شعـــــرونه

غزل؛ اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

کنډوونه مې د غرونو ځکه خوښ دي
چې شپانۀ ورباندې اوړي او را اوړي

څۀ مزه کا د سپرلي هوا په دښتو
چې واښۀ ورباندې اوړي او را اوړي

ستا د شونډو په انګار د بڼو سیخ کې
زما زړۀ ورباندې اوړي او را اوړي

په سپین مخ دې د ځوانۍ نسیم لګیږي
تور ویښتۀ ورباندې اوړي او را اوړي

د نفاق په سرو لمبو د جهل بټ کې
پښتانۀ ورباندې اوړي او را اوړي

زما قبر به د کلي مخ کې جوړ کړئ
چې واړۀ ورباندې اوړي او را اوړي

د زړۀ تخت مې یو مفتون باندې پیرزو دی
نـور دې نـه ورباندې اوړي او را اوړي

اکرام الدين مفتون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x