نظــر

بندیانو سره ناوړه چلند که د کابل ادارې ناولي اخلاق

شهاب لیوال

اشغال ناولی پیل او بدرنګه پایله له ځانه سره لري ، اشغال د ولسونو آزادۍ ، حریت او اجتماعي هوساینه له منځه وړي،‏‎ ځوان نسل د تل لپاره په فکري او فزيکي توګه غلام تربیه کوي ،له اسلامي اخلاقو یې پردی او غربي مفکوره او ایډیا کې یې روزي.

افغان ولس د اشغال له ناولي نوم سره بلد ده او څو څو وارې یې دا ترخه تجربه تکرار کړې.

امریکا زمونږ هیواد اشغال کړ ، مشروع او اسلامي نظام یې له منځه یوړ ، اتلس کاله یې له پرمختک ، هوساینې او سولې محروم او په تحمیلي جګړه کې یې ښکیل کړو.

زمونږ مظلوم او بې دفاع ولس یې د تروریست او دهشتګر په نامه ونیول ، د بګرام ،ګوانتانامو او څرخي پله زندانونو کې یې د نامعلومه مودې لپاره بندیان کړل ، خو په ټوله کې افغانان لاس تر زنې کینه ناستل اګر که له نامتوزانه رقیب او دښمن سره مخامخ ول خو ناهیلي نشول ، خپل آزادي، حریت اوخپل افغان ورونو د آزادۍ او د هیواد داستقلال لپاره یې مسلحانه مبارزه پیل کړه ،له هلمند ، کندهار ،میدان تر خوست اوله پروان تر بدخشانه دا تند انقلاب روان شو .

او بالاخره له اتلس کلنې خونړۍ جګړې وروسته اشغالګره امریکا او متحده اروپایي او افغاني ملګري یې ماتې ته مجبوره کړل آن تر دې چې د جګړې پر ځای یې د مذاکرې ،مفاهمې او مصالحې لاره غوره کړه، له اتلس میاشتني پیچلو مذاکراتو وروسوته یې امریکا مجبوره کړه چې خپل ټول ملکي ،استخباراتي او نظامي قوتونو له ګرانه هیواده د تل لپاره اوباسي ،ددې اجنډا د عملي کولو پیش شرط د طالب او افغان حکومت د عسکرو آزادي وه چې د کابل ادارې لخوا له خنډه سره مخ شوه حتی تر دې چې کابل حکومت سره خپل د بندیانو لست او نومونه نه وه.

دا چې کابل اداره په دوه موازي حکومتونه ویشل شوې د یوه ادارې مسئول« عبدالله عبدالله »دطالب زندانیانو د آزادي هرکلي ترڅنک یاد ګام یې سولې ته د رسیدلو لوی چانس یاد کړ ؛ خو بیا د یادې ادارې رقیب «اشرف غني» خنډ شو او ويې ویل چې سوله پینځه کاله وخت غواړي .

دا چې امریکا په مکر او چل کې نړیوال شهرت لري ،شاید د «اشرف غني» یاد غبرګون طراحي شوی کار وي ؛ تر څو پر «طالب مشرانو» فشار راوستل شي چې له خپل دریځه تنزل وکړي او یا هم دا د کابل ادارې غوښتنه له امریکا وه چې دوی ته د استقلایت رنګ وروبښي !

د بندیانو د خلاصون چارې په(۳۱ د مارچ ) پیلیږي خو تیره شپه په بګرام زندان کې د دولتي عسکرو لخوا پر طالب زندانیانو مرګونی برید شوی چې ت.ر دې مهاله تر لسو زیات شهیدان او سلګونه نور زخمیان دي.

تش په نامه عسکر دې د خپل بادار هر ډول ته نڅاه نکوي ،همدا ذلالت او حقارت ورته بس ده چې حکومت یې خپل د زندانیانو لست له ځانه سره نلري .

کابل اداره دې هڅه نکوي چې سوله ټکنۍ کړي ،سوله د هر افغان هیله ده او زنداني طالبان ددې خاورې بچیان دي له هغوی سره ظلم په حقیقت کې سولې او ولس سره ظلم ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close