ټولنیزه برخه

بهترین ملګری انتخاب کړئ!

لیکنه: جاوید چوهدري

ژباړه: محمد یعقوب حامد

زه د شا په کوټه کې کښیناستم، په مینځ کې د شیشې دیوال و، ما له دیوال نه ها خوا خلګ لیدای او هم مې د دوی خبرې اوریدای شوې، دا زما د ملګری دفتر و، زما ملګری د ګمرک د استخباراتو افسر و، زه یې ملاقات ته ورغلی وم، ناڅاپه زما ملګری ته ټیلیفون راغی، په ټیلیفون کې له خبرو وروسته یې زه د شا په کوټه کې کښینولم او د کوم ملاقاتي کس په انتظار شو ـ

ما هم په شوق د شیشې ها خوا کتل، څه وخت وروسته یو ښکلی غونډ منډ ځوان کوټې ته رادننه شو او زما ملګری ته مخامخ کښیناست، ما دوی لیدای او هم مې خبرې اوریدای شوې، ځوان د خپل کوټ له جیبه درې انځورونه راوایستل او د ګمرک د افسر مخې ته یې کیښودل، دا د یو سپین رنګي جیپ موټر انځورونه وو، ځوان پر انځورونو ګوته کیښوده او وې ویل” صیب دا هغه قاچاقي او بې نمبره موټر دی او د ډیفنس په Y بلاک کې ولاړ دی ـ

زه آدرس درکوم، تاسو دا موټر ونیسئ، زما ملګری په غور انځورونه وکتل او له څه فکر وروسته یې وویل” موږ د چا پر کور چاپه نشو وهلی، هو! که چیرې دا موټر پر سړک وي بیا یې موږ نیولی شوای” ځوان هم څه فکر وکړ او وروسته یې وویل” زه به د موټر له مالک سره یوځای د ماښام په څلورو بجو د جوس څښلو په پلمه له کوره راووځم، زه به تاسو ته پیغام درولیږم او د دوکان آدرس به هم درکړم، تاسې هلته چاپه ووهئ او موټر ونیسئ مګر زما یو شرط دی!”ـ ځوان خاموشه شو، زما ملګری په خاموشي سره ده ته کتل، ځوان له څه چوپتیا وروسته وویل” د موټر مالک زما دوست دی ـ

تاسو به هیچا ته هم زما نوم نه ښایاست او بله دا چې کله ستاسې ټیم هلته چاپه وهې زه به غالمغال جوړوم، او د ټیم والاو سره به جنجال کوم، تاسې به چندانې باک نکوئ، موټر به نیسئ او ځئ به” زما ملګری په زوره وخندل او خبره یې ورسره ومنله، ځوان څه نور هم کښیناست، چای یې وڅښی او ولاړ، زه بهر ته راووتم او له خپل ملګری مې د دې ډیل او معاملې په هکله وپوښتل، زما ملګری وخندل او ځواب یې راکړ” دا د ښار د یو امیر د ځوی انډیوال دی، د امیر ځوی بغیر ګمرک قاچاقي موټر پیرلی دی، د موټر قیمت تقریبا څلویښت میلیونه روپۍ دی، اوس یې یو ملګری د مخبري لپاره موږ ته راغلی و” ما وپوښتل اوس به څه کیږي؟”

زما ملګری ځواب راکړ” اوس به دا ځوان خپل ملګری د جوس څښلو په پلمه بهر ته راولي او موږ به موټر او د موټر مالک دواړه نیسو” ما په حیرانتیا سره وپوښتل” مګر د دې مخبر په دې کې څه ګټه ده؟” زما ملګری وموسکل او ځواب یې راکړ” په دې به د هغه له حسده ډک زړګۍ یخ کیږي، دا ځوان د امیر د ځوی حاسد ملګری دی، د ملګري موټر پر ده ښه نه لګیږي له همدې امله دې غواړي چې ملګری یې له موټر څخه محروم شي او پریشانه هم دی او همدې جذبې دې تر موږ راورساوه”ـ

