روغتیا

له کرونا ناروغۍ څخه شپاړس کلنه انجلۍ مړه او ۱۰۲ کلن سړی بیرته روغ شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۹ل): د کرونا وبا په اړه بېلا بېلا نظرونه څرګندیږي چې دا ناروغي د ډیر عمر او یا د هغه کسانو چې اوږدمهالې ناروغۍ ولري زیاتره ژوند اخلي.

په هغو هېوادونو کې چې د کرونا له کبله په کې د مړو شمېر ډیر دی نړیوال مبصرين او طبي پوهان یې وایي چې ددې وبا زیاتره قربانیان د پاخه عمر کسان دي.

اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا ټول قربانیان له۲۹زرو پورته دي چې د اخته کسانو سره یې د مړو سلنه (۲۱.۹٪) ده، چې زیات یې په ایټالیا، اسپانیا، چین او ایران کې مړه شوي دي.

له یادې سلنې څخه (۱۴.۸سلنه) اتیا کلن یا له دې پورته دي، له ۷۰ نه تر ۷۹ کلونو پورې (۸.۰سلنه) کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې له ۶۰ نه تر ۶۹ کلونو پورې د مړو سلنه (۳.۶) ده.

له ۵۰ نه تر ۵۹ کلنۍ د مړو کسانو فیصدي (۱.۳سلنه)، د ۴۰ نه تر ۴۹ کلنۍ پورې (۰.۴سلنه)، د لس کلنۍ نه تر ۳۹ کلنۍ پورې د مړو شمېر د ټولو سلنه (۰.۲-۰۲) ده.

یعنې هغه کسان چې عمرونه یې زیات وي، یا د فشار، شکر، زړه ناروغي او سرطان ولري د کرونا ژر ښکار کیږي او همداسې ژر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو بل لوري ته راپورونه د کرونا وبا له کبله د یوې کم عمره ۱۶ کلنې انجلۍ مړینه تایید کړې او د ۱۰۲ کلن سړي بیرته روغېدو خبر یې ورکړی دی.

دغه ۱۶ کلنه انجلۍ د فرانس په پاریس ښار کې د کرونا له کبله مړه شوې ده، مور یې رسنیو ته ویلي چې یوه اونۍ وړاندې یې وچ ټوخی پېل کړ خو له هغه وروسته یې ساه بندي پيدا کړه.

د اغیزمن شوې انجلۍ مور وایي چې «مونږ هم د نورو په څېر د طبي پوهانو په دې خبرو باوري وو چې کرونا ځوانان نه وژني».

د فرانسې حکومت په هېواد کې د مارچ له ۱۷مې ګرځبندیز اعلان کړی، په دې هېواد کې تر دې دمه له ۳۰زرو زیات کسان د کرونا ناروغان او له زرو زیات یې مړه کړي دي.

بل لوري ته د ایران په تهران ښار کې وړمه ورځ د امام خمیني په روغتون کې یو ۱۰۲ کلن بوډا چې دوه اونۍ وړاندې په کرونا اخته شوی و له یادې ناروغۍ روغ شوی دی.

له دې وړاندې د ایران په قم ښار کې هم یو ۱۰۳ کلن کس د کرونا پر وړاندې سیالي ګټلې وه، یاد کس تر دې دمه تر ټولو پوخ عمره دی چې کرونا ویروس ته ماتې ورکوي.

په ایټالیا کې هم ۱۰۱ کلن سړي کرونا ویروس ته ماتې ورکړې او بیرته روغ شوی دی.

اونۍ وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان مدیر تیدروس ادانوم خبرداری ورکړی و چې ځوانان هم د یادې ناروغۍ ښکار کېدلی شي، باید پر وړاندې یې جدي ګامونه پورته شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close