نظــر

د قرنطین پر وخت لازمې لارښوونې

ترتيب:دوکتور فضل هادي وزین
ژباړونکی: عبدالحمید راشد

۱- د کور یو غړی مو د سودا د اخیستلو لپاره وټاکئ،  تر څو د کور مهم وسایل له بهر څخه وپیري، ټول د سودا د اخیستلو پسې مه وځئ.

۲- بهر ته د تللو لپاره یو جوړه جامې انتخاب کړئ، او هغه له نورو جامو سره مه یو ځای کوئ.

۳- له کور څخه د بهر تللو لپاره یو ځانګړې کڅوړه د پیسو د ساتلو لپاره وټاکئ او د هغې کڅوړې پیسې له نورو پیسو سره مه یو ځای کوئ.

۴- د کور څخه د بهر سودا اخیستلو لپاره باید یو لیست او نقشه ولرئ او فقط هماغه لیست باید له ځان سره بهر ته یوسئ.

۵ – د بهر ته تګ لپاره یو ځانګړی موټر او یوه ځانګړې کیلي وټاکئ،  او یاده کیلي له نورو شیانو سره مه یوځای کوئ.

۶-  هره ورځ فقط یو ځل له کوره ووځئ، هرڅه پسې جدا جدا مه وځئ.

۷- له کور څخه بیرون هڅه وکړئ،تر څو له موبایل څخه زیاته استفاده ونکړئ.

۸ – د ګڼه ګوڼې ځایونو ته مه ورځئ او هڅه وکړئ د کار له پای ته رسیدو سره سم مو بیرته خپل کور ته ستانه شئ.

۹ – د سوپر سټور د دروازی د خلاصولو لپاره هڅه وکړئ، له پښې او یا د څنګل څخه استفاده وکړئ، نه د لاس د ورغوی څخه.

۱۰- څه وخت چې بیرته کور ته ستنیږئ،  مخکې له دې چې د کور ودانۍ ته ننوځئ،  یو کارتن تیار کړئ، جامې، کلیګانې، او ټول هغه توکي چې بیرون مو ترې استفاده کړې وه،  په کارتن کې واچوئ او هغه بیا د کور له وسایلو سره مه یو ځای کوئ.

۱۱- تر څو پورې مو لاسونه په صابون او یامیکروب ضد مایع باندې نه وي وینځلي، مهرباني وکړئ، پوزي خولې او سترګو باندې یې مه وهئ.

۱۲- مخکې له دې چې د کور له توکو او وسایلو سره په اړیکه کې شئ، مخ او لاسونه مو په صابون ووینځې، او موبایل مو هم په میکروب ضد مایع پاک کړئ.

نوټ: د دغه لارښوونو په شریکولو سره کم تر کمه د یو کس ژوند وژغورئ او انتهایي ثواب حاصل کړئ،

ستاسو د ټولو د روغتیا په هېله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x