افغانستانسولې اړوند خبرونه

ثبات او همپالنه ټیم: مذاکراتي پلاوی باید همه شمول او د سولې له مخالفینو تش وای

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټيم وایي، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره باید داسې یو پلاوی ګمارل شوی وای، چې ملې ګټې او نزاکتونه يې پېژندلای او د سولې مخالفت یې نه کولای.

د ثبات او همپالنې ټیم ویاند «فریدون خوځون» په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره داسې پلاوي ته اړتیا ده چې افغانستان، قومي جوړښتونه یې، ملي ګټې او نزاکتونه یې وپېژني.سیاست د علم پر ځای تر ډېره تجربې ته اړتیا لري او پلاوی باید پر افغانستان سربېره د سیمې له هېوادونو او سیساتونو یې هم ښه خبر وي.»

د فریدون په خبره، طالبانو له معصوم ستانکزي سره ناسته رد کړې ده، نو غوره به وای چې په دې ټیم کې عمر زاخېلوال او حاجي دین محمد غوندې کسان شامل وای « د بې تجربې شخصیتونو پر ځای اړتیا وه چې د دې پلاوي په ترکیب کې په سولې پسې ملنګ سپین ږیری حاجی دین محمد، داکټر عمر زاخېلوال او امیر محمد اخندزاده هم شامل وای. حتی د دې پلاوي مشري باید ډاکټر عمر زاخېلوال کړې وای، چې له ډېر وخت راهیسې یې ټول تمرکز په سولې دی او له طالبانو سره یې مشترکه ژبه هم پبدا کړې ده.»

فریدون زیاته کړې « په پلاوي کې باید دغسې شخصیتونه ځای پر ځای او همه شمول شي څو ټولو ته قابل د قبول او مذاکرات پایلې ته ورسېږي. د سولې مخالفان په پلاوي کې راوستل دا فرصت ضایع کوي.»

د اشرف غني مذاکراتي ټیم چې څو ورځې وړاندې اعلان شو، یوویشت تنه غړي لري او مشري یې د ملي امنیت پخواني رییس «معصوم ستانکزي» ته سپارل شوې.

جوړ شوی پلاوی په طالبانو سربېره د ګڼو نورو سیاسي ګوندونو له لوري هم رد شوی او نیوکه ورباندې وشې، چې دا پلاوی له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close