افغانستانروغتیا

افغان سفارت: کرونا ویروس په ایران کې پنځوس افغانان مړه کړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۹ل): تهران کې د افغانستان سفارت وايي، دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پنځوس افغانان مړه شوي دي.

د افغان سفارت د کډوالو چارو مسؤول ابراهيم حجازي ويلي، د ایران د روغتيا وزارت د کرونا ویروس له امله د افغان کډوالو د مړو شمېرې له دوی سره نه شريکوي، خو دا معلومات يې په ایران کې د افغان کډوالو د کورنيو له خولې راټول کړي دي.

تر دې وړاندې په ایران کې د افغانستان سفير عبدالغفور لېوال هم ويلي و، ایراني چارواکي ورسره پر کرونا ويروس د اخته او مړو شوو افغانانو شمېر نه شريکوي.

د سفارت د کډوالو چارو مسؤول ابراهيم حجازي وايي، په ایران کې د افغان کډوالو کورنيو له دوی سره په شخصي توګه دا معلومات شريک کړي، چې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو افغانانو شمېر پنځوسو ته رسېدلی، خو په رسمي توګه يې د دې شمېرو تاييد يا رد نه دی کړی.

تر دې وړاندې ایران مېشتو افغان کډوالو په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو کړو ويډيوګانو کې ويلي و، چې ایراني چارواکي د عادي زکام او سينه بغل افغان ناروغانو ته د زهرو پيچکاري ورکوي او وژني يې.

په افغانستان کې هم ۱۰۴ کسان پر کرونا اخته شوي او دا هم ډېری هغه کسان دي، چې له ایرانه راستانه شوي دي.

افغان چارواکي وايي، هره ورځ شاوخوا پنځلس زره افغان کډوال له ایرانه په جبري توګه راستنيږي، خو ابراهيم حجازي وايي، په دې اړه يې له ایراني چارواکو سره خبرې کړي او اوس د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ صفر ته راښکته شوې ده.

د حجازي په وينا له تېرو څو ورځو راهيسې هره ورځ شاوخوا دوه زره افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستنيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x