نړۍ

سعودي د حوثيانو د دوو باليسټيکي توغنديزو بریدونو شنډولو ادعا کړې

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۹ل): سعودي چارواکو ادعا کړې، چې د دوی هوايي دفاع ځواک د حوثيانو دوه باليسټيکي توغنديز بریدونه شنډ کړي دي.

د سعودي رسمي خبري اژانس «ايس پي اې» د سعودي په مشرۍ د پوځي ايتلاف د استازي ډګروال محمد الحمادي له قوله ويلي، تېره شپه حوثي ملېشو دوه باليسټيکي توغنديز بریدونه وکړل، خو د رياض د هوايي دفاع ځواک شنډ کړل.

ایران پلوو حوثي ملېشو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې د سعودي پر خاوره د ګڼو توغنديزو بریدونو پړه منلې ده.

ډګروال محمد الحمادي ويلي، د دواړو توغنديو د پاتې شونو له امله دوه ملکيان ټپيان شوي دي.

د ډګروال حمادي په وينا، يو توغندی پر يوه کور غورځېدلی او بل يې په هوا کې خنثا شوی و.

د سعودي په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو وياند ډګروال ترکي المالکي ويلي، پلازمېنې رياض او د يمن سويلي سرحد ته څېرمه جازان سيمې کې د حوثيانو په توغنديزو بریدونو کې څوک نه دي وژل شوي.

ډګروال مالکي د دې برید پړه د حوثي ملېشو سربېره د ايران پر سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو اچولې او  زياته کړې يې ده، چې له داسې بریدونو ښکاري، ایران څومره خطرناک هېواد دی.

د يادونې وړ ده، چې له ۲۰۱۵ کال راهيسې سعودي د متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو عربي هېوادونو په ملتيا په يمن کې د حوثيانو پر خلاف جګړه پيل کړې، خو تر اوسه يې کومه بریا نه ده ترلاسه کړې.

سعودي وايي، د حوثيانو له لوري د ولسمشر منصور هادي د نسکور شوي حکومت د بېرته قايمېدو پورې به هلته خپلو عملياتو ته دوام ورکړي، خو تر اوسه د دې جګړې د پای ته رسولو او يا بريا کوم څرک نه ښکاري.

حوثي ملېشو تېر ۲۰۱۹ کال کې هم د سعودي د تېلو پر دوو چاڼځايونو د بې پيلوټه الوتکو په مرسته توغنديز بریدونه کړي وو، چې له امله يې د سعودي د تېلو صاردات پنځوس سلنه کم شول او په نړۍ کې د تېلو بيې شل سلنه لوړې شوې.

په دغه پنځه کلنه جګړه کې تر اوسه شاوخوا سل زره کسان وژل شوي، چې ډېری يې د ښځو او ماشومانو په شمول عام خلک دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close