دیني، سیرت او تاریخ

ايا اسلام د تورې په زور خپور شوی؟

ژباړن: باهر حقپال
یادونه: لیکنه مې د مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله له “اشرف الجواب” څخه په لږ کمي او زياتي سره ژباړلې.

ځواب: نه، هیڅکله نه، که د تورې په زور خلکو اسلام منلای، نو په زړونه به د تورې اغیز څنګه و؟ زړه له زور سره را ماتيږي نه، ماتيږي.
حال دا چې موږ وینو د مسلمان زړه سپیڅلی او د شریعت پوره مطابق وي، که اسلام د تورې په زور راغلی وای، دریم خلیفه حضرت علي رضي الله عنه به له یهودي سره برابر د پریکړې انتظار نه کاوو.

کیسه داسي وه چې: د علي رضي الله عنه زغره ورکه شوه، له یهودي سره يې ولیده، علي رضي الله عنه و ویل، زغره د ده ده.

یهودي انکار وکړ او ویل يې کومه دي شاهدان دي؟ شاهدان راوله!

دغه ده د بیان ازادي!! یؤ ادنی کس، هغه هم يهودي د مسلمانانو له خلیفه څخه څومره په جرئت غوښتنه کوي-!!.

علي رضي الله عنه خبره ورسره مني او د پریکړې لپاره مسلمان قاضي، قاضي شریح ته ځي.

د شریعت د طریقه کار موافق قاضي شریح امیرالمؤمنین او یهودي د پریکړې لپاره برابر کښینوي او له اصولو سره سم له یهودي پوښتي: ایا دا زغره د علي رضي الله عنه نده؟

یهودي: نه، زغره زما «یهودي» ده.

د قضا له اصولو سره سم قاضي له امیرالمؤمنین علي رضي الله عنه شاهدان غواړي:

علي رضي الله عنه خپل زوی امام حسن رضي الله عنه او خپل ازاد شوی غلام «قنبر» د شاهدۍ لپاره را ولي.

د قاضي شریح د اجتهاد موافق د زوی شاهدي د خپل پلار په حق کې د منلو نده او د علي رضي الله عنه د اجتهاد موافق بیا د منلو ده.

قاضي صاحب د خپل اجتهاد موافق د حسن رضي الله عنه شاهدي ردوي او له امیرالمؤمنین څخه غواړي چې يو بل شاهد راولي.

امیرالمؤمنین رضي الله عنه وايې: بل شاهد خو نه لرم.

قاضي شریح د شریعت د اصولو موافق د یهودي په حق کې پریکړه کوي او وايې زغره د یهودي ده.

قاضي شریح خپل عقیدت له شریعت قربانوي او په شریعت فیصله کوي، کنه که خبره د عقیدت شي، قاضي شریح به په قسم سره ویلي وای چې زغره د امیرالمؤمنین ده.

یهودي له زغرې سره غبرګ له محکمې بهر را وځي، علي ته ګوري، هیڅ د خفګان نښه نه تري څرګنديږي.

په خپل عادي حالت کې را بهر شو، یهودي غږ کوي: ستاسي دین حق دین دی، دا زغره ستا ده.

زه اسلام راوړم او وایم چې “اشهد ان لااله الا الله واشهدان محمد عبده ورسوله”.

یهودي نه یوازې اسلام مني، بلکې خپل ځان ترې قربانوي او د علي رضي الله په خلافت کې د اسلام په ساتنه کې تر شهادته رسیږي.

تاسي و وایئ! په یهودي چا توره ایښي وه چې اسلام يې ومنی؟

که فکر وکړو د اسلام له قانون څخه يې ښه درک کوی شو چې ایه اسلام د تورې په زور خپور شوی؟

اسلامي قانون دی او د خلفاء راشدینو پرې عمل و چې که کوم کافر د جګړې پرمهال ستا پلار، ورور، بچی او بل هر خپل در و وژني او همداسي پسي روان وي او قتلونه کوي، بیا ستا لاس ته درشي، ته پرې برلاسی شې او په بې صبرۍ غواړي له تاسره د کړو ظلمونو بدله کې يې و وژني.

