نظــر

د طالب او عسکر پرتلیزه څېړنه

عبدالحنان همت

څو ورځې وړاندې مې یوه ویډیو ولیده چې د کابل ادارې یو معیوب عسکر سخت ژاړي له خپله ژونده په عذاب او خپلو مشرانو او ملګرو ته ښکنځل کوي، چې ګواکي دی یې هیر کړی دی، پوښتنه او علاج یې نه کیږي.

په ویډیو کې د عسکر مور پلار او ماشومان هم ژاړي، ویډیو خورا دردونکې او د افغان غمیزې دردوونکی تصویر وړاندي کوي.

دا او دې ورته ويډیوګانې موږ او تاسو تقریبا هره ورځ وینو، خو ټولي د کابل ادارې د عسکرو وي، تر اوسه به مو د کوم طالب شکایت نه وي اوریدلی، چې ووایې ملګرو یوازي پر یښی یم او یا مې علاج نه دی سوی.

په داسي حال کې چې جګړه یوه جګړه ده، که عسکر معیوب کیږي طالبان هم په زرګونو معیوبین لري او امکانات یې هم د کابل له ادارې سره هیڅ د پرتلې وړ نه دي، تر ټولو ستونزمن کار یې دزخمیانو انتقال دی، ډاکټران یې ټول وخت سیار وي، کلینکونه یې اکثره ځایونه پټ وي، وسائل یې په نشت حساب دي، خو بیا هم دا خلګ پر خپل حالت قانع دي، نه یې چا تر اوسه شکایت واورید او نه یې هم په مورال کې کوم بدلون راغلی.

له کله چې د اشغال په وړاندی جهاد شروع سوی تقریبا داسي اونۍ یامیاشت به نه وي تېره سو چې موږ د کابل ادارې د عسکرو په مینځ کې د یوه نفوذي برید شاهدان نه یو، دا نفوذی بریدونه ټول طالبان نه کوي او نه هم ټول پلان سوي، بلکې ډیر وخت دغسي اتفاقي هم پېښیږي، ځکه چې کله یو عسکر له دین او هیواد سره د خپلو ملګرو جفا وویني، یا د خپل مظلوم ولس سره د هغوی او د هغوی د بادارانو ظلم او اهانتي برخورد وویني، یو دم یې زوړ غیرت او وجدان ویښ سي او همغه یې سخت غبرګون ته مجبوره کړي، نو ځکه موږ هروخت د دې شاهدان یو چې یو عسکر پر خپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ را اړولې وي ټول یې وشتلې وي یا زهر ورکړې وي او دی په ډیر افتخار سره تر طالبانو ځان ورسوي.

ایا تر اوسه مو اوریدلې چې کوم طالب دې خپل ملګري شهیدان کړې یا دې اقلا کومه جګړه سره کړې وي؟

بله واورئ، د کابل ادارې عسکر هر وخت شکایت کوي چې موږ ته معاش نه دی راکول سوی، که له دې وروسته زموږ معاش وځنډیږي موږ به خپلو کورونو ته ولاړ سو.

دا ډول له هرې ناکامې جګړې وروسته پړه پر خپلو مشرانو وراچوي چې زموږ مهمات کم سوه دوی پر وخت مهمات نه راته ورسول، دوی هر وخت د غذایې مواد د کمښت شکایت کوي او داسي نور…

ایا کله مو له کوم طالب هم اوریدلې چې ماته ولي څوک معاش نه راکوي او یا اقلا څوک بوټونه ولي نه راته اخلي دا پوره ۱۹ کاله طالب په چپلکو کې په خالی جېب او خالی نس جهاد وکړ خو چا یې تر اوسه هم ګیله وانه وریده، زه ډیر داسي مجاهدین پیژنم چې د جهاد ټول وسائل یې د خپل جېب په پیسو اخستي دي او هلته چې ځي هم ټول مصارف له خپله جېبه کوي.

طالبان سره له دې چې سختې اقتصادي ستونزې لري خو بیا هم تر خپله وسه د شهیدانو له کورنیو او دهغوی له یتیمانو سره مرسته کوي او د هغوی پالنه کوي او ددې لپاره یې مستقل کمیسیون جوړ کړی،
خو تاسو شاهدان یاست چې دعسکرو غرېبې کونډې هم د خپلو پاته سو یو ملکرو له ازاره خلاصي نه دي.

