټونه خلاص او کاروبار په خپل اوج کې و، چې د وایرس انتقال ته یې په ښه پراخه کچه زمینه برابره کړې وه او له همدې امله یې د امریکا تر ټولو ایالتونو نیویارک سخت وځپی تر داسې چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ننی خبر و چې په نیویارک کې امبولانسونه داسې مصروف دي، لکه د 11/9 په ورځ. د امریکا یو بل ایالت کیلیفورنیا چې سمندري ساحل یې خورا شهرت لري، د خلګو د بیړ وباړ مرکز و. پر ساحل د لامبو او لمر اخیستنې چاري داسې فعالي وې لکه بیخي چې د وایرس هیڅ وېره د خلګو سره نه وي. تر داسې چې په نړیواله کچه یې پر والي نیوکې وشوې چې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه کوي او د خلګو پر آزادانه تګ راتګ او غونډو یې هیڅ ډول بندیزونه نه دي لګولي.

دا هر څه د دې لامل شول چې په امریکا کې وایرس په تیزي سره له خلګو څخه یو بل ته انتقال شي او د ځپل شوو خلګو شمېره تر نورو ځایونو لوړه شي.

له یوه لوري په پراخه پېمانه د وایرس خپرېدل و، او له بل لوري د امریکایي ملي حکومت غفلت و چې د سد باب لپاره یې هیڅ جدي اقدام نه کاوه. د ښارونو والیان حیران دي او اوس هم د ناروغانو په کټونو او آکسیجن ورکونکو ماشینونو پسي نه رسېږي؛ روغتونونه ټول ډک شول او کاروباري کمپنۍ او صنعتي ځایونه په عارضي روغتونونو بدل شول. وایرس په دومره تیزي سره خپرېږی چې روغتونونو والا ته امر شوی و چې له کورونا پرته هر ناروغ چې راوړل کیږي، ځوابوئ یې.

ملي حکومت تر دې حده غافل دی، چې دا اوس تازه د نیویارک والي له ټرمپ څخه د ۴۰۰۰۰ کټونو او آکسیجن ماشینونو غوښتنه وکړه، ټرمپ دا یو مسخره وبلل او ویې ویل چې:« څلوېښت یا دېرش زره کټونه او ماشینونه بیخي زیات دي چې دوی یې غوښتنه کوي، زه باور نه کوم چې دوی دي دومره شیانو ته اړتیا لري.» نوموړي زیاته کړه:«ما مایک پینس ته وویل چې د واشنګټن د والي سره(د دې شیانو اړوند) خپل وخت مه ضایع کوه.» د نوموړي پر دې خبره ډېرو ډاکټرانو نیوکې وکړې او ویې ویل چې ټرمپ لا نه دی پوه چې دی ډاکټر نه دی.

د سپینې ماڼۍ له لوري د کورونا ناروغۍ اړوند ځواب ویونکي او منظمونکي رسنیو ته وویل چې داسې نه ده چې که دوی(والیان یا عمله) د کټونو یا وینټیلېټرونو غوښتنه وکړي، نو بس هغه دي دوی ته ورکول شي، ځکه چې موږ هیڅ دلیل نه لرو(چې دوی دې ته ضرورت لري.)

د یادو عواملو پر اساس امریکا د نورو هیوادونو په نسبت د وایرس په غیږ کې زیاته ګیر شول اوناروغي لا نوره هم په تیزي سره خپریږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
طالیب چارواکیو ته عرض.
ګڼ میشتی ښارونه به له کرونا څخه ډیر غټ تلفات ووینی،د تلفاتو مخنیوی لپاره طالیبان او دولت دواړه باید مسولانه عمل وکړی.
طالیبان باید ښار اوسیدونکیو ته ډاډ ورکړی .چه د ښار اوسیدونکی اذادنه ډول د طالیبانو کنترول سیمو ته د اوسیدولو لپاره راتللی اوسیدلی شی،
طالیبان بریدونه کم .
او د لوی لاری امنیت ته هم اولیت حق ورکړی.
الله ج د ونه کړی.که چیری کرونا په لوی ښارونو کی خپره شی.بیا به یی نه دولت کنترول کړی او نه هم طالیبان،
دولت او طالیبان په ګډه سره د کرونا کنترول مقابله کولای شی.
افغان ولس څلویښت کاله ځپل شوی دی.د الله ج څخه وډار شی ولس په کرونا مه ځپی.
خپل وس کړی،په ګډه یی د نه خپریدو مخنیوی وکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close