روغتیا

کرونا: امریکا کې د مړو شمېر له ۲۰۰۰ او د ناروغانو شمېر له ۱۳۰زرو پورته شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۹ل): د کرونا ویروس څخه د امریکا په متحده ایالاتو کې د مړو شمېر ۲۳۸۹ ته  او د ناروغانو شمېر له ۱۳۰زرو پورته شوی دی.

امریکا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د کرونا زیات ناروغان په کې ثبت شوي دي، په دې هېواد کې د اخته کسانو شمېر له ۱۳۵زرو ته رسیدلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمېر زیاتېدل د چټکۍ معاینې او تشخیصولو په معنا دي.

په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د امریکا روغتیا وزارت د ۱۲۳۲۱ نویو پېښو تایید کړی، په داسې حال کې چې چین د کرونا په مرکزي ښار ووهان کې قرنطین ختم کړی دی.

په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر له ۷ لکو پورته شوی، ددې له برخې یې ۳۳۵۶۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰زره بیرته روغ شوي دي.

ایټالیا داسې هېواد دی چې له نږدې ۱۰۰زرو ناروغانو څخه یې ۱۰۷۷۹ مړه شوي دي، دغه راز اسپانیا کې هم د مړو شمېر ۶۶۰۰ ته رسیدلی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close