نظــر

د غني مذاکراتي پلاوی ولې د طالبانو له لوري رد شو؟

فاتح عبید

له اوږدې مودې ځان تيرولو او تېر ایستونکي دریځ خپلولو وروسته بلاخره درې ورځې وړاندې اشرف غني د بین الافغاني مذاکراتو په نامه له طالبانو سره خبرې کوونکی پلاوی وټاکه، چې له اعلانېدو څو ساعته وروسته د نورو بېلابېلو جهتونو تر څنګ د طالبانو له لوري هم رد شو. د طالبانو له دې اعلان سره هم مهاله ځينو احساساتي مبصرینو طالبان د سولې پروسې په مخالفت تورن کړل او پر هغوی یې تور ولګاوه، چې بین الافغاني مذاکراتو ته خنډونه جوړوي، خو دا چې ولې طالبانو دغه پلاوی رد کړ په اړه يې لاندې څو نقاطو ته تم کېږو.

تر ټولو لومړی دا چې، غني د بین الافغاني مذاکراتو پلاوی په داسې یو حالت کې تشکیل کړ، چې د کابل سیاسي فضاء تر بل هر وخت کړکېچنه شوې او د حکومت دننه یو ژور سیاسي بحران په څپو دی. همدا سیاسي بحران وو، چې له امله یې حکومت یو میلیارد ډالر وبایلل او د ورته نورو مرستو د کمېدو خطر یې هم پر سر واوښت.

له ټاکنو را زیږېدلي دې بحران د حکومت او سیاسیونو تر منځ شته فاصلې نورې هم زیاتې کړې او هغه په نشت حساب سیاسي اجماع یې هم له منځه وړې، نو په دغسې يو حالت کې به د بحران له یوې غاړې د بین الافغاني مذاکراتو په نامه ټاکل کېدونکی پلاوی د بحران نورو اړخونو ته څومره منلی وي؟ او د سیاسي ګوندونو دننه به څومره نفوذ ولري؟

که څه هم حکومت د خپل ټیم د جامع والي خبره کوي، خو حقیقت دادی، چې په جوړ شوي مذاکراتي ټیم باندې نه سیاسي اجماع شتون نلري او نه هم د ټولو افغان جهتونو استازیتوب کولای شي، همدا لامل وو، چې د ټیم له جوړېدو څو ساعته وروسته د اشرف غني سیال «عبدالله عبدالله» دا ټيم رد کړ او یاده یې کړه، چې دا ټیم د ټولو لورو استازیتوب نشي کولای.

نو دا به هیڅ منطقي او د مذاکراتو په خیر نه وي، چې طالبان له یوه داسې ټیم سره خبرو ته کېني، چې نه ولسي ملاتړ له ځانه سره لري او نه هم د ګوندونو او افغان جهتونو استازیتوب کولای شي.

دا یوه ښکاره خبره ده، چې بین الافغاني مذاکرات یوه ستونزمنه پروسه ده او د دوو داسې ټیمونو تر منځ قناعت چې دوې لسیزې یې د یو بل په وړاندې سنګر نیولی وو، خورا دروند کار دی، نو ځکه له متعددو ټیمونو سره خبرې ښايي میاشتې او کلونه ونیسي، همدا لامل دی چې طالبان ټینګارکوي، دوی ته باید د مذاکراتو لپاره یو ټولشموله پلاوی ور وپېژندل شي، تر څو دوی وکولای شي، له هماغه پلاوي سره دا غوټه په یو ځل خلاصه کړي او وروسته بیا دا ستونزه پېښه نشي، چې یا کوم جهت د روغې جوړې له پروسې د باندې مرور پاتې وي او یا هم یو بل جهت په مذاکراتي پروسه کې د دخیلو لورو په مخالفت کې راپورته شي.

د اشرف غني له لوري ټاکل شوی پلاوی د افغان حکومت د پلاوي په نامه لېږل او هلته له طالبانو سره مخ کول بل هغه چلنج وو، چې طالبان یې د کابل د پلاوي رد کولو ته وهڅول.

طالبانو له امریکا سره د مذاکراتو له پیله په بیا، بیا واضح کړې، چې دوی د کابل حکومت په نوم کوم جوړښت په رسمیت نه پېژني او نه هم له چا سره د حکومت په نامه خبرو ته تیار دي.

