شعـــــرونه

زندانيانو ته! تپاند زُهاد

تپاند زهاد

رب دې نجات درکړي بندي جانانه
زمــا اتــل زمــا قیـــدي جــانــانه

ستا پر نازک وجود زخمونه وینم
رب دې قبول کړه قرباني جانانه

لمبه لمبه شي زړه مې اور واخلي
چې درته وګورم غازي جانانه

بزدل دښمن دې په مرمیو ولي
لت پت په وینو ګلابي جانانه

اخ  لاس تړليه مجاهده وروره
نصرت دې مل شه الهي جانانه

د وخت کربوړي دې اورنه پوکي
سوزی دې نه شې خلیلي جانانه

ستا انتقام سپینې لښکرې اخلي
قربان دې شم له سپین پټکي جانانه

تپاند زُهاد رب ته دا سوال کومه
شه دې په برخه ازادي جانانه

تپاندزُهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x