شعـــــرونه

غزل/احمد مصلح

احمد مصلح

مرغه پشان بچوړي تر وزر لاندې ساتم
دانه ورته د وږې ژبې سر لاندې ساتم

د خپل ستړي ژوندون به درته څه ووایم پیره
یوه پنډه غمونه تر ځیګر لاندې ساتم

پښتون یم قدرتي مې په بدۍ باندې دی سر
ټوپک دښمن ته پټ تر خپل څادر لاندې ساتم

یادونه یادګارونه دې اوس هم راسره شته دي
له کلي نه یې لرې تر یو غر لاندې ساتم

دا ستا مینه کې دومره بدنامي راغاړې وتې
له ډیرې مجبورۍ خنجر تر سر لاندې ساتم

جفا راسره ورور پشان نژدې ملګرو وکړه
اوس خپل سکنی ورور هم تر نظر لاندې ساتم

مصلحه جدایي دې په بلا دردو اخته کړم
تصویر دې پیره اوس هم د زړه سر لاندې ساتم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x