افغانستانسولې اړوند خبرونه

سیاف: د مصالحې شورا به د مذاکراتو کرښې او چوکاټ ټاکي/ ويډیو

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۹ل): د حراست او ثبات شورا مشر او پخوانی جهادي قوماندان «عبدالرب رسول سیاف» په یوه ویډيويي پیغام کې د حکومت له لوري د جوړ شوي مذاکراتي ټيم هرکلی کړی او ددې ټیم غړو ته یې ځینې توصیې هم پرېښي.

سیاف په یوه ويډیويي پيغام کې چې نن د خواله رسنیو له لارې نشر شوی ټینګار کړی، چې له افغانستانه باید د متعددو پلاوو په ځای یو پلاوی ولاړ شي، ځکه دده په خبره، د افغانستان ملت او ملت ته ورپېښه قضیه یو دي.

نوموړي د بین الافغاني مذاکراتو ټيم غړو ته په خطاب کې ویلي، چې د مذاکراتو په مېز باید بېل، بېل نظرونه مطرح نکړي، مختلفې رایې ونلري او د افغانستان په اړه باید یوه رایه او یو نظر خپل کړي.

سره له دې چې د حکومت مذاکراتي ټیم د ځینو ګوندونو له لوري بې وړتیا او غیر جامع بلل شوی، خو د سیاف په خبره، دا ټیم د ټول افغانستان تمثیل کولای شي او د هر ګوند، هرې ډلې، هرې ژبې او هر توکم استازي پکې شتون لري.

د نوموړي په قول، که څوک له دې ټیم سره مخالفت کوي، پرته له دې چې د مذاکراتو په لاره کې خنډونه ایجاد شي، بل څه ترې لاسته نه ورځي.

سیاف ددې تر څنګ ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پلاوي تر څنګ د مصالحې شورا  جوړښت هم د بشپړېدو په درشل کې دی او دده له خولې، یاده شورا به د مذاکراتو کرښې او چوکاټ وټاکي.

د حکومت له لوري جوړ شوی مذاکراتي ټیم چې مشري یې د ملي امنیت پخواني مشر «معصوم ستانکزي» ته سپارل شوې، د ګڼو نورو ګوندونو تر څنګ طالبانو هم غیر جامع بللی او رد کړی یې دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د دی خبیث و مخ ته وګوری څومره بی نوره ښکاری ، د دوږخ علامی یی په مردار او وحشی مخ کی له ورایه ښکاری . تر ابده غواړی چی د اسلام پر ضد د کفر پلوی وکړی ، دا منافق به په آخرت کی څه حال ولری ؟؟
الهی خاتمه مو را سمه کړی .

Adam Khan

Sallamoona Jameel Saib
You are absolutely correct. It is both Islamic and scientific that you would see the reflections of ones heart and brain on his face.
You must be a very good face reading
I was referring to Abdar-Rab Rasool Iblees

