نظــر

کرونا خطرناکه ده که میډیا؟؟ جاوید چوهدري

لیکنه: جاوید چوهدري

ژباړه: ابو ناهید

وکټر د ایټالیا د میلان ښار اوسېدونکی دی، د جامو جوړولو کارخانو ته رختونه سپلائي کوي، عمر یې 62 کاله دی او په یو واړه کلي کې ژوند کوي، وکټر دوه میاشتې سخت مریض و، تبه یې هم وه نزله هم، زکام هم و او ټول جسم یې درد هم کاوه، مګر ده له ناروغي سره سره بیا هم خپل کار کاوه.

له څلویښت کلنۍ په ورزش عادت دی، د تبې په حالت کې هم منډه وهي او لمبیږي، تبه یې ښه شوه او ده د خپل روټین مطابق ژوند پیل کړ.

د۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې له چین څخه د وائرس خبرونه پیل شول، دنیا د وائرس لور ته متوجه شوه، کله چې په اروپا کې تحقیقات پیل شول نو معلومه شوه چې له چین څخه وروسته تر ټولو ډیر مریضان په ایټالیا کې دي۔

کله چې د ايټالیا حکومت نور تحقیقات وکړل نو دا هم معلومه شوه چې د کرونا وائرس ډیر مریضان د میلان او وینس ښار اوسېدونکې دي، حکومت فوراً د خطر زنګ وواهه.

تاسي به شاید په دې خبره ډیر حیران شئ چې کرونا د ایټالیا د ګوریزیا ایالت ماریانو ډیل فرولی ښار یو کوچنی کلی دی، د کرونا معنی تاج (کراؤن) ده.

په  اروپا کې په ۱۹۱۸ کې د انفلوئنزا ویرونکې وبا خپره شوې وه چې پنځه کروړه کسان پکې ووژل شول.له اروپا سره په امریکه کې هم ۶ لکه ۷۵ زره کسان هلاک شول، د طبي علومو د کار پوهانو خیال دا و چې دا وائرس د ایټالیا له کرونا کلي پیل شوی و او هسپانیې ته په رسېدلو یې وژونکی شکل پیدا کړی و نو له همدې امله یې د دې وائرس نوم کرونا کېښود.

د وخت په تیریدو سره په انسانانو کې د کرونا وائرس خلاف قوت مدافعت پیدا شو تر  دسمبر ۲۰۱۹ پوري موږ په کال کې یو دوه ځله د کرونا ښکار ګرځېدو۔

موږ ته نزله هم پیدا کیده، ستوني به مو سوزش هم کاوه او په تبه به هم اخته کیدو مګر په یوڅو ورځو کې به بیرته روغ رمټ شوو ځکه نو طبي کار پوهانو کرونا غیر مضره ناروغي وبلله. مګر بیا د چین په ووهان ښار کې د کال ۲۰۱۹ د دسمبر په میاشت کې یو نوی وائرس پیدا شو، دا وائرس د کرونا پرمختللی ډول و، سائنس پوهانو دې وائرس ته د نوول کرونا وائرس نوم ورکړ، دا وائرس ډیر خطرناک هم و او وژونکی هم، کرونا وائرس له ایټالیا څخه چین ته تللی و او که له چین څخه ایټالیا ته راغلی و دا فیصله تر اوسه نه ده شوې مګر بیا هم د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې دا حقیقت څرګند شو چې د کرونا وائرس مرکز چین نه، بلکې ایټالیا ده او په ډیره تیزي سره له ایټالیا څخه په اروپا او مرکزي اسیا کې خپریږي.

دا وائرس د ایټالیا د شمالي سیمو خلګ ډیر متاثره کوي، شاید وجه به یې د هغوی په وینه کې موجود پخوانی وائرس وي، دا وائرس له سلو کلونو څخه د دغو خلکو په وینه کې را روان دی، کله چې نوول کرونا د دوی په وینه کې ګډ شو نو هغه پخوانی وائرس یې ځواکمن کړ او په دې ډول د ایټالیا یو کروړ  ۶۰ لکه خلک ناروغ شول، اخیري خبرونه دا دي چې حکومت د شمالي ایټالیا نیمایي سیمه له نور هیواد څخه شلولی دی، دا سیمه د دنیا تر ټولو لویه قرنطینه جوړه شوې ده، د اروپا نورو هیوادونو هم له ایټالیا سره خپل سرحدونه تړلي دي چې له دې امله د ایټالیا معیشت په مکمل ډول تبا شو، سیاحت او  اسټاک ایکس چینج د کرونا تر ټولو لوی هدف دی، سیاحت له ۱۷۰۰ بلیون ډالرو سره د دنیا تر ټولو لوی کاروبار و، دا کاروبار په دوه میاشتې کې له خاورو سره خاورې شو، هوایي شرکتونه د ډیوالي کیدو په لور روان دي، په ایئرپوټونو کې مکمله خاموشي خپره ده، هوټلونو ټول خالي دي او په میوزیمونو او پارکونو کې چوپه چوپتیا ده، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره کعبه شریفه او مسجد نبوي ص خالي کړای شول، او په واتیکان کې هم د معمول عبادت له ځنډ سره مخ شو، په داسي حال کې چې په اسټاک ایکسچینجز بازار کې د دنیا نیمایي دولت جمعه دی خو هغه هم له جمعه دولت سره والوت لهذا دنیا د دیوالي کیدلو تر څوکې ورسېده.

هو رښتیا موږ د نورو شمیرو او حسابونو په چکر کې د وکټر کیسه هیره کړه، بیرته د وکټر کیسې ته راګرځوو.

