افغانستان

زابل کې نفوذي عسکر خپل نهه ملګري وژلي 

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۹ل): د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو يوه نفوذي بریدګر خپل نهه ملګري وژلي او له ګڼ شمېر سپکو او درنو وسلو سره طالبانو ته تښتېدلی دی.

د زابل ولايت امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، يو عسکر، چې له طالبانو سره له مخکې په اړيکه کې و، خپل نهه همکاران وژلي، له ګڼ شمېر سپکو او درنو وسلو سره د طالبانو مرکز ته رسېدلی دی.

خو دفاع وزارت بيا د شپږ عسکرو د وژل کېدو پخلی کوي او وايي دا عسکر د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
نفرین او لعنت په هغه چا ،چه څوک د خپلی کاسی ملګری وژنی، او د ملګری توپک او پیسی ته یی وږی سترګی نیولی وی،

Saleem

غمی غمجنه! ټوپک او پیسې به یې نو ته بولي، ځان دې ناګاره وا چاوه.
تر دې بل غټ جهاد نشته چې یو د نر زوی را ولاړیږي، د متجاوز کافر بی ننګه مزدور وژني او ځان ورباندي غازي کوي.
جنت دی یې ځای سي.
او پرتا دې نفرین وي، غمیه! چې تر اوسه لا د کفر له ملاتړه لاس پر سر نه شوي. په دا ۹ عسکرو کې چې ته هم وای ښه به و.

مجاهد

لعنت په هغوی چه د یو څو ډالرو د پاره د اشغلګرو یونیفورم یی په غاړه ، ټوپک او مرمی یی په لاس ورکړی د اشغلګرو د پاره خپل خلک او هغوی وژنی چه د خپلواکی ، خاوری او خلکو د دفاع د پاره جنګیږی ، ډیر ښه کار یی کړی چه هغه خره یی وژلی او که دا نور خره هم له د عفوی له اعلان ګټه پورته نه کړی او لږ تر لږه د خللکو له وژنی لاس واخلی.
د هغو غلامانو چه مردار کړی دی او هغوی چه په دی پاڼو کی ورته کمپاین کیږی یوه ذره تفاوت نشته ، دوی هم د دجال له ناولتیا برخه ترلاسه کوی . مګر د دجال جنتونه او دوزخونه د الله ج په نزد سرچپه دی مګر ځینی بیچاره ګان له زباړنی غیره بله مسلکی پوهه نه لری همدغه کمیشن کاری که ونه کړی له لوږی مری

غ. حضرت

البته د بشری ټولنی د ځینو غړو د ګمراهۍ او ضلالت او بعضاً ذلت علتونه د ابلیسی وسوسو او نفوذ توره نتیجه ده.
د نفوذی عسکر په مغزو کی متحجر او مزدورو طالب مشرانو نفوذ کړی دی، د طالب په مشرتابه کی د پنجاب استخباراتو نفوذ کړی دی، د پنجاب په استخبارتو کی د لندن ګیدړانو نفوذ کړی دی او د لندن د جادو ګرانو په رګونو کی ابلیس نفوذ کړی دی چی نتیجتاً به د ټولو نفوذیانو عاقبت مشترک او همهغه د جهنم ابدی اور او زمهرېر وی.

احمدشاه

غمي حضرت ته
نپوهيږم چه داستاسو په #### سرونو کي ماغزه دي او که د#!
لندن او امريکا يعني يهود اونصارا ستاسو پر ## يو مليارد دالر بند کړه او اخطاري هم ورکړ چه که خپل په سپي توب کي نور هم ښه نشي دانوري دالري هم پري بندوي
مګر تاسوپر دي ### سرونوکي هيڅ هم اسر نلري په ريښتيا چي تا سو
صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لا يَرْجِعُونَ ياست.
که دغه کم عقله عسکر د ع او غ او دوستم او دا نورو## مخي ته وندريګي اشغال خود به خوده ورکيږي،

جمیل

غلامه !
هیر مو سول چی همدا ستاسو پنجابی ملګرو زمونږ د مجاهدینو سره څومره غداری وکړه ، دامریکایی وژونکی وسلی او قطارونه ټول پر پاکستان نه راتلل، دری مهمی اډی یی نوی ورکړی ، د مجاهدینو پر ضد یی ۱۵۰ زره عسکر پر سرحد نه وه اچولی ، په سلهاوو مجاهدین یی ژوندی امریکایانو ته ونه سپارل او همدا اوس یی هم بندیخانی په ډکی نه دی ؟؟؟؟. د دوی مشر ابلیس( انګریز) په هلمند کی څومره افغانان شهیدان او بی کوره کړل ، د همدغو جادوګرانو تاثیر دی چی تاسی به هم له ځانه سره ابدی جهنم ته بوزی ، ړانده، کاڼه او ګنګیان خو اوسهم یاست .
لمر په دوو ګوتو نه پټیږی .
دا پنجابی سرنا نوره زړه سوی ، شرمیدلی او بګیل استاد(ابلیس) ته مو ووایاست چی نوی لاری در وښیی .