مجاهد

تر خلیلزاد ( ګوډ شیطان ) غلام کرزی مداری، غلام غنی او وروسته لوی غلام شیطان دی.
ځینی خلک لکه ربانی، ګلبدین او داسی نور له اوله معنویات لری وروسته وروسته د مادیاتو د تاثیر لاندی راشی او وپلورل شی مګر پورتنی ذکرشوی غلامان له اوله یا له پلریین او نیکینی غلامان او شیطانان وی یعنی دوی فطری حریص انسانان دی.
امریکایان او اروپایان پوهیدل چه روسان به افغانستان هم د نورو ستانو به شان په خپلو نورو اقمارو کیی نغاړی یعنی افغانستان به اشغالوی په دی هم پوهیدل چه مسلمان افغانان به یی په ضد جهاد پیلوی او دی هیواد ته به د لویو قدرتو د هدیری ویاړنه بیا ترلاسه، روسان به باسی او خپلواکی به ترلاسه کوی. د همدی امله یی د سیاف، مجددی او افندی په شان غلامان یی د مالی ازموینو او روزنو لاندی ونیول
مجددی او افندی یا ورته نورو غلامانو ته د وتلو زمینه مساعد شوه یا امریکایی استخباراتو پاکستان ته وویستل او هلته یی ورته ګوندونه جوړ او هر اړخیزی مالی او نظامی مرستی یی ورسره پیل کړی مګر سیاف ته یی دسترسی پیدا نکړه او یا یی سیاف هیواد کی دننه ساتلو ګوندی رسوا به نه شی، روسی استخباراتو د پلټنو لاندی راغی امریکا ته معلومه شوه نو اسلام کی دکتوری د پاره د دی په ځای چه کوم عربی هیواد ته بورس ورکړی د امریکا بورس یی ورته ورکړو.
کارونه یی د سی ای ای په لاس اړونه به عجله تکمیل او د پرواز ورځ یی راورسیدله مګر روسی استخباراتو له الوتکی راشکته او پل چرحی زندان ته یی انتقال کړو ، سی ای ای ورپسی وه زندان کی یی هم مستقل داسی کوټه لکه کور کی چه یی هر څه په واک کی وی لرله یعنی له مرګ او درده یی خوندی وساتلو تر دی چه د کارمل د عمومی عفوی څخه په استفاده له زندانه خوښی او په هماغه لمړی ورځ د کورنی سره پشاور کومی لوی بنګلی ته راوړل شو ګوند ورته جوړ او سمدلاسه عربی هیوادو ورسره د امریکا په دستور مالی لاس اړونه شروع او تر نورو ګوندو هم دمخه شو.
هغه وخت یی د نورو استخاراتی دندو په لړ کی یوه دنده دا هم وه چه اسلامی ګوندونه اتحاد ونه کړی، کله چه امریکایانو او اروپایانو زمونږ سبیڅلی جهاد په بیه رانیو یعنی د سوړ جنګ د غلامی تړون یی د ټولو اسلامی او غیر اسلامی رهبرانو سره لاسلیک کړو له هغه وروسته جهاد نیابتی جګړه شوه یعنی هغه جنګ چه د روسانو او امریکایانو تر مڼّځ او افعانان بکی له دواړو خواوو استخدام شوی وو
کله چه روسان ماتیږی روسان د مجاهدینو په ځای امریکایانو ته تسلیمیږی او افغانستان ورته سپاری امریکا د شمال کمونستان او اخوانیان په شمال او د جنوب اخوانیان او کمونستان یی د جنوب ایتلاف کی ونغشتل او یو د بل په مقابل کی وجنګول په دی کار امریکایانو غوښتل د جهاد او مجاهدینو یا الهی نظام سره د خلکو کرکله او فاصله وزیږول شی چه د امریکایی اشغال وخت کی خلک په خبله خوشه او لیوالتیا د دموکراسی شیطانی نظام ومنی .
نو سیاف یو د هغه کسانو ]خخه وو چه د کابل ۶۰ زره خلک یی به وینو کی ولمبول ، تر دی چه طالبانو دسیاف په ګډون ټول لیوان پسی واخستل، پنچشیر وادی کی یی د راتلونکو محاکمو د پاره محاصره کړل، تر دی چه امریکایانو له محاصری خوشی او د کابل په غلامه اداره کی یی چارواکی کړل مګر ریسان یی لکه کرزی او غنی د امریکا اصلی او ګڼلی غلامان وو

الحاج استاذ بیانزی

د مخاهد صاحب د تبصری په تایید :
دلته هم دستوری د غنی په خای د غنی خلاف اتحاد کی نه یواځی د یو فرد په حیث بلکه د حراست او ثبات شوری د مشر په توګه دنده ترسره کوی د دی مشرولی په اساسی یی نور غلامان خبری ته اهمیت ورکوی او مصالحه عمومی په نوم بله شوری چوړوی چه دی یی هم غړیتوب لری. چه د غنی د مذاکراتی ټیم سره مخالفت لری مګر امریکایان غواړی لکه څرنګه چه یی عبدالله مات کړو هغه سیاسی مخالفین هم مات کړی چه غلامه اداره د طالبانو په مقابل کی یو موقف او دریز ولری او په دی واسطه طالبانو قوت په راتلونکی حکومت کی کمرنګه او کم خونده وی او همدغه غلامان بیا چارواکی او طالبان هم د ګلبدین په شان تسلیم کړی

Adam Khan

This man looks like the IBLEES of this current century. You can tell from his ugly face.
I mean Abdur-Rab Rasool Iblees

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close