
پاکستان کې ډاکټرانو د کرونا یو ناروغ په پړو تړلی او مړ شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۹ل): د پاکستان باوري رسنۍ (ډان نیوز) وایي چې د پاکستان په مرکزي ښار لاهور کې ډاکټرانو د کرونا یو ناروغ په پړو تړلی چې له هغه وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لاهور شیخوپورې سیمې ۷۳ کلن اوسیدونکی محمد حنیف څو ورځې وړاندې د کرونا ناروغۍ تشخیصولو لپاره د لاهور میو روغتون ته وړل شوی و، چې د جمعې په سهار یې مړی د روغتون په تشناب کې وموندل شو.
د پاکستان مشهور ژورنالیست په خپله ټویټر پاڼه وایي چې د روغتون کارمندانو کله ناروغ په لیوني یادوه او کله یې ویل چې د زړه حملې څخه مړ شوی دی.
آج میو اسپتال لاہور کے کرونا وارڈ میں ایک مریض ڈاکٹروں کی سنگدلی کے باعث مارا گیا اسے رات کو ونٹی لیٹر کی ضرورت تھی مدد مانگی تو اسے رسیوں کے ساتھ بیڈ سے باندھ دیا گیا صبح وہ انتقال کر گیا ہمیں صرف ان سے پیار ہے جو مریضوں سے پیار کرتے ہیں جو مریضوں سے ظلم کریگا اس بے نقاب کرینگے
— Hamid Mir (@HamidMirPAK) March 27, 2020
د نوموړي په وینا، د روغتون کارمندانو ناروغ په دې تور چې لیونی دی پر پړو په کټ پورې تړلی و چې د سختو دردونو له کبله یې ژوند وبایله.
د مړي کورنۍ ډان خبري اژانس ته داسې وایي، «د شپې درې بجې د ناروغ مزاج ګډوډ شو، مونږ ډاکټران راوغوښتل خو هغوی د نظافت دوه کارمندان راولیږل، دغې دوه کسانو ناروغ پر پړي د کټ سره وتړه، ناروغ ټوله شپه له تکلیفونو او دردونو کړیده، سهار لس بجې یې پرانیست، چې هغه تشناب ته لاړ خو بیرته رانغی او هملته یې ساه ورکړه».
میو ہسپتال لاہور کا عملہ کبھی کو رونا وائرس کے مریض محمد حنیف کو پاگل قرار دے رہا ہے کبھی کہتے ہیں وہ باتھ روم میں دل کے دورے سے مارا گیا کہتے ہیں اسے باندھا بھی نہیں گیااس مرحوم بزرگ کے وارڈ میں موجود دیگر مریضوں کی گواہی سنئیے اور سوچئے کہ جھوٹ بولنے والوں کو اپنی موت یاد نہیں pic.twitter.com/xSk293Fc6J
— Hamid Mir (@HamidMirPAK) March 27, 2020
وروسته د پنجاب روغتیا وزیرې یاسمین راشد په میو روغتون کې د ډاکټرانو د غفلت له امله د کرونا ویروس ناروغ د مړینې خبر واخیست او د پيښې څیړلو لپاره یې کمیټې جوړه کړه.
په پاکستان کې د کرونا وبا پېښې له ۱۵۰۰ زیاتې شوي دي، چې زیاتې یې په پنجاب ایالت کې دي، دغه راز تر دې دمه ۱۵ کسان مړه شوي دي.