نظــر

د كرونا له وبا سره په اجتماعي، اخلاقي او روحي برخو کې تعامل

لیکوال: پوهندوی دوکتورفضل هادي وزین
دکرونا سره دمبارزی په وړاندې دملي اتحاد غړی
ژباړونکی:  عبدالحمید راشد

د کرونا وبا یو نړیواله وبا ده چې په چټکې سره د ژوند په ډیرو برخو لکه په عامه توګه  اجتماعي، اخلاقي، فرهنګي، حقوقي، اقتصادي، سیاسي، او په نړیوالو بین المللي اړیکو مستقیما تاثیر کړی دی، او همدا ډول وړاندوینه کیږي چې له کرونا نه پس نړۍ به له مخکينۍ نړۍ سره کاملاً په مختلفو برخو کې تفاوت ولري.

په ډاډ سره باید ووایو چې د کرونا وبا،  نوی پدیده به د نړۍ په مختلفو برخو کې، د څېړنو او تحقیق برخه کې دروازې خلاصې کړي.

په دې سربیره د کرونا د وبا سره د تعامل اعتقادي او فقهي برخه او همدا ډول  اخلاقي او اجتماعي مسائل  هم د دغه نوي پېدا شوې پدیدې، د مطالعې او توجه وړ دي.

په لاندې کرښو کې بعضې اخلاقي او اجتماعي برخو ته چې د کرونا د وبا اړوند دي پرته له دې څخه چې د متن د اوږدوالي له کبله نبوي نصوص ذکر کړو د قرآن او نبوي احادیثو مفاهیمو ته اشاره کوو.

۱ – د کرونا وبا تر ډیره د انسانیت په وړاندې ډیری گواښونه او ستونزي راپېدا کړي دي، مګر په دې ستونزو او کړاونو کې ځینې فرصتونه هم نغښتې دي، چې کولای شو له هغې څخه په استفادې او ګټه اخېستلو خپل فردي،  کورني، او اجتماعي ظرفیتونه لوړ کړو، او د یوي زمیني په توګه ترې استفاده وکړو.

۲ – په ژوند کې سختې او له مشکلاتو ډکې ورځې، ځینې خاصو تزکیوي اعمالو،  ته بشپړه زمینه برابروي، چې عبارت دې له:

د نفس سره حساب، توبه، استغفار،  د ځان د اصلاح او بهبود غم، او د خالق سره د اړیکي او نژدیکت او همدا ډول د هغه خالق له مخلوق سره نیکي، هغه کړنې دي چې موږ یې د دغه ورځو څخه په استفادې ترسره کولای شو.

۳- بله مهمه خبره او پیغام دا چی د کرونا وبا  زموږ  فکر، د قیامت او محشر په ورځو بریباسي، ځکه دغه سخت حالت کې، چې هر یو کس د خپل ځان په غم  مشغول دی او د کرونا وبا د اخته کېدو په صورت کې هر یو تن، زوی له پلار او مور،  ښځه له میړه،  میړه له ښځې، ورور له ورور، دوست له دوست  او والدین د زامنو څخه تېښنه کوي او همدارنګه  خپلوان د کرونا اخته کس له پوښتنې او جنازه کې له حاضریدو ډډه کوي.

۴ – کله چې د کرونا د وبا، دغه حالت د دنیا قیامت صغری دی، نو د اخرت د لوی قیامت لپاره باید ځان تیار کړو، ځکه هغه قیامت کبری، په سختیو کې له دغه حالت سره هېڅ د مقایسي وړ نه دی.

۵ – الله تعالی ته په سختیو کې پناه وروړل او په خاص ډول د وبا په حالات کې،  په ذکر،  لمونځ،  تلاوت، د نیکۍ په کارونو کې برخه اخېستل لکه خیراتونه ورکول، له اړمنو خلکو، یتیمانو، کونډو  او ښځو سره مرسته، د وبا او بلا د رفع کېدو  سبب کیږي.

۶ – د ګناهونو او نافرمانیو پريښودل او فردي او اجتماعي توبه د مصیبت او وبا پر وخت او الله تعالی غافر، غفار ، غفور، تواب او رحمن ذات ته ورګرځیدل، د کرونا له وبا څخه د خلاصون اصلي لار ده، چې په هغې کې باید له تاخیر څخه ډډه وکړو.

۷ – د کرونا وبا یو ځل بیا د انسانیت عجز او ناتوانۍ د الله تعالی د قدرت او عظمت په وړاندې څرګنده کړه،  تر څو د ټولو ماده پرستو او سرکشو انسانانو، چې ټول نظر او فکر یې په ماده راڅرخي،  او د کبر او غرور په هغه پورته مرتبه کې دي، چې د هرې علمي او تمدني ترقۍ او پیشرفت سبب ماده پيژني، د دوي  لپاره درس  او عبرت دی، ځکه دوی د الله تعالی د قدرت، ګرفت او نیولو څخه بلکل غافل شوي دي.