ما د طالب شهیدانو په ډیر جنازو کې شرکت کړی، په ولس کې اوس یو شی بیخي دود سوی چې کله واوري چې دشهید جنازه ده نو که یې شناخت ورسره وي یا نه، که هرڅومره ضرور کار هم ولري په جنازه کې ګډون د تبرک حاصلولو له مخې خاماخا کوي، چې په دې سره د طالب شهیدانو جنازې او فاتحې په خورا بارز توپیر سره له نورو مړو لویې او رنګیني وي، خو تاسو به ډیر لیدلی وي چې د عسکرو جنازې نه کیږي، او که کیږي هم په ډیر نیمګړي حالت کې، اکثره یې د خلګو له شرمه په شپه کې د یوڅو قریبانو په شرکت سره تر خاورو لاندي کیږي، نه یې جنازه وي او نه یې فاتحه.

د کابل ادارې عسکر چې له طالبانو سره زندانیان دي له خپل ژونده سخت شکایت لري آن هغه چې اوس هم په زاړه فکر دي لیونتبوب ته نژدې دي، خو طالب چې د نړۍ تر ټولو سخت زندانونه او تر ټولو سخت تعذیبونه یې وګالل هیڅ تاثیر یې باندې ونه کړ، بلکې ټولو له زندانونو مدرسې جوړې کړي، کوم طالب چې زندان تېر کړی د هغه فکر تر نورو زیات پوخ او خپل هدف ته تر بل هرچا ډیر ژمن وي، دا راز له طالبانو سره چې هرڅوک زنداني سوی ضرور یې د طالب رنګ اخستی او د دوی له چلند او اخلاقو له حده زیات متاثر سوی، آن تر دې چې غیر مسلم یې هم مسلمانان او طالبان سوه، چې ښه بېلګې یې بریتانوۍ خبریاله ایوان ریډلي، برکیډال او ټیموټي ویکس دی.

موږ او تاسو وینو چې په دې تیرو ۲۷ کلونو کې یوه طالب هم له خپل مشرتابه شکایت ونه کړ او نه یې پر هغوی خپله بې باوري څرګنده کړه، خو موږ هره ورځ د مقابل طرف د دا ډول ناندرو شاهدان یو، یوه ورځ ورسره ملګری وي،. صفت یې کوي ایډیال یې وي، بله ورځ یې مرګ ته ناست وي د کابل ادارې په ملکې او عسکرې برخو کې له حده زیاته بې باوري او اختلافات موجود دي، تر دې چې اوس خبره دوو موازي حکومتونو ته هم ورسیده خو طالبان سره له دې چې هم د کابل ادرې، هم نړیوالو قدرتونو او هم د دوی اجیرې میډیا پوره ۲۰ کاله زر، زور او تبلیغات پر کار واچول خو تر پایه هم دطالبانو په واړه انشعاب برلاسي نسول.

لهذا دطالب دې پرتلیزي بر لاسۍ ته په کتلو سره سړی ویلی سي چې طالبان د یوه فکري او تیورک نظام نوم دی چې له هر ډول حالاتو سره د ډغرې وهلو استعداد او توانمندي لري، خو په مقابل کې یې هغه څوک ولاړ دی چې په هیڅ برخه کې هم حساب پرې نسي کیدلی او دوی به ضرور ددغه فکري او فولادي خوځښت په وړاندي ماتیږي.

ان شاءلله
وما ذالک علی بعزیز
عبد الحنان همت

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

همت صاحب ډیره ښه پرتلیزه څیړنه مو کړیده خیرونه مو په نصیب سه .
که مونږ ودی غلبیل او شوړیدلی نظام ته ځیر سو ټوله مصنوعی واکمنان یی یو بلته بد وایی او ښکنځل سره کوی ، دوی هغه فاحشو غوندی دی چی خپل ټول سوریان یی خلاص پریښی وی چی په هر سوری چی هرڅه ورمنډی دوی بیا هم خوښ او خوشحاله وی خو چی پیسی ورکړی .
چیری دا خدای خوارکړی بیهمته او شیطان صفته مړسترګی فاحشی او چیری هغه د ایمان ، د غیرت او د عزت دنګ منارونه .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close