پتنګ

مذدور خو هغه ته وایې چې بادارر یې تر څنګ ولاړ وي امر ورته کوي اوعامه اولس یې ویني او سر بیره پردې دخپلې ښځې واک هم نلري نو داانسانان خو ستا ترکی ، امین …و کرزي او لاپوک پوچمغزه غني دي . ته نو ولې هغه عسکر ملامتوي دهغه به فکر سرته راغلی چې د افغان نستان اردو د غرب په پيسو خپل اولس وژني او راڅه چې خپل مسئولیت وپيژنم او له دغي غربي اردو چې اولس مې وژني جدا شم .

مجاهد

[[ غلام ]] حضرت صاحب سلامونه می ومنه !!!
ابلیس د لعنت سزا له جرم دمخه ځانته ټاکلی وه . تاسی تر مونږ زیات معلومات لری
زه به درته د درناوی له امله غلام نه وایم انسان د یو الله ج غلام او بندګی د پاره خلق شوی او بس .
که بیا هم د څه ستونزو له امله غلامی منی بیا مو نه ګرموو غلامان باید همداسی ولیکی غلامان هغه وایی او هغه کوی چه د هغو ویلو او کولو ورته دستور او قومانده ورکول شوی . روسی او امریکا اشغال سره سم مجاهدین د پاکستان په غلامی متهم کیږی تر دی چه اشغلګر د دی تهمت منلو د پاره پاکستانی غلامانو ته کمیشن ورکوی چه په اړه یی غبرګون نه شیوی
غلامان د سړو او ګرمو احساس نه شی کولای څه چه ورته ویل کیږی هماغه ورته هم ګرم او هم ساړه دی
طالبان ( د غلامانو د ناموس دفاع کوی ) هغوی ته متحجر ویل د خند وړ ده لکه غلبیل چه کوزی ته د دوه سورو پیغور ورکوی په داسی حال کی چه غلبیل سوری سوری دی .
غ حضرت صاحب تاسی غلامانو اشغلګرو ته د قضایی مصونیت په ورکولو د خپلو کورو او پالنګو دروازی پرانستی تر دی به نور شرم چیرته وی په توضیح کولو یی زما قلم او ګوتی شرمیږی او د قلم . لیکنی او د دی پآڼی بی عفتی ده.
که طالبان د پاکستان غلامی کولی او په مقابل کی یی کالداری تر لاسه کوی د امریکا غلامی ولی نه کوی چه ډالری ترلاسه کړی ؟ یو ډالر تر سلو پورته کالداری کیږی او د دغو کالدارو د پاره له ځانو پوری بمونه تړی ؟
طالبان دغه بمونه د هغو غلامانو د ناموس ساتنی . خپلو خلکو ، خاوری او خپلواکی تر لاسه کولو د پاره چه له امریکایانو یی وژغوری د ځانو پوری تړی د ژوند په مقابل کی کمیشن نه ترلاسه کوی .
زما وړاندیز دا دی چه:
دکمیشن کاری او غلامی موسم مخ په تیریدو دی له دی وروسته د غلام حضرت په ځای خپلواک حضرت نوم ځانته غوره کړه .
ادمجاهدینو له عمومی عفوی په ګټه اخستنه له راتلونکو اسلامی محاکمو ځان وژغوره
الله ج ته رشتونی توبه وباسه الله ج مهربانه دی که طالبان مو بښی الله ج تر هر چا ډیر مهربانه دی.
د بندیانو له ازادیدلو وروسته بین الافغانی خبری شروع ، اشغلګر تښتی ځپلواکی ترلاسه او اسلامی حکومت جوړیږی زیری درکوو
ایات او حدیث هر چاته په انلاین کی پرانستلی پراته دی ږیری پرږږدی د سپیڅلو ایتو په لیکلو او ویلو شروع وکړه
د ځان بدلولو هڅه وکړه
که می داسی څه لیکلی وی چه ستا د خوابدی سبب شوی بخښنه کوی مګر د اسلامی ورورولی د مخه می درته لیکلی هڅه لرم چه د شیطان له حملاتو مو وزغورو
مننه

Muhammad

Mash Allah

Muhammad

Jazzakallahu kayran

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close