ټولنیزه برخه

تدبير«د یوه سعودي شیخ خوندوره کیسه»

حامد افغان

د شیخ سعید په نوم یو سعودی شیخ کیسه کا چې د دولت (۱۵۰) زره ریاله مې د ځانګړو اجرآتو لپاره راواخیستل، په ناپامي کې مې د پیسو بکسه د هایلوکس موټر باډۍ ته واچوله، مال کور نږدې ده کور به یې کېږدم، د کور مخته چې ودریدلم اذان وشو، زما نه د پیسو بکسه هېره شوه، جومات ته روان شوم.

جومات کې چې اقامت وویل شو امام زه له لاسه ونیولم او لمانځه ته یې مخته کړم، ما چې غوږو ته لاس کړ او الله اکبر مې وويلې په همدې وخت کې شیطان د پیسو بکسه رایاده کړه! بېخي عجیبه وه چې څنګه مې الله اکبر وويلې او نیت مې وتړه شیطان ټک پیسې رایادې کړې! او دا کیسه ډېره پخوانۍ ده، هغه مهال دا پيسې خورا لوی مَبلغ و.

لمانځه کې مې حالات خراب شول، په ډېر زحمت مې فاتحه او قرائت ويلې، خو د شیطان د وسوسو توفان ډېر زورور و، اندېښنه به یې راواچوله چې که دا پيسې چا غلا کړې زه به یې څنګه اړوند دولتي ادارې ته ورپوره کوم! له ځانه سره به مې وویل موټرونه او کور به خرڅ کړم او … لنډه دا چې په ډېر تکلیف مې لمونځ پوره او سلام مې وګرځوه.

چې زه پورته کیدلم امام راولاړ شو، غوښتل یې میکرفون راته برابر کړي او راته ويې ویل چې ناستو خلکو ته به وعظ وکړې. ما په غوږ کې په ډېر ټینګار او عاجزۍ ورته وویل چې زه فعلا خبرو ته نه یم تیار او ذهن مې ګډوډ دی، خو په چا یې منې، میکرفون کې یې خلکو ته زما نوم واخیست او ورته ويې ویل چې کینئ هغه وعظ او نصیحت درته کوي.

له ځان سره مې وویل چې اوس ګیر شوم، باید کوم تدبیر جوړ کړم، نو سمدستي مې په لوړ اواز د وعظ اوریدلو فضایل پیل کړل او خلکو ته مې په ټينګار سره وویل چې ګورئ پنځه دقیقې راته کېنئ. یو دوه بنګالیان چې په عربي نه پوهیدل هغوی روان شول او وتل، په هغو مې غږ وکړ چې څو دقیقې کینئ. مال په دې توګه به خلک دلته ایسار کړم چې بهر ونه وځي او له موټره د پیسو بکسه وروانخلي. الحمد لله دا تدبیر کارګر وخوت، خلک ټول کیناستل.

شیخ زیاتوي چې څو دقیقې مې خبرې وکړې، وضعه مې له اندازې زیاته بېخونده وه، چې خبرې مې ختمې کړې دومره په بیړه له محرابه راغورځار شوم چې اول کس زه وم چې له جوماته راووتلم. په بیړه مې موټر ته ځان ورسوه الحمد لله بکس سالم او پخپل حال ایښی و.

پایله: تدبیر هر وخت کارګر وي، هر وخت باید په غور و فکر او تدبیر سره کارونه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x