
زہ شاعر نه یم؛ حفيظ الدين پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
زہ شاعر نه یم،
چې د کومې پیغلې تورې زلفې وستایمه
یا یې د سرو شنډو په ھیله،
له ارمان څخه مچکه واخلم
یا په گودر کې ورته پټ شم نندارہ یې وکړم
چې د چا سرہ لاسونه
په لپو لپو د منگي د کربلا تندې ته
د مازیگر په قیامتونو کې اوبه رسوي
زہ شاعر نه یم
چې له گل او له بلبل سرہ به
د جنتي باغ په کوم کونج کې بنډارونه وکړم
یا به غاټول ته غیږہ خلاصه کړم
ریدی به ښکل کړم
او د گلاب پر مخ پراته به د شبنم د سمندر اوبو کې
د خوار بورا د اوښکو،
له طوفاني څپو خوندونه واخلم
زہ شاعر نه یم
چې د شین اسمان پخپلو وینو سرہ شفق ته
د ښکلیو زاڼو له کتارہ امیلونه جوړ کړم
او د شھید مازیگري قصاص کې
لمر د ماښام د تور جلاد په لاسو
د طبیعت د مست قاضي په حکم
په غرغرہ باندې په دار وځړوم
زہ شاعر نه یم؛
چې لفظونو سرہ لوبې وکړم
د تخیل او تصور په ټال به وزنگیږم
د کنایو، استعارو د بلاغت له چینې
د کوم یو ښکلي د بڼو کتار ته
له تشبیھاتو به لښکر جوړ کړم
زہ شاعر نه یم؛
چې به کوم عالیجناب چارواکی
په چاپلوسۍ او په شعرونو کې را ونغاړمه
یا به یې فکر زر کلن کړم د منطق په پرتوگ
یا به یې ھغه پوھه وستایم چې غرب یې وایي
یا به یې بل کوم حماقت ته قصیدہ ووایم
زہ شاعر نه یم؛
زہ یواځې د زړہ درد لیکمه
د لیوني پشان له خپلو پرھرونو سرہ
شپه تر سھارہ مرکې لرم، جرگې کوم
زہ په سجدو کې ھم الله ته دا کیسې کوم
زما ولس چې په ژړا وي، نو زہ ھم ژړیږم
د ھر یتیم ھرې سلگۍ سرہ په خدای وریتیږم
زہ شاعر نه یم، زہ یواځې خپل آھونه لیکم
په خوار ولس باندې د ظلم داستانونه لیکم
_____________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ ۲۵/ ۲۰۲۰ م
ستاکھولم سویدن