نظــر

يو څو تاريخي اشتباهات!

شفيع اعظم

د کرزي او ډاکټر غني سياستونو ته ستاسې پام دی؟

کرزي په خپل څوارلس کلن اقتدار کې زاړه جنګسالار لکه مهربانه مور په اقتدار کې حاکم وساتل. بيا یې د سیما سمر پر مټ د انتقالي عدالت له پلي کیدو او محاکمې تر پايه په سلو پلمو خوندي کړل.

کله چې غني حاکم شو نو جنګسالار کاملا زاړه، وراسته او شړېدلي وو.

نوموړي د خپلې پوهې او چارچوبونو مطابق د جنګسالارانو دوهم نسل په ډیر مهارت سياسي او ولسي ليډرشيب ته ورسوه او د پښتنو ځوانانو پر مټ یې د هغوی تېره توره سابقه ښکلې صیقل کړه چې صالح، قیصاري، خالدک او لسګونه نور یې بارزې بېلګې دي.

دريم نسل یې په ډېر مهارت د سولې مهمی مذاکرې لپاره استخدام کړ چې هلته د افغانستان په اړه تصميم نيولو کېږي. په راتلونکي نظام، حکومت او نورو حياتي مسايلو بحث کېږي څو دا نسل عملا ټرين او د افغانستان راتلونکې کې سرنوشت ساز او ټاکونکی رول ولري لکه خالد نور، باتور دوستم او نور یې.

پښتنو کی یې تر اويا‌ سلنه زيات پانګونه په دوه تابعیته ځوانانو وکړه چې ډېر لږ امکان دی چې هغوی دې افغانستان کې پاتې شي.

هغوی یې هم په اعتماد کې و وهل په ځوانه ځوانۍ یې جنرالۍ او سترو پوزيشن او مشاوريتونو ته ورسول چې نور تر دې لوړ پوزیشن نشته او راتلونکي کې تر دې په ټيټ پوزيشن کار کول به دوی ځان ته ډيموشن او توهین بولي. بل یې په مالي لحاظ دومره د شتمن کېدو فرصت ورته محيا کړ چې دوی کولای شي په همدې شتمنۍ نورو مرفه هېوادونو کې ارام ژوند ولري نو وران نا امن افغانستان او ټيټ پوزيشن کې کار کول او پاتېدل به دوی ته يوه غېر معقول او احساساتي پرېکړه وبرېښي چې پورته ټول شرایط یې په خپله له افغانستان نه د فرار محرک انډيکټرز کېدای شي.

د پښتنو وطني ځوانان یې د دوه درې سوه ډالرو معاش بدل کې موظف کړل څو ټلويزيون او سوشيل ميډيا کې صرف او صرف پښتانه ځوانان او مشران سپک کړي. تاسې وګورئ د دغو ښکنځلمارو د غشو ټول اهداف بېرته په مطلق ډول د پښتنو خلاف دي او په ډېر شدت سره د پښتنو لوستی او مډرن قشر په طالب او غېر طالب، مکتبي او مدرسي، مذهبي او لا مذهبه ويشي.

زموږ دوه تابعیته ځوانان یې هغه رقم او وطني نسل یې دغسې ښکنځلمار په سلو بديو ککړ او لوېدلي شخصيت وروزه.

دوی یې په باور کې داسې ډنډ ته کېباسل چې اوس ډيري وخت له ډیرې سختې خپلې بدرنګې او نامعلومې ايندې ته په کتو کله کله خپل مخ ته څپېړې ونیسي او کله په ډېر سخت انداز په پرونۍ کړې مبارزې په خپله لاړې توف کوي او د سختې پښېمانۍ اظهار کوي. چې دا وضعيت د دې ښکارندويي کوي چې په څومره ظالمانه ډول د دوی له احساساتو ناوړه استفاده وشوه.

حال دا چې ډېر فرصت وو چې همدا وطني ځوانان په کليدي بستونو، وزارنونو، قونسلګريو او نورو ډيپلوماټيکو برخو کې استخدام شوي وای چې راتلونکي کې يو حساب شده مجرب کادر وای.

دا خو صرف د هغو پښتنو د ژوند داستان وو چې دوی ځانونه د کرزي، غني او نظام خواخوږي ګڼل، حال دا چې له نيم زيات پښتانه په لوی لاس د نظام خلاف وسلې پورته کولو ته مجبور او بيا د امريکا او ناټو سوټي ته برابر شول چې زرګونه ېې ځای پر ځای شهيد او پاته نورو باندی يې څرخي پل، باګرام او د هر ولايت زندانونه تر سپږمو ډک شول.

زه نه يم پوه چې کرزي او غني ولې له خپل قام سره دومره ژوره ستراتيژيکه بدي درلوده او يا یې د کومې عقدې او مجبوريت له مخې خپل قام داسې سيستماتيک له پښو وغورځوو؟

يا دا چې دا د دوی غوښتنه نه د امريکا برنامه وه، نو سوال دی چې دا بيا کوم داسې شديد مجبوريت وو چې دوی داسې نسل کشه تاريخي مخربې برنامې ته کار و وې؟

تر ننه مې دا پوښتنې په ذهن کې لاينحل تاوېږي را تاوېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close