روغتیانړۍ

«ښايي په امريکا کې کرونا ويروس تر سل زرو زيات خلک مړه کړي»

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۹ل): د امريکا د عامې روغتيا وزارت طبي څېړونکي وايي، ښايي د کرونا ويروس له امله په ټولو متحده کې ايالتونو تر سل زرو زيات خلک مړه شي.

د عامې روغتيا وزارت د ساري ناروغيو متخصص ډاکټر فاوچي «سي ان ان» ټلويزون سره په مرکه کې اندېښنه ښکاره کړې، چې ښايي دا نړيواله وبا په امریکا کې تر سل زرو زيات خلک مړه کړي.

ډاکټر فاوچي ويلي، تر اوسه د رسمي شمېرو له مخې يو لک او ۳۰ زره کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او د مړو شمېر ۲۱سوو ته رسېدلی او دا شمېر په ډېره تېزۍ مخ پر زياتېدو دی.

په امريکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر ځکه د اندېښنې وړ ښکاري، چې تېره مياشت له دې ناروغۍ زر تنه مړه شوي وو او په تېرو څو ورځو کې يې له زرو زيات کسان مړه کړي دي.

د کرونا پر خلاف د مبارزې کميسيون مشر مرستيال ولسمشر مايک پنس ويلي، د دې ناورغۍ له امله تر اوسه د سلګونو زرو خلکو ازموينې شوي، چې لس سلنه مثبتې راوتلي دي.

د امريکا کانګريس د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په غوښتنه له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دوه سوه ميليارده بودجه منظور کړې ده.

د ټرمپ ادارې منتقدين وايي، د کرونا ويروس د خپرېدو تر ټولو ستر لامل د حکومت بې پرواهي او ناغېړي ده، چې پر وخت يې په دې اړه ګامونه نه دي پورته کړي، چې له امله يې امريکا له درنو مالي او ځاني زيانونو سره مخ ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close