دا ټولې خبرې ماته حیرانوونکي وې، ما له خپل ملګرې نه وپوښتل” آیا ستاسې ډیری مخبران دا ډول خلګ وي؟ ” زما ملګری ځواب راکړ” هو! زموږ ۹۸ فیصده مخبرین دا ډول خلګ وي، دوست د خپل ښه دوست مخبري کوي، ورور د ورور په خلاف معلومات ورکوي، نګور د خواښۍ په باره کې خبرې کوي، اخښی د اخښي په خلاف مخبر جوړیږي” ما په خاموشي سره د ده خبرې اورېدې، ده راته کړل” موږ ته اکثر ملګري او مامورین راځي، یو ملګری لومړی پخپل ملګري قاچاقي موټر پیري او بیا یې مخبري کوي، ملګری لومړی خپل  ملګري ته د ټیکس غلا کولو طریقه ښیي او کله چې یې ملګری ټیکس غلا کړي بیا همدا ملګری د خپل ملګري په خلاف مخبر شي، په دې ډول دوی خپلو ملګرو ته دوه چنده نقصان رسوي، دوې بیا هماغه موټر په ګمرک هم ځنې نیسې او خپل ملګری ذلیله کوې، موږ ته د مختلفو کمپنیو او فابریکو مامورین هم راځي، دوی موږ ته د خپلو مالکانو په خلاف مؤثق ثبوتونه هم راکوي، دوی عموما پخواني او بااعتماده مامورین وي ـ

مالکان دوی خپل مخلصین ګڼي مګر دوې دننه په زړه کې د مالکانو په خلاف وي، د دوې سینې له کینې، حسد او بغض ډکې وي، دوی کله کله موږ ته د مالکانو په خلاف داسې ثبوتونه هم راکوي چې آن له مالکانو سره هم نه وي.

زما ملګری خاموشه شو، ما وپوښتل: دا مامورین یا کارکونکي له کومې کټګورۍ نه دي؟ ده وویل: دا خلګ عموما له دوو کټګوریو څخه وي، اوله کټګورۍ هغه د منځنې خلګو پر مامورینو باندې مشتمله ده، دا خلګ ډیر ځله د خپلو مامورینو او کارکونکیو په وړاندې ترقي کوي ـ

د دوی مامورین د شلو دیرشو زرو روپو پر تنخاو پاته وي مګر مالکان یې د میلیونو روپیو خاوندان شي له همدې امله د دوی مامورین حاسدان جوړ شي.

دویمه کټګورۍ کې هغه خلګ شامل دي کوم چې مالکانو یې نور مامورین ګومارلي او هغوی ته یې فوقیت هم ورکړی وي، مثلا مالکان نوي مامورینو ته ترقي ورکړي او همدا نوي ملازمین د زړو په مقابل کې زیاته تنخواه او مراعات هم تر لاسه کړي، په دې وخت کې هغه پخواني ملازمین په زړه زخمي کیږي او د خپلو مالکانو په خلاف مخبر جوړیږي.

ما له خپل ملګري وپوښتل: تاسو ته د خپلې دندې په دوران کې کومه ډیره افسوسناکه واقعه مخې ته راغلې؟ زما ملګري وخندل او وې ویل:” بې شمیره واقعې دي مګر زما یوه واقعه نه هیریږي، هغه دا وه چې یو ځلې یوې سپین سرې ښځې د خپل یواځني زوی په خلاف موږ ته مخبري وکړه”ـ ما په حیراني سره غوږ نیولی و، زما دوست ویل:” ته شاید په دې حیران شي چې زموږ د هیواد د لویو سیاستوالو په خلاف مخبري هم د دوی ډیرو نږدې دوستانو کړې، دا دوستان اوس هم د دوی تر څنګ معلومیږي مګر دوی په لستوڼي کې د پټو مارانو نه ناخبره دي، دوی دا خلګ خپل ملګري، مخلص، او وفادار ګڼي خو هغوی بیا د دوی ریښې پرېکوي.