۸ – د کرونا وبا د یويشتمې پېړۍ انسانیت او د نړۍ او ځمکې پر سر، سترو بشري قوتونو ته دا وښودله،  چې کله د دوی شته ټکنالوژي، اقتصادي قوتونه،  نظامي قوتونه،  ستر قوي نظامونه،  سیاسي قوتونه او علمي پرمختګونه ، په یوه شیبه کې د مقابلې څخه دومره ناتوانه او عاجز شول، چې له یوه ویروس څخه چې په ذره بین هم نشي لیدل کېدلای د پاتې کېدو اعلان کوي.

۹- د کرونا ویروس څخه ټوکېدلې وبا د یویشتم قرن مست، سرکشه او مغرور انسان ته خبرداری ورکوي، چې خپل ځان وپيژنه او خپل خالق ته دې وروګرځه،  ځکه د متعال رب نیونه سخته ده.

۱۰ – د قرنطین د ورځو له محدودیتونو څخه باید قیمتي استفاده وکړو او د اعتکاف د ورځو په څېر ورڅخه د تفکر، تلاوت، ذکر، مطالعې، لیکلو او له متعال رب سره د نژدې والي لپاره ترې کار واخلو.

۱۱- د کرونا له وبا سره مبارزه یو شرعي او انساني وجیبه ده، چې د ټول بشریت ،ټولنو، او افرادو اتحاد او یووالی ورته لازم دی، مسلمان باید د نیکۍ او تقوی په  دغه ستر باب کې له ټولو څخه وړاندې په لومړي قدم او خط  کې قرار ولري.

۱۲ – د کرونا  له وبا سره مبارزه فقط د دولت او رسمي جهتونو کار نه دی، بلکې په دې برخه کې د هر فرد دنده او مسؤلیت دی، بلکې هر فرد باید په دغه جکړه  کې خپل رول، مسولیت او رسالت اداء کړي.

۱۳ – د حکومت او رسمي جهتونو سره، د دې ویروس په وړاندې مبارزه کې همکاري شرعاً واجب ده، نو فلهذا سیاسي، ګوندي مخالفتونه باید  له کرونا سره په جګړه د همکارۍ او مرستې په وړاندې خنډ جوړ نشي.

۱۴ –  تجاران او دوکانداران باید په دغه ورځو کې د خلکو د ضرورت وړ څېزونه له نورو عادي ورځو  په کمه او ټیټه  بیه وپلوري او له قیمتي او احتکار څخه دې په کلکه توګه ډډه وکړي.

۱۵-  به علماوو ، دعوتګرانو  طالب العلمانو لازمه ده،  ترڅو د شرعي احکامو،  مسائلو او دیني لارښوونو وعظ او نصیحت خلکو ته وکړي، د احساساتي او عاطفي برخوردونو پرځای، د کرونا وبا په وړاندې د دین حقایق او شرعي احکام  د الله تعالی بندګانو  ته ورسوي  او په ټولنه کې دې د دې وبا په وړاندې درست تعامل اختیار کړي.

۱۶ – د هر مسلمان او انسان اسلامي، انساني او ملي وجیبه  ده،  چې په دغه سختو شیبو او حالاتو کې د سخاوت او ښیګڼې لاس د ټولنې،  ټولو اړو،  محتاجو خلکو ته ور اوږد کړي او هر ډول مرسته لکه خوراکي، روغتيا او لباس په برخه کې له اړمنو، کونډو، یتیمانو ، ښځو،  فقراو، مریضانو او بیکارانو سره  کولای شي، ورته دې ورسوي.

۱۷ – د خپلوۍ، ګاونډتوب رعایت کول په دغه سختو ورځو کې یوه بله مهمه دنده او مسؤلیت دی، چې باید رعایت کولو ته یې پوره پاملرنه وشي.

۱۸ – مسلمان باید په الله تعالی  قوي او راسخ ایمان ولري او په الهي سنتونو باور او د هغې کامل اطاعت وکړي او همدا ډول د تقدیر او د الله فیصلې ته کامل غاړه ایښودونکی واوسي،   او د الهي سنتونو پر پیژندنه په کائناتو کې فکر  او توکل پر بنیاد باید له رحیم او رحمن ذات له رحم  څخه مایوسه نشي او د دې وبا  په خلاف خپله روحیه قوي کړي او همدا ډول د کرونا او له هغې څخه راټوکېدلو زیانونو په خلاف خپله  مبارزه او  جهاد جاري وساتي او دا متیقنه خبره ده،  چې کرونا سره د جهاد پایله  د دې سخت امتحان په وړاندې کامیابي ده.

هذا وصلي الله تعالي وبارك علي خير خلقه محمد وعلي آله وصحبه أجمعين وآخر دعوانا أن الحمدلله رب العالمين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x