
هرات کې ښځینه بندیانو زندان ته اور اچولی
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په مرکزي زندان کې یو شمېر ښځینه زندانیانو له دې امله زندان ته اور اچولي، چې نومونه یې ولې د خلاصېدونکو زندانیانو په لست کې نشته.
د هرات د والي ویاند «غلام جیلاني فرهاد» ازادي رادیو ته ویلي، د ښځينه زندان ځیني بندیانو له دې امله چې نومونهیې د جمهوري ریاست لهخوا د عفوه شویو بندیانو په لېست کې نشته شور ماشور جوړ کړی او د بندیانو ځيني مالونو ته یې اور ورته کړی.
نوموړي زیاته کړې، پېښه تېر ماښام رامنځته شوې او د پېښې ځای ته د یو روغتیایي ټیم تر څنګ د پېښې د څېړلو په موخه هم یو پلاوی لېږل شوی.
د فرهاد په خبره، د پېښې په پایله کې پنځه تنه پولیس هم ټپیان شوي.
دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته کېږي، چې څو ورځې وړاندې اشرف غني د لس زره زندانیانو د خلاصون حکم ورکړ، په خلاصېدونکو بندیانو کې پنځه زره یې د طالبانو او پاتې نور یې په محابسو کې شته نارینه او ښځینه زندانیان دي.
د ورکړل شوي حکم پر بنسټ، ټولې هغه مېرمنې چې په قتل او ځینو نورو جرمونو کې ښکېلې نه وي، د زندان موده یې ورته بښل کېږي.