دا وخت هغه کلمه (لا اله الا الله محمد رسول الله) و وايې، اسلام حکم کوي چې پرې يې ږده، نشي يې وژلی، که څه هم ستا یقين وي چې کلمه يې له ډاره ویلې وي او ځان پرې خلاصوي، بیا هم نشي يې وژلای، که دې ووژلو، ځای به دې جهنم وي.

کوم دین چې خلکو ته د ځان ساتني داسې سپر په لاس ورکړی، ایا ویلای شي چې د تورې په زور دې خپور شوی وي؟

له تاریخ ثابته ده چې جهاد مدینه منوره کې پیل شو، دا وخت مکه مکرمه کې څو سوه خلک مسلمانان شوي وو.

د اسلام په منلو  کې د مشرکانو لخوا رنګا-رنګ تعذیبونه ورته رسیدل، بيخي بې کسه او بې وسه وو.

ویلای شي، هغوی په کومه توره مسلمانان شوي و؟

د مدینې منورې زیاتره خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ورتګ څخه مخکي مسلمانان شوي و.

د حبشې نجاشي پاچاه د بې وسه او بې کسه مهاجرو له مناظرې وروسته په چیغو-چیغو ژاړي او اسلام مني، څو محدود کسان چې د سرفناه لپاره د باچاه دربار ته ځي او باچاه يې له ریښتونولی اغیزمن کیږي او اسلام مني، ایه دېته د تورې زور ویل کیږي؟

اسلام لومړی تر ټولو سر زوري قوم عربو کې را ټوکيږي، هغه عرب چې جنګ به يې په پیسو اخیست، هغوی هیڅکله د تورې په زور له خپل دریځه نه اوښتل، هغوی له تورې هیڅ نه ډاریدل، هغوی ته جکړه کول ویاړ او له ډار دین بدلول عیب ایسيده.

دلته به څوک پوښتنه کوي چې داسې ده نو بیا جهاد د څه لپاره مشروع شوی؟

باید پوه شو چې جهاد د اسلام د خپراوي لپاره نه، بلکې د اسلام د ساتنې لپاره مشروع شوی او دې دواړو کې ستر توپیر ده چې د نه پيژندلو له امله يې زیات خلک غلط فهمۍ کې واقع شي.

جهاد د بدن د عملیاتو په څير دی، څنګه چې عملیات د متعدي مادې له امله کیږي، همداسي جهاد هم ده. ماده دوه ډوله ده.

یوه متعدي او بله غیرمتعدي: غیرمتعدي ماده د درملو په مټ روغیدای شي؛ ځکه خو عملیاتو ته اړتیا نه لري. متعدي بیا له درملو سره نه رغیږي، بلکي عملیاتو ته اړتیا لري. کټ-مټ جهاد هم داسي دی.

د اسلام دشمنان دوه ډوله دي: یوه ډله هغه دښمنان دي چې له سولې او معاهدې وروسته يې مسلمانان له شره خوندي وی، هغوی سره بیا د جهاد پرځای صلحه او مصالحت کیږي او بله هغه مضره او مفسده ډله ده چې سولې او معاهدې ته ژمنتیا ونه لري بلکې چې هر وخت يې زړه وي مسلمان ته تاوان رسوي.

دا بیا متعدي ماده ده چې له منځه وړلو لپاره يې جهاد ته اړتیا پيښیږي، له جهاده همدا د مسلمان حفاظت هدف ده، د چا مسلمان کول نه.

دا اوس چې موږ له میډیا اورو، زیاتره هغه ملکونو کې چې واک او ځواک پکې د کفر چليږي، لسګونه، سلګونه او آن زرګونه خلک د اسلام دین مني، ایا هغوی هم د تورې/ټوبک په زور اسلام منلی؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x