نړۍ

پاکستاني طالبانو د سویس د اتباعو د خوشي کولو لپاره د ډاکټر عافیه د خوشي کیدو غوښتنه وکړه

waliur_Rehmanنن ټکی آسیا: دپاکستانو طالبانو دوهم نمبر مشر او قومندان ولی الرحمن د اسوشیتډ پریس سره په مرکه کي ویلي چي هغه دوه تنه د سویس هیواد اتباع چي څه موده مخکي په بلوچستان کي تښتول شوي وه، ددوی سره دي، او د هغوی د خلاصون لپاره قومندان ولی الرحمن ویلي چي امریکا باید د هغوی په بدل کي ډاکټر عافیه صدیقي خوشي کړي.

ډاکټر عافیه دپرویز مشرف په وخت کي د کراچي څخه امریکایانو افغانستان ته او بیا امریکا ته انتقال کړه، او هلته يې د محکمې وروسته په بند محکوم کړه.

پر هغي باندي تور دی چي په افغانستان کې د تحقیق په دوران کې د امریکايي فوځیانو د وژلو تکل کړی وو.

ولی الرحمن زیاته کړې چي ددغو بندیانو سره ښه چلند کیږي، او دوی دغه دوه کسان د ډاکټر عافیه د خلاصون لپاره یرغمل کړي دي.

هغه زیاته کړه چي که امریکایان ډاکټر عافیه صدیقي خوشي نه کړي، ددوی محکمه به بیا ددغو دوو کسانو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x