“ما په خاموشي سره اوریدل، زما ملګری په اخیر کې وویل:” ته که د دوستي ننداره لیدل غواړې له ما سره په څلورو بجو ولاړ شه، موږ به ستا په وړاندې موټر ونیسو او بیا به ته ووینې چې یو حاسد ملګری څنګه خپل ملګری ذلیله کوي” ما ورسره هو کړه ـ

تر څلورو بجو زه له خپل ملګري سره ناست وم، د چاپې اچولو لپاره ټیم تیار شو، پاو کم څلور بجې مخبر اطلاع راکړه چې زه د خپل دوست کور ته ورسیدم،  پنځه دقیقې وروسته یې پیغام راغی چې موږ په همدې قاچاقي موټر کې له کوره راووتو او موږ د ګلبرک فواره چوک ته نږدې د جوس فلاني دوکان ته روان یو، تاسې پنځه بالا څلور بجې هلته راشئ.

زه له خپل ملګري سره موټر ته وختم او ګلبرګ ته ورسیدو، بغیر ګمرک قاچاقي موټر مخامخ ولاړ و، دواړو دوستان په موټر کې ناست وو او جوس یې څښل، موظف کسان موټر ته ورسیدل، د موټر ښیښه یې وټکوله او له مالک نه یې د موټر اسناد وغوښتل، مالک په پوره اعتماد اسناد ورکړل، مامورینو اسناد وکتل، باڼت یې پورته کړ او د انجن او چیسز نمبر یې چیک کړل، ښکاره وه چې موټر بغیر ګمرک دی، مؤظف کسان پر موټر راچاپیر شول، د مالک ملګری له موټر راکښته شو او د پلان مطابق د ګمرک له کارمندانو سره په غاړه کې ولوید، پر سړک یوه ننداره جوړه شوه ـ

د موټر مالک د خپل ملګري د کنټرولولو هڅه کوله مګر ملګری یې بار بار د ګمرک د مامورینو غاړې ته لویدی، ما او زما ملګري په موټر کې ناست دا ننداره کتله، مخبر یو دوه وارې زما ملګري ته سترګه هم ووهله، ننداره تر هغه وخت جاري وه تر څو چې د ګمرک مامورینو موټر مکمل په خپله ولکه کې واخیست، ما لیدل چې مخبر چیغې او نارې هم وهلې، د جوس د دوکان پر فرش باندې به پریوتی او د بیهوښي ډرامه به یې کوله، د موټر مالک پرلپسې د ده راپورته کولو هڅه کوله.

له دې عملیاتو بعد موږ بیرته راروان شوو، زه په ټوله لار ډیر پریشانه وم، زما دا فکر و چې ملګری باید له ملګري سره داسې نه وای کړي خو زما ملګري په خوند خوند کومه زمزمه کوله موږ دفتر ته راورسیدو ـ

ما اجازت وغوښت، ملګری مې بهر ته راووت او له ما سره غاړه غړۍ شو او په کرار یې په غوږ کې راته وویل: زموږ تر نیمایي زیات دوستان ظالمان دي، تر څو چې خپل ملګري تر قبره ونه رسوي تر هغې د دوی سینې نه سړیږي، موږ د دښمنانو له نیزو نه مړه کیږو، د دوستانو په لاس مړه کیږو او که دښمن موږ مړه هم کړي نو تر ښا به یې خامخا د کوم دوست لاس وي نو موږ ته ښایي چې له دښمنانو څخه نه، بلکې له خپلو دوستانو نه هم ځانونه وساتو، انسان که چیرته له دوستانو څخه بچ شي دښمن د ده یو ویښته هم نشي بېځایه کولې، دا د انسان تاریخ هم ده او جغرافیه هم”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x