افغانستان

پر ګرځېدو بندیز؛ عام خلک له ناچارۍ او بې وسۍ سر ټکوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره يو لور ته د خوراکي توکو بيې لوړې شوي او بل لور ته حکومت د پلازمېنې کابل سربېره په يو شمېر ښارونو کې د خلکو پر تګ راتګ او ګرځېدو بنديزونه لګولي دي.

عام خلک وايي، د افغانستان ډېری اوسېدونکي بې وزله دي، هره ورځ دومره څه ګټي،چې ماښام ته پرې خپلو کورنيو ته خواړه برابر کړي، خو حکومت، چې د عامو خلکو پر ګرځېدو بندیزونه لګولي، مزدورکاران له ستونزو سره مخ دي او شته ستونزې يې نورې هم پر زياتېدو دي.

هر سهار د کابل ښار سربېره د نورو ولايتونو او ښارونو په واټونو او څلور لارو کې ګڼ شمېر خلک د مزدورۍ په نيت راوځي، تر څو ماښام ته د خپلې کورنۍ لپاره خواړه برابر کړي.

د رپوټونو له مخې د افغانستان له پنځوس سلنه زيات خلک د فقر له کرښې ښکته ژوند کوي او د حکومت له لوري پر ګرځېدو محدوديت د خلکو ژوند نور هم ګواښلی او داسې اندېښنې شته، چې مزدورکاران او بې چاره خلک به له کرونا مخکې د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په نورو هېوادونو کې د کرونا ويروس له امله، چې خلک له کوره بهر نه وځي، نو حکومتونه يې په بدل کې هغوی سره مالي او خوراکي مرستې کوي خو د کابل حکومت تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستی.

د ماليې وزارت وياند شمروزخان مسجدي وايي، حکومت د خلکو اقتصادي وضعيت په نظر کې نیولی او په داسې يوې طرحې يې کار پيل کړی، چې د محتاجو خلکو د مرستې لپاره لازم تدابیر ونیول شي او د پېښېدونکو ستونزو مخنیوی وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x