دیني، سیرت او تاریخ

د کرونا له وبا سره څه ډول تعامل وکړو «شرعي احکام او فقهي مسایل»

لیکوال: پوهندوی دوکتور فضل هادي وزین
ژباړونکی: عبدالحمید راشد

له کرونا سره د مبارزې په وړاندې د ملي اتحاديې غړی

۱-  د کرونا ناروغي د مخنیوي لپاره په وقایوي تدابیرو کې تساهل او نه متوجه کېدل حرام دي او د هغې مرتکب مجرم او ګنهګار دی.

۲ – په علماوو او ساینس پوهانو،  پوهنتنونو، علمي او څېړنیزو مرکزنو،  د افغانستان په شمول په اسلامي هېوادنو فرض کفایي ده، ترڅو د کرونا ویروس او له هغې څخه د ټوکېدلې وبا د مخنیوي او کنټرول لپاره څېړنې وکړي او د کرونا ویروس د درملنې لپاره  د دې حدیث پر بنیاد دوا کشف کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: د هر مرض لپاره دواء وي.

نو لازمه ده چې پورته مرکزونه خپلې هڅې او کوششونه ونه سپموي.

۳ -مسلمان مکلف دی  ترڅو خپل ځان او نور وګړي، د الله جل جلاله په اذن وژغوري او  له وړاندې د ډاکټرانو او  متخصصینو په وقایوي لارښوونو عمل وکړي.

۴ -د کرونا ویروس انتقاليدل برابره خبره ده،  چې په قصدي ډول او یا لااوبالیتوب او یابې پروایي له وجې نورو ته انتقال کړي، د الله تعالی په وړاندې ګنهګار دی،  او د شريعت د احکامو په وړاندې مجرم پیژندل کیږي.

۵ -له هغه هېواد، ښار ، سیمې، کلي او ځایونه چې کرونا ویروس پکې عام شوی وي  او خلک پرې اخته شوي وی،  له هغه ځایه وتل، او یا هغه ځای ته داخلیدل (چې اوس یې په معاصره طبي اصطلاح قرنطین بولي) یو شرعي او لازمي مکلفیت او امر دی.

۶ –  په هغه وخت کې چې په یوه هېواد،سیمه او منطقه کې  دکرونا وبا دخپریدو او یا په هغې د اخته کېدلو امکان او احتمال موجود وي، نو له کور څخه غیر ضروري وتل منع او نامشروع دي.

۷ – د کرونا ناروغي څخه درملنه ، فرض او لازم ده،  نو په کرونا اخته مسلمان باید دخپل طاقت او توان په اندازه،  درملنه او علاج وکړي.

۸ – د کرونا ناروغی درملنه په دوه طریقو صورت مومي:

– ډاکټر ته مراجعه او له تجویز شوی دوا او نسخې څخه استفاده کول.

– شرعي دمونه،په ایاتونو او احادیثو سره(مسنونه دعاګانې او اذکار لوستل).

۹ – مسلمان حاکم او والي مکلف دی ، ترڅو داسلامي دولت ټولو وګړو ته وقایوي ، او له دغه ناروغې څخه د درملنې په خاطر،  ټول ممکنه تدابیر او لاري چاري،  ولټوي،  او دخلکو دپشپړ رعایت لپاره لاس په کار شي.

۱۰ – مسلمانان مکلف دي،  څو د خپل حاکم او والي لارښووني او اوامر ، چې د وقایوي، او درملني په اړه یې کوي، په نظر کې ونیسي، او په دې اړه دوالي او حاکم پشپړ اطاعت او پر هغې عمل وکړي.

۱۱- دکرونا وبا سره دمبارزې په پار هر ډول مادي او معنوي مرسته او همکاري، دنیکې او تقوا دکارونو له جملي څخه دي، او د توان او طاقت په اندازه په هرمسلمان فرض دي.

۱۲ – مسلمان حاکم او والي کولای شي، چې داسلامي احکامو له متخصیصینو سره،  په مشوره مباح بندیزونه،  او داسلامي شرعیت دقاعدو په اس ” لکه سدالذرايع” دکرونا وبا دمخنیوي،  او دعمومي مصلحتونو درعاریت کولو پر بنسټ، مؤقتي بندیزونه، لکه د غونډو منع کول، د تګ راتګ او ګرځیدو بندیزونه ، په هېودالو او ښاریانو ولګوي،  او هغه پرې عملي کړي.

۱۳ – مناسبه ده،  بلکې لازمه ده چې  دکرونا وبا د خطر دکموالي په خاطر لمونځ کوونکي په خپلو کورنو کې اودس وکړي ، همدا ډول سنت لمونځونه هم په کور کې ادا کړي، او جوماتونو ته فقط دفرض لمانځه لپاره راشي.

۱۴ – په اسلام کې د جمعی دلمونځونو،  او دجماعت، اود  مسجد دلوړ مقام داهمیت په خاطر ، باید دکرونا وبا دشتون سره بیا هم  حتی الامکان هڅه وشي، څو جوماتونه خلاص پريښودل شي، او دجمعی او پنځه وخته لمونځونه باید په جماعت اداء کړی شي، مګر د کرونا وبا څخه دخطر په اساس باید امامان او خطیبان د امکان ترحده باید خپلې خطبي او او قرائتونه لنډ او مختصر کړي.

۱۵ – د مؤثقو او مظبوطو علماوو،  او پيژندل شوو مراجعو او دنړۍ دمشهورو او پیژندل شوو فقهي مجامعو دفتوا پر بنسټ ، همدا ډول دمتعددو او معتبرو دلایلو پر بنسټ کله چې متخصصین په علمونو کې،  برابره خبره چې مؤثق طبي متخصیصین او یا علمی کدرونه تشخیص وکړي، چې  پنځه وخته لمونځونه په جماعت سره اداء کول، او دلمونځ کوونکو راجمع کېدل  ،په یوه جومات کې دکرونا د وبا دخپریدو او د ویروس د انتقال سبب کیږي، نو په دې وخت کې د حاکم او والي دحکم پربنسټ جومات ته د پنځه وخته لمونځونو  او جُمعي لمانځه لپاره نه ورتګ په مؤقتي توګه،  دخطر دختمیدو پورې  نه یواځې دا چې جواز لري،  بلکې غوره اولازم عمل دی.

په دې صورت کې به مسلمانان پنځه وخته لمونځونه په کور کې کوي،  او د جُمعي دلمانځه پرځای به په کورونو کې دماسپښین څلور رکعتي فرض لمونځ کوي.

۱۶ – په کوم ډول چې د دین په عزیمتونو عمل (دعزیمت جمعه) داسلام په مبین دین کې یو ثابت اصل دی، او الله تعالی د خوشحالی سبب کیږي، او مسلمان ته دهغې داقامي په سبب اجر ورکول کیږي، نو پر همدې توګه د دین په رخصتونو عمل هم  یو اسلامي او شرعي بنسټ لري،  او متعال رب په دین کې له شته رخصتونو خوشحاله کیږی، او پر هغې عمل کوونکی ته ثواب او اجر ورکوي.

نو په همدې اساس مسلمان باید  په دین کې دشته رخصتونو څخه کله یې چې شرطونه متحقق شي ،د حرج احساس ونکړي، ځکه رخصتونه تل په دین کې د اسانی او د حرج دپورته کولو لپاره مشروع شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x