د طالبانو له قوله، اتلس کاله وړاندې د ناټو پوځیان له خپلو څه حامیانو سره راغلل او دلته یې ددوی یو مستحکم او شرعي نظام ړنګ کړ، نو ځکه ددوی په خبره، که اوس له ناټو سره پرېکړې ته رسېږو، ددې مطلب دادی، چې د ناټو پیداوار او د هغوی تر چتر لاندې جوړښتونه ورسره جوخت د همدې پرېکړې په حدودو کې راځي او د حکومت په نوم بل داسې جوړښت نه پاتېږي چې طالبان خبرې ورسره وکړي.

اوس که طالبان دلته د نظام په استازیتوب له کوم پلاوي سره خبرو ته کېني، نو په حقیقت کې حکومت په رسميت پېژني، د یوه بېل جوړښت شتون مني او په خپلو ټولو هغو قربانیو د «خطا» ټاپه وهي، چې تېرې دوې لسیزې یې د همدې نظام سره په جګړه کې ورکړې. همدا لامل وو، چې طالبانو ټيم رد او د خپلې یوې اعلامیې په برخه کې یې وویل، دوی د حکومت په نوم له چا سره مذاکراتو ته نه کېني.

د طالبانو له لوري د بین الافغاني مذاکراتي ټیم د رد بل بارز دلیل ښایي دا وو، چې د اشرف غني له لوري ټاکل شوی پلاوی د «واک» او «صلاحیت» له نشتوالي سره مخ دی، غني په بیا، بیا اعتراف کړی، چې دده له لوري تشکیلېدونکی مذاکراتي ټیم به د پرېکړو واک نه لري، بلکې له طالبانو سره ویل شوي موضوعات به د مصالحې شورا ته وړاندې کوي، هغوی به یې تر بحث وروسته پارلمان ته لېږي، له هغه به ځایه به مشرانو جرګې او بیا که اړتیا وه په اړه به یې ستره جرګه رابلل کېږي.

د روغې جوړې او مذاکرې د اصولو له مخې، مذاکره کوونکی ټیم باید له خپله اړخه د پرېکړو د کولو بشپړ صلاحیت ولري، کنې د افغانستان د کړکېچ غوندې پیچلې موضوع له داسې یوه ټیم سره فیصله کول، چې خپلو ژمنو ته د عمل جامه ور اغوستی نشي، پرته له شکه د وخت ضیاع ده او وي به.

دوې ورځې وړاندې د پلاوي له ټاکل کېدو وروسته د اشرف غني یوه ویاند واضح کړه، چې د پلاوي واکونه او د مذاکراتو اجنډا به د «مصالحې شورا» له لوري ټاکل کېږي، کومه چې تر دې دمه تشکیل شوې نه ده.

په داسې یو حالت کې چې جګړه هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي د مذاکراتي پروسې په لاره کې دومره اوږده مزي غځول او خبرو ته د یوه بې صلاحیته پلاوي لېږل پرته له دې چې له مذاکراتو سره څرګند مخالفت وبلل شي، بل تعبیر ترې کېدای نشي.

که د تشکیل شوي ټیم جوړښت ته وګورو هم ترې څرګندېږي، چې پلاوی نمایشي دی او هسې د وخت وژلو او له ځانه د حجت اړولو په موخه طالبانو ته ورلېږل کېږي، مثلا په مذاکراتي ټیم کې داسې کسان را اخستل شوي، چې نه خو د روغې جوړې په چارو کې مخینه لري او نه هم په سیاسي برخه کې کاري تجربه. حتی داسې یو څوک هم د ټیم برخه ګرځول شوی، چې پخپله اعتراف کوي د مذاکراتو اجنډا ورته څرګنده نه ده او په دې اړه هیچا له ده سره مشوره نه ده کړې.

نو! پورته دلایلو ته په کتو دا هیڅ معقوله نه ده، چې طالبان له یوه بې صلاحیته، غیرجامع او حکومتي
پلاوي سره خبرو ته کېنول شي او ددې ټیم سره په خبرو نه کولو باندې د سولې د مخالفت ټاپه ورباندې ووهل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close