کله چې په میلان ښار کې ډاکترانو د خلکو معاینه پیل کړه نو معلومه شوه چې په ټول کلي کې د کرونا لومړی ښکار وکټر و، دی دوه میاشتې سخت ناروغ و او په وینه کې یې اوس هم کرونا وائرس موجود دی مګر له دې سره سره وکټر له مرګه بچ او روغ رمټ شو.

ولي او څنګه؟ ډاکترنو هغه مرکزي هسپتال ته شفټ کړ او له هغه سره یې مرکې پیل کړې دغو مرکو تر یوې هفتې پوري دوام وکړ.

په دغو مرکو کې د هیواد ټولو تکړه وائرس پوهانو برخه واخیسته، د مرکو موندنې ډیرې په زړه پوري وې، وکټر کارپوهانو ته وویل: له دې امله چې زه ورځپاڼې نه لولم، تلویزون نه ګورم او په سوشل میډیا کې هم فعال نه یم نو ماته بیخې معلومه نه شوه چې دنیا ته کرونا وائرس راغلی دی او زه ورباندې اخته یم ما دا یو معمولي ټوخی او تبه ګڼله او روغ رمټ شوم.

دا انکشاف حیرانونکی و، ډاکترانو چې کله نور تحقیقات وکړل نو ورته معلومه شوه چې هغه ټول مریضان چې تلویزون نه ګوري او یا په سوشل میډیا باندې ایکټیو نه دي هغوی له کرونا څخه صحیح سلامت وتلي دي او زر روغ شوي دي.

او هغه چې ټوله ورځ په میډیا پسې نښتي وي یو خو په کرونا زر اخته شوي او بل یې د مرګ اندازه هم زیاته ده. دا د کرونا وائرس په باره کې لومړی موندنه وه.

دوهمه موندونه یې له دې څخه هم په زړه پوري و، په دنیا کې تر دې وخته ۱۰۳ هیوادونو له کرونا څخه متاثر دي، په دې کې ۹۰فیصده ملکونه یخ دي او صرف په ۱۰ فیصده گرمو ملکونو کې کرونا ښکاره شوې ده په دې ملکونو کې د کرونا د مریضانو تعداد ډیر لږ دی او مړي هم نه دي شوي نو دا معلومه شوه چې دا دیخو سیمو وائرس دی او په ګرمو سیمو کې تر ډیره سرائیت نشي کولای، د ګرمو ملکونو په باره کې د لا زیات تحقیق په نتیجه کې دا جوته شوه چې د دغو ملکونو مریضانو هم دا وائرس له یخو سیمو راوړی دی او ناروغي هم صرف تر همدغو ناروغانو محدوده ده نور خلک ترې نه دي متأثر شوي، مثلاً د عراق، سعودي عرب او پاکستان مریضان له ایران څخه راغلي دي او دا هم ثابته شوه چې کرونا سپین ږیري زر متاثر کوي.

ځوانان، ښځې او ماشومان له دې څخه محفوظ دي، او دا هم معلومه شوه چې په مارچ کې چې څنګه موسم په ګرمیدو پیل وکړ کرونا وائرس هم د کمیدولو په خوا روان شو.

د طب پوهانو خیال دا دی چې کرونا به د مارچ له میاشتي وروسته سوکه سوکه ختمیږي او په اپریل کې به صورت حال کابو شي مګر د کرونا له ختمېدلو وړاندې به د دنیا معاشي نظام دیوالي شوی وي، د بلوم برگ مطابق دغه وائرس نړیوال اقتصاد ته ۲.۷ ټریلیون ډالره تاوان رسولای شي، د دنیا ټول غټ غټ اسټاک ایکس چینجز به له خاورو سره خاوري شوي وي، د ایئر لائینز او امپورټ ایکسپورټ بزنس به ختم شوی وي او د پټرولو نرخونو به پنځوس فیصده رالویدلي وي.

نو که کرونا ختمه شي یا نه، مګر سیاحتی، ټولنیز اور اقتصادي کارونو څخه به ساه ضرور وتلې وي او په دنیا به د دیواليه کسانو یوه لویه ډله پیدا شي او دغو کسانو ته به کرونا ویل کیږي۔

په هر حال ډیره پرېشاني نه ده په کار ، خو یوڅه ته باید پام وکړې:  ته که د ګرمو سیمو لورته سفر کوي نو ویې کړه مګر لومړی د ځان معاینه وکړه، که نزله، زکام او یا هم سخته تبه لري نو خپل ټیسټونه وکړه.

ته که له کرونا څخه محفوظ یې نو سفر کولای شي کنه نو له کور څخه مه راوځه، له سوشل میډیا څخه ځان لیري ساته، د سوشل میډیا نوي فیصده خبرونه جعلي دي،  تلویزون هم له ضرورت څخه زیاته ویره خپروي، ته یقین وکړه که ته د یو څو ورځو لپاره فیس بک، ټویټر اور واټساپ بند کړې نو له تا به هم وکټر جوړ شي هوسا به شي او که ناروغ هم شوي نو زر به بیرته روغ شي کنه نو ته به د تلویزون اور سوشل میډیا په بیا بیا کتلو سره له کرونا بغیر مړ شي.

ولي؟ ځکه چې په موجوده حالاتو کې تلویزون او سوشل میډیا له کرونا څخه زیات خطرناک ثابتیږي نو لهذا ته  سوشل میډیا بنده کړه وړاندې تر دې چې مړ شي، د سوشل میډیا ژړا تر کرونا ډیره خوف ناکه او وژونکې ده.

نور خو نو ته پخپله هم هوښیار